تر اوسه مو دې ته فکر کړی، چې څه ډول خپل ځان وپېژنو او د خپل ځان پېژندنه کوم خوندونه لري؟ د دې لپاره چې خپل ځان وپېژنی، باید لاندې اووه عادتونه چې د خپل ځان په پېژندنه کې مهم رول لري، تر نورو ښه وپېژنئ. د دغو اوو عادتونو پېژندل او پرې عمل کول، له تاسې سره دا مرسته کوي څو خپل هدف ته په اسانۍ سره ځان ورسوی او خوښ ژوند ولری.
د خپل ځان، شخصیت او مزاج پېژندل د ځان پیژندنې په لاره کې لومړی او مهم ګام دی. په دې لیکنه کې چې سقراط هغه د ځان پېژندنې په اړه معرفي کړي دي، درپېژنو، خو پوښتنه دلته ده چې څه وخت پوه شو چې خپل ځان مو پېژندلی دی؟ د دې پوښتنو ځواب په دې لیکنه کې لوستی شی او دې همدې ټکو په عملي کولو سره په خپل ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کولی شی.
۱ـ خوښ اوسېدل
کله چې تاسو د دې توان لرئ چې ځان هغسې وښيئ چې تاسې یې غواړی، هغه ده چې تاسې به د خوشالۍ احساس وکړی. د ځان پیژندل په دې مانا چې د خپلو خوبونو رښتیني کولو پر لور ګام پورته کړئ. هرڅومره چې تاسو خپل ځان ښه وپیژنئ، هومره به مو خوبونه پر حقیقت بدل شي. دا طبیعي ده چې هر انسان پټې او ښکاره غوښتنې لري او هر یو په یو ډول نه یو ډول هغه ته رسېدل غواړي؛ خو دا هیله هغه وخت پر حقیقت بدلېږي، چې موږ تر هرڅه مخکې خپل ځان په ښه ډول وپېژنو، چې موږ څوک یو؟ څه غواړو؟ چېرې ژوند کوو؟ زموږ اوسني امکانات څه دي او موږ چېرته رسېدل غواړو؟ که مو دا کار وکړ(یانې ځان مو په ښه ډول وپېژانده) باوري اوسئ چې ۹۰ سلنه خپلې موخې ته نږدې شوي یاستی.
۲ ـ داخلي ننګونې
کله چې ستاسو بهرنی عکس العمل ستاسو له احساساتو، ارزښتونو او باورونو سره مطابقت وکړي، نو له کمو ننګونو سره به مخ شی. کوښښ وکړئ چې هغسې خپل ځان جوړ کړئ او هغسې عمل وکړئ څنګه یې چې ستاسې زړه غواړي. که زړه مو یو ډول عمل غواړي او تاسې بیا په ظاهر کې بل څه کوی، حتمي ده چې له خپل درون به سخت ځورېږی او دا ځورېدنه به مو تر ډېر بد حالته ورسوي. کوښښ وکړئ چې د خپلې خوښې مطابق عمل وکړئ.
۳ ـ غوره پرېکړه کول
کله چې تاسو ځان ښه وپیژنئ، نو په ژوند کې به غوره انتخابونه ولرئ، له کوچنيو انتخابونو ان د ژوند د ملګري تر انتخاب پورې.
د ځان په پيژندلو سره به خپل کاري چوکاټ منظم کړی، چې دا له تاسو سره مرسته کوي څو د ژوند مهمې ستونزې حل کړئ. کوښښ وکړئ چې له امکاناتو او حالاتو سره مطابق پرېکړه وکړئ، که نه، ځینې ناسمې پرېکړې به مو ان د ژوند په بیه هم تمامې شي.
۴ـ د خپل ځان کنټرولول
کله چې خپل ځان وپېژنئ، کولی شئ هغه چلندونه وپېژنئ چې تاسو هڅوي او ستاسو ناوړه عادتونه کابو کوي او ښه عادتونه مو لا پياوړي کوي. په حقیقت کې د ځان پېژندل د دې لامل کیږي، څو هغه ارزښتونه او اهداف چې پوهه درکوي، ستاسو اراده لا پیاوړې کړي.
۵ـ له ټولنیزو فشارونو سره مقاومت کول
کله چې په ژوند کې خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه وټاکئ، تاسو به له ډېرو کمو ټولنیزو ستونزو سره مخ شی. پوهېږی دا ولې؟؟ دا ځکه چې له بده مرغه زموږ د ټولنې خلک یوازې په نورو پسې خبرو کولو ته وزګار دي او همدا یې له وسه کېږي، که خدای مه کړه بې لومړیتوبه کس درنه جوړ شو چې نه درته شپه مهمه وي او نه هم ورځ، بیا به د خلکو خولې ته ولوېږی او د خلکو انصاف خو بیا ښه درمالوم دی، چې د باد بڼکه درنه جوړوي. ښه ده چې نه دې خلکو د خندا شی او نه هم په سختو کې ژوند وکړی، دا هرڅه ځان ته انتخابونه ټاکل کولی شي.
۶ـ زغم او د نورو درک کول
د خپل ځان د کمزورتیا او قوت ټکي پېژندل د دې لامل کیږي، چې په اسانه او ښه ډول له نورو سره همدردي وکړی. اورېدلي به مو وي، وايي نه د لوږې هدیرې جوړې شوې او نه هم چا خپل کور چا ته ور په شا کړی او هغه ته یې اچولی چې واخله دا یې ستا! ډېر غریب یې یا ډېر راباندې ګران یې؛ خو ښه کس بیا هغه دی او خوشاله ژوند د هغه چا دی چې د خپل بار تر څنګ، د بل د اوږو بار هم لږ کم کړي. کوښښ وکړئ چې له نورو سره د مهربانۍ او همدردۍ له مخې ژوند وکړئ.
۷ـ د ژوند خوند
او د ځان ښه او پوره پيژندل د دې لامل کیږي چې د خوشالۍ احساس ولرو، له نورو سره ښه چلند وکړو او له خپل ژونده په پوره مانا خوند واخلو. زموږ ټولو لویه هیله دا ده چې بالاخره د هرڅه له تر سره کولو وروسته خوشالي تر لاسه کړو؛ خو ځینې وخت همدې موخې(خوشالۍ ته رسېدل) ته رسېدل مو د ناسمو لارو ښکار کوي، که غواړئ چې خوشاله ژوند وکړی، دا پورته اووه کارونه عملي کړئ.