یکشنبه, مارچ 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

چین کوم بهرنی سیاست تعقیبوي؟

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

فبروري 6, 2021
in لیکنې
0 0

چین تل د سولې خپلواکه بهرنۍ تګلاره تعقیب کړې او د سولې د پنځو اصولو پراساس يې له نورو هیوادونو سره دوستانه همکارۍ ترسره کړې دي. چين د يادې تګلارې پر بنسټ د نړۍ له ۱۷۹ هیوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې  او د ۱۱۰ هیوادونو او سیمه ییزو سازمانونو سره یې په بېلا بېلو کچو اړيکې او همکارۍ رامنځته کړې دي. چین تل د چینایانو لپاره د خوښۍ غوښتلو او د بشر د پرمختګ لپاره د خدمت اصلي اراده ساتلې او د نړۍ د سولې او پرمختګ په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی او لوبوي یې. چین د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي، سیستمونه او ماډلونه نه صادروي  او هیڅکله به داسې کړنې ونه کړي، چې د ځاني ګټو لپاره نورو ته زیانونه ورسوي او یا د ګاونډیانو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

په نوي عصر کې د چین د ډیپلوماسۍ هدف د بشر د ګډ برخلیک ټولنې ابادول دي. رئیس شي جین پینګ څو ځلې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې ” موږ په یوه داسې نړيوال کلي کې ژوند کوو، چې تاریخ او واقعيتونه يې له یو بل سره ګډیږي. انسانیت د ګډ برخلیک یوه ټولنه ده چې هر یو له بل سره نه جلاکیدونکی اړیکې لري.  هیڅ یو هیواد د بشر د مختلفو ننګونو پر وړاندې په يوازې ځان مقابله نه شي کولی.”  چین په دې باور دی، چې د نړۍ ټول هیوادونه دې یو له بل سره همکارۍ وکړي، په ګډه دې د سوله ییز پرمختګ لاره تعقیب کړي او د نوي ډول نړیوالو اړیکو رامینځته کولو ته دې داسې وده ورکړي، چې د متقابل احترام، عدالت او د ګډو ګټو همکارۍ پر اساس ولاړې وي او د نړۍ تلپاتې سوله، امنیت، ګډه هوساینه او ورخلاصون دې وساتي او لنډه دا چې پاکه او ښکلې نړۍ دې اباده کړي.

چین د بشر د ګډ برخلیک ټولنې غوښتونکی او جوړوونکی دی. چین په ۱۹۹۷ کال کې د  آسیا مالي بحران او په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوال مالي بحران سره په مبارزو کې عمده خدمتونه ترسره کړي دي. چین د ترټولو لوی پرمختيايي هیواد په توګه همیشه نورو پرمختیایي هېوادونو ته پاملرنه کړې، د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې يې څه دپاسه ۱۶۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ته کابو ۴۰۰ ملیارده یوانه پیسې ورکړي، کابو ۶ سوه زره مرستندویه کارکوونکي یې ورلیږلي، چې په دغو کارکوونکو کې څه دپاسه ۷۰۰ تنو يې خپل خوږ ژوند قربان کړی دی. چين د کووید-۱۹ ناروغۍ له خپریدو سم، د دغې وبا ضد نړیوالې همکارۍ ته فعاله وده ورکړې، د خپل ولسي جمهوریت په تاریخ کې یې د بشردوستۍ تر ټولو لویې مرستندویه کړنې ترسره کړې دي. چین څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د وبا ضد مرستندویه مواد برابر کړي او افغانستان ته يې شپږ ځلې د وبا ضد مواد ورکړي او په مؤثره توګه يې د ناروغۍ ضد موادو په اړه نړیوال تولید او تحویل تضمین کړی دی. تاریخ او حقایقو ثابته کړې، چې چین همیشه د نړۍ د برخلیک په نازک وخت کې حاضر شوی او پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شوی دی.

چین د اسیا د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره کوششونه کوي او د ډېپلوماسۍ عمده لوری يې ګاونډي هېوادونه دي. چين هميشه د دوستۍ، صداقت، ګډو ګټو او زغم اصولو ته غاړه ایښې ده او له ګاونډیو سره يې نیکې او دوستانه اړیکې ساتلي او د ګاونډیو د ارامتیا او سمسورتیا لپاره يې بریالۍ ډېپلوماسي پرمخ وړې ده. چین خپل ګاونډي هېوادونه د ګډ پرمختګ او سولې ساتلو په برخه کې همکاران او ریښتیني ملګري بولي. چین له ګاونډیو هیوادونو سره ښه ګاونډيتوب ساتي او دوستانه اړیکې ورسره پیاوړې کوي، دوستانه همکارۍ هڅوي او په پام کې لري، چې د نږدې اړیکو دوستانه شبکه جوړه کړي. چین د کوویډ-۱۹ پرضد له ګاونډیو هیوادونو سره واقعي همکارۍ ترسره کوي، ګډې ګټې زیاتوي، د خلکو ترمنځ نږدیوالی هڅوي او د اسیا د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره يې ټینګ ګامونه پورته کړي دي.

چین او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د ګډ برخلیک ملګري دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي اوسنۍ نه بلکې “د وریښمو لرغونې لارې” پخوانۍ زمانې ته ورګرځي. د دواړو هیوادونو پر اړیکو تر ۲۰۰۰ ډېر کلونه تېر شوي، خو هیڅکله یې خپلمنځي شخړه نه ده کړې، چې دا د نړیوالو اړیکو په تاریخ کې یوه بې سارې بېلګه بلل کیږي. د دواړو هيوادونو د نوې زمانې اړیکې په ژورېدو دي. چین او افغانستان د امپریالیزم او استعمار پر وړاندې مبارزه کې له یو بل څخه ملاتړ کړی، په ګډه یې د ملي خپلواکۍ او غښتلیتوب لپاره هلې ځلې کړي او د ملګرو ملتونو د پراختیا له اجنډا څخه يې ګډ ملاتړ کړی او د نړیوال تروریزم او بین المللي جرمونو پر وړاندې يې ګډه مبارزه کړې ده.

چین هميشه د افغانستان بیارغونه له خپل پرمختګ سره تړلې بللې ده.  چين هرکلی کوي، چې افغانستان يې له اسانتیاوو څخه ګټې واخلي، د خپلې جغرافیې او سرچینو امتیازي رول ولوبوي او د چین د یو کمربند او یوې لارې په وړاندیز کې فعال ګډون وکړي. چین خپل پیاوړي شرکتونه هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، ښوونځي او روغتونونه جوړ کړي او د افغانستان د ځانګړو کرهنیزو محصولاتو لپاره ( زعفران، جلغوزي او نور…) په چین کې بازار پیدا کړي، تر څو افغان بزګران او سوداګر ترې ګټې واخلي. چین له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان سره په ملیاردونو یوانه وړیا مرسته کړي او د کابل جمهوریت روغتون او ملي مسلکي تخنیکي انسټيټيوټ په ګډون یې یو شمیر زیربنایي پروژې جوړې کړي، چې افغانانو ته یې ګټې رسولې دي. چین په وروستيو کلونو کې د افغانستان د وارداتو دوهم لوی او د صادراتو دریم لوی لوری پاتې شوی دی. تر دې دمه يې افغانستان ته شپږ ځله د کوویډ-۱۹ضد مواد برابر کړي، چيني ډکټرانو څو ځله له افغان ډکټرانو سره انلاین غونډې کړي او د کوويډـ۱۹ ضد تجربې يې ورسره شریکې کړې دي.

چین د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسې ملاتړکوونکی، منځګړی او تسهیل کوونکی دی او هیله لري، چې په افغانستان کې ارامي، سوله او ثبات راشي. چين د “افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت” د خبرو او سولې ملاتړ کوي او د هيواد دننه او سیمه ييزو ګډو نظریو په راټولولو، د شخړې د اړوندو خواوو ترمنځ ډیالوګ هڅوي او له بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ کوي. چین غواړي، د چین افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو اترو میکانیزم له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړکیې ښې کړي او هڅه کوي، چې افغانستان د مختلفو هېوادونو ترمنځ د همکاريو بندر وګرځي، نه د سیاليو ډګر او نړیواله ټولنه هڅوي، چې د افغانستان د سولې په اړه ګډې موافقې ته ورسیږي.

څه موده مخکې، د متحده ایالاتو یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، چې ډونالډ ټرمپ ته خبر رسیدلی، چې چین هڅه کوي غیر دولتي افرادو ته پیسې ورکړي، څو په افغانستان کې پر امریکایي سرتیرو بریدونه وکړي. د چین پر وړاندې دا ډول تورونه په بشپړ ډول بې مانا دي او بیخي جعلي خبرونه دي. د دوی دغه خبرې او تورونه دا په ډاګه کوي، چې دوی څومره لیواله دي، چې چین بدنام کړي او د چین – امریکا اړیکې زیانمنې کړي. د دې ترڅنګ دوی پر چين تور لګولو ته زور ورکړ او د شینجیانګ او بشري حقوقو مسئلو په پلمو يې جعلي خبرونه خپاره کړل او د چین او نورو هېوادونو د اړیکو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي، خو د دوي ټول هغه تش په نوم  “حقایق” او “شواهد” جعلي او بې اساسه ثابت شوي دي. چین هميشه د سولې خپلواکه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي، هیڅکله یې له بهرنيو هيوادونو سره جګړه نه ده کړې او له غیر دولتي افرادو څخه به ملاتړ ونه کړي، چې په نورو هیوادونو کې بریدونه وکړي. چین هميشه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته غاړه ایښې ده، په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له پروسې يې ملاتړ کړی او د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوي. نړۍ په دې اړه عادلانه ځواب لري، چې څوک په نړۍ کې زور زیاتی کوي او “پراکسي جنګونو” کوي او څوک تضاد رامینځته کوي او سیمه ایز امن او ثبات زیانمنوي؟.

افغان ملګري وايي، چین په تاریخ کې پر افغانستان هیڅ تیری نه دی کړی او د افغانستان ترټولو باوري هېواد دی. اوسنۍ نړۍ له بې باورۍ او بې ثباته عواملو څخه ډکه ده او افغانان د چین او افغانستان ترمنځ قوي دوستانه اړیکې احساسولی شي. دا د چین او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې د چین د سوله ییز بهرني سیاست او له ګاونډیو هیوادونو سره د ښه ګاونډیتوب څرګندونې دي. چین به له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکړي، د ګډ برخلیک ټولنه به اباده کړي او یو ځای به ګډ پرمختګ ومومي، څو پر افغانانو د سولې، ثبات او پرمختګ لمر څرک ولګیږي.

Share11Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې

مارچ 15, 2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده

مارچ 15, 2026

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۱۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

مارچ 15, 2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In