د چينايانو دوديز نوی کال د ځانګړې کرنيزې جنترۍ له حساب او مهالوېش سره تړلی دی او د چيني ملت یو له ډېرو پخوانیو دودونو او د سترو عيدونو له جملې ګڼل کيږي، چې د اوږدې لرغونې مخينې او تاريخي شاليد درلودونکی دی. د نوي کال عيد په چينايي ټولنه کې له ستر ارزښت څخه برخمن پاتې شوی دی، په لويه پيمانه يې د خلکو ترمنځ د نمانځنې فعاليتونه او جشنونه جوړېږي، چې له خپلو نيکونو او له تېرو پخوانيو وګړو ورته دا دود په ميراث پاتې شوی دی.
په ټولنو کې د نوي کال راتګ معمولاً له زيري راوړونکې روحيې سره پيوسته او تړلی بلل کيږي. دا په حقيقت کې د طبيعت يو طبعي سير او خاصيت دی، د روح او روان دوباره تازه کېدنه له يو نوي رنګ او پيل سره تړلې وي. د نويو هيلو غوړېدا، نوې ساه اخيستنه او تازه کېدنه مستقیماً له ځان سره راوړي او په دې توګه له تېر او زوړ کال سره مخه ښه او خدای پاماني کيږي، راتلونکي او نوي کال ته په خوښۍ هرکلی ويل دي او په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د جوړولو او رامنځته کولو لپاره د يوې نوې او تازه انګېزې اخيستنې فرصت دی.
د چينايانو په کرنيز کليز (جنتري) کې له اوږدو مودو او زمانو راهيسې ځينې ځانګړې دوديزې ورځې ټاکلې او معلومې کړې دي، هغه چې ورته ارزښت لري. دا د ملتونو عادت او خاصيت دی چې خپلې ټاکلې ورځې او اخترونه لري او ورته اهميت لري. دا کلتوري دوديز ميراثونه خپله معنوي پانګه بولي، کوم چې د یوې انساني ټولنې پر شناخت او هويت باندې دلالت کوي.
په نړۍ کې د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د پېژندنې او د توپیر او فرق يو څرګند او مهم مورد کلتوري هويت دی چې اساس او ریښې يې په کلتوري ميراثونو او دودونو کې موندلی او ليدلی شو. په همدې اساس، بيداره ولسونه د خپلو کلتوري هويتونو د ساتنې، پالنې او جوړونې لپاره هاند، هڅې او بې درېغه هلې ځلې کوي، کوم چې دا په راتلونکې کې د کلتوری بقا، د پايښت او ژوندي پاتې کېدو د سترې پيشتوانې په توګه کار کوي.
چين يو هغه هيواد دی چې خپل کلتور او دودونه پرې ګران دي او ورته ارزښت لري. له دې ډلې يوه د دې خلکو او هيواد نامتو کرنيزه جنتري ده چې سلګونه کلونه وړاندې د نجوم د ۲۴مو برجونو پر اساس رامنځته او جوړه شوې ده. هره مياشت يې د ۳۰ ورځو د حساب درلودونکې ده، دا بيا هر درې کلونه وروسته، هغه کومه فاصله چې د ميلادي او د چين کرنيزې جنترۍ حساب ترمنځ رامنځته کيږي، له منځه وړلو لپاره يې دوه د فبروري يا دوه د اپريل مياشتې پکې رامنځته کيږي، څو د نوي کال وخت په دې شاوخوا موده کې پاتې او وساتل شي. که څه هم د چين دوديز نوی کال او د ميلادي کال راتګ او نوي کېدل د وخت او زمان له مخې سره توپير لري، خو د ۲۰۲۱ کال په حساب کې بيا دواړه جنترۍ سره برابرې او مساوي دي.
د چين لرغونې جنتري يوه ډېره جالبه او د خاصو ځانګړتياوو جنتري ده، چې له زرګونو کلونو راهيسې په ټولنه کې تر استفادې لاندې ده، لا تر اوسه هم د دوديزو ورځو په رخصتيو کې رول لري او ورڅخه استفاده کيږي، خو په رسمي اداري چارو کې يې بيا ميلادي جنتري چليږي.
د دوديزې جنترۍ تاريخچه
د چين د خلکو دوديزه جنتري د هغو مروجو جنتريو له ډلې يوه ده، چې له لرغونو او اوږدو زمانو راهيسې په ټولنو کې کارول کيږي، د بېلابېلو امپراطوريو سلسلو په موده کې اصلاحات او بدلونونه پکې راوستل شوي او بشپړه کړی شوې ده. د چين اوسنۍ دوديزه کرنيزه جنتري له ميلاد ۱۰۴کلونه وړاندې د هان سلسلې د ((وو)) امپراطور د وخت ده او د نوموړي امپراطور د واکمنۍ په موده کې جوړه او رامنځته شوې ده او د تای چو په نوم باندې يادېده او تر ننه تر استفادې لاندې ده.
د چين په دوديز نوي کال کې د فولکلور اړخ او د عادتونو، د دودونو ونډه مهمه ده، پر دې اساس نوی کال او د نوي کال عيد له اهميت څخه برخمن پاتې شوی دی. په ښارونو، مارکېټونو او کورونو کې د نويو تازګيو له رنګونو ډکه فضا وي، د چمتووالي څپه يې له ورايه معلوميږي چې مهمې ورځې او عيد را روان دی. دا نه يوازې تر لويو ښارونو؛ بلکې تر کليو، بانډو او تر لرې پرتو سيمو په ټول چين کې د ژوند د شوق او ذوق څپې په خوځښت او حرکت کې وي. د ښارونو، کليو او بانډو په څېرو کې بدلون د پاملرنې او جلبونې سبب وي، سړکونه، لارې، کوڅې، ودانۍ او د کورونو په دروازو باندې ملي بيرغونه، طومارونه د نوي کال او له خپل هيواد سره د خلکو د مينې او علاقې د اندازې ښکارندويي کوي.
د نوي کال راتګ چې له دوديزې جنترۍ سره تړلې دی، په دې جنترۍ کې د دوولسو حيواناتو ټاکنه او د کالونو نومونه جالبيت لري، هر يو کال د يو ځانګړي حيوان په نوم باندې ياديږي او هر دوولس کاله وروسته د دې څرخ دوران بشپړيږي او دوباره تکرايږي. د هر حيوان د خصوصياتو په اړه د خلکو ترمنځ ټاکلې انګېرنې دي چې د هر چا شخصيتي ځانګړتياوې او خصوصيات پکې موندل کيدلی شي. د چين کرنيزې جنترۍ له مخې، سږنی دوديز کال د غويي له کال سره برابر دی او د غويي په اړه انګېرنې په چيني ټولنه کې کلک، زيارکښ، جدي، صابر، ځواکمن، جوړوونکي، کومک کوونکي، خدمت کوونکي، مسووليت منونکي او له هغو کسانو سره چې د مار او چرګ په کلونو کې زېږېدلي دي، تر ډېره موافق، جوړ او سازګاره، خو له هغو سره چې د پسه په کلونو کې زېږېدلي دي، مخالف، ضد او ناسازګاره وي. د دوولسو حيواناتو د خصوصياتو او د شخصيتي ځانګړتياوو او عادتونو په اړه اوس خبرې او انګيرنې يوې بلې ليکنې ته پرېږدم.
فولکلورونه او ولسي نکلونه تر ډېره د خلکو له انګيرنو، خيالونو، تخيل او له عادتونو جوړ او رامنځته شوي دي، چې د وخت په تېرېدو او له يوې سيمې تر بلې پکې بدلونونه رامنځته شوي دي. په دې توګه د فولکلور ونډه د هرې ټولنې په ادبياتو کې مهم او د پام وړ ځای لري. د ژونديو ولسونو انګيرنې د ژوند کيسې او خبرې دي، پر دې بنا فولکلورونو ته د ملتونو، کلتورونو، تهذيبونو د پېژندنې په حيث کتل کيږي، د يوې ټولنې د روح او روان د پېژندلو اسانه لاره د فولکلوريکو ولسي داستانونو او نکلونو پېژندنه او مطالعه ده.
غواړم د چين د دوديز نوي کال د نومونې په اړه د هغو دوولسو حيواناتو فولکوريکي کيسې پسمنظر او د نکل لنډيز دلته را واخلم. لرغوني چينايان په دې باور وو چې د هر نفر شخصيت تر ډېره له دې سره تړلی وي د کوم حيوان په کال چې زېږېدلی وي، نو تر ډېره به يې په شخصيت او کرکټر کې د هغه حیوان خصوصيات او ځانګړتياوې ځای لري چې کال د هر يو حيوان وي.
نکل دی وايي، ډېره زمانه وړاندې، کله چې اسمان او ځمکه تازه سره بېل شول، اسماني امپراطور د کالونو، مياشتو، فصلونو او ساعتونو په اړه ځينې اصول او مقررات جوړ او وټاکل، څو په دې توګه خلک خپلې چارې او د کرکيلې ترتيب په منظم ډول او په وخت تر سره کړي.
خو يوه ستونزه وه چې د خلکو تر منځ به د خپل عمر او سن کالونه ګډوډېدل، مشر او کشر سره نه پېژندل کېدل، اسماني امپراطور ټول حيوانات راغونډ کړل، په دې توګه يې د يوې ازادې سيالۍ له لارې د دوی له منځه لومړی دوولس حيوانات خوښ کړل، څو د دوی د نومونو له مخې د يو منظم ترتيب له مخې جنتري جوړه کړي، د مشر او کشر معلومېدلو او پېژندلو ستونزې ته د حل لاره ومومي. کله چې د سيالۍ او ټاکنې خبر حيواناتو ته ورسېد، هر يو کوښښ او هڅه کوله چې د کال حيوان په توګه وټاکل شي او دا ستر وياړ خپل کړي.
پيشو چې کله دغه خبر واورېد، تر ټولو زيات يې د دې مقام لپاره ځان وړ او مناسب باله، خو د پيشو دا عادت چې خوب کول يې ډېر خوښ دي، دا چانس يې له لاسه ورکړ، که څه هم خپل نږدې دوست او ملګري موږک ته يې ويلي وو، ګرانه ملګريه! نن د حيواناتو د ټاکنې ورځ ده، ګوره ما پر وخت ويښه کړه! موږک هم دغه مقام ته زيات حوسېده، نه يې غوښتل چې په دغه فرصت کې وروسته او شاته پاتې شي يا بل سيال په څنګ کې اضافه وګوري.
رخه او بخل پرې زړور شول، پيشو يې له خوبه ويښه نه کړه او غلی په بېړه روان شو، غوښتل يې تر نورو وړاندې اسماني ماڼۍ ته ورسيږي، پيشو له سيالۍ او د ټاکنې له بهيره پاتې شوه. هغه خبره رښتيا شوه چې وايي خوبولی اوبو وړی.
ترتيب داسې جوړ او تنظيم شوی و، هر څوک که اسماني ماڼۍ ته تر ټولو مخکې او لومړی ورسيږي، امتيازونه او نومرې به په ترتيب اخلي، همدا اصل او معيار د حيواناتو د ټاکنې لپار تایيد شوی و، د هر يو حيوان کوښښ او هڅه دا وه چې تر نورو مخکې او وړاندې اسماني ماڼۍ ته ورسيږي او اول مقام تر لاسه کړي.
چالاکه موږک د غويي په غوږ کې ځان غلی کړ، په دې توګه تر ټولو وړاندې او لومړی اسماني ماڼۍ ته په ډېرې راحتۍ سره ورسېد او د غويي له غوږه يې ټوپ کړل او په دې توګه لومړی مقام يې خپل کړ. د غويي دویم مقام په نصيب شو. د پړانګ درېيم مقام شو. د سوی څلورم مقام شو. ښامار ناوخته ماڼۍ ته ورسېد، خو له دې امله چې د چرګ تاج يې په سر و، ښکلی ښکارېده، نو اسماني امپراطور ښامار ته پنځم مقام ورکړ. مار هم ناوخته ماڼۍ ته ورسېد، خو له دې امله چې له ښامار سره يې ورتوالی درلود، مار ته شپږم مقام ورکړل شو. د اس او پسه ښه دوستي او ښو اړيکو له امله اس ته اووم مقام او پسه ته اتم مقام ورکړل شو. شادي (بيزو) ډېره ورخطا او ناکراره وه، د اسماني امپراطور لخوا شادي ته نهم مقام ورکړل شو. چرګ د خپلو ښکلو او ښايسته بڼکو او په سر باندې تاج له امله ځان ورته پاچا ښکاري، خو دا چې تاج يې نه و او هغه يې ښامار ته ورکړی و، لسم مقام ورکړل شو. سپي او سرکوزي چې دا دواړه له کوم ځانګړي توان او وړتيا برخمن نه وو، نو په دې توګه اسماني امپراطور سپي ته يوولسم مقام او سرکوزي ته يې دوولسم مقام ورکړ.
اسماني امپراطور ټاکل شوي ټول حيوانات د کال پېژندنې له نښو سره يو ځای او معرفي کړل، ياده ستونزه حل شوه، په اسانه د کال د ځانګړي حيوان له مخې مشر او کشر، د افرادو عادتونه، ځانګړتياوې معلومې او پېژندل کيږي.
همدارنګه دغه دوولس حيوانات ته د ورځې او وخت د ټاکنې نښې هم دي، موږک د پرون يا د تيرې شپې له ۱۱ بجو څخه د ساعت او وخت د بدلون د سهار وختي تر يوې بجې پورې موده او وخت دی. غويی، د سهار وختي له يوې بجې څخه تر ۳ بجو پورې وخت دی. پړانګ، د سهار وختي له دریو بجو څخه تر پنځو بجې پورې وخت دی. سوی، د سهار له ۵ بجو تر ۷ بجو پورې وخت دی. ښامار، د سهار له ۷بجو تر ۹ بجو پورې وخت دی. مار، د سهار له ۹ بجو تر ۱۱بجو پورې وخت دی. اس، د ورځې له ۱۱بجو د غرمې تر يوې بجې پورې وخت دی. پسه، د غرمې له يوې بجې تر ۳ بجو پورې وخت دی. شادي (بيزو)، له غرمې وروسته ۳ بجو څخه تر ۵ بجو پورې وخت دی. چرګ، د مازديګر له ۵ بجو څخه تر ۷ بجو پورې وخت دی. سپی، د ماسختن له ۷ بجو څخه تر ۹ بجو پورې وخت دی. سرکوزی (خوګ)، د شپې له ۹ بجو څخه تر ۱۱بجو پورې وخت دی.
د کالونو لپاره د دوولسو حيواناتو د ټاکنو بهير تر بشپړېدو وروسته د ځينو يو له بل سره دښمني هم پيل او وپارېده، دا چې موږک له پيشو سره لويه ناځواني کړې وه او له خوبه يې نه وه ويښه کړې، اوس چې کله د پيشو پر موږک سترګې ولګي، سمدلاسه پرې بريد کوي.
د ښامار ناځواني له چرګ سره او د امانت نه ورکول يې، دا چې چرګ خپل تاج ښامار ته امانت ورکړی و، ښامار بېرته په ورکولو او سپارلو کې ټګي او بې وفايي کوله، اوس چې سهار چرګ بيداره شي تر ټولو لومړی کار يې په لوړ اواز دا ناره وي، هی ناځوانه ښاماره! زما تاج راکړه- زما تاج راکړه. دا د دوولسو کالونو د نښو لپاره د دوولسو حيواناتو د ټاکنې په اړه د چين د خلکو دوديزه کيسه ده.
د دغو حيواناتو ټاکنه د دوی له عادتونو سره سمه شوې ده، موږک معمولاً د شپې له ۱۱ بجو څخه د سهار وختي تر يوې بجې پورې څوس وهي او خوراک پسې ګرځي. غويی معمولاً د سهار وختي له يوې بجې څخه تر دریو بجې پورې وخت کې شخوند کوي. د پړانګ د خوراک او ښکار وخت معمولاً د سهار وختي ۳ بجو څخه تر ۵ بجو وخت کې وي. سوی د سهار له ۵ بجو څخه تر ۷ بجو پورې وخت کې بيداره او فعاله وي، په دې وخت کې سپوږمۍ معمولاً په اسمان کې وي، د چين په ولسي افسانو کې ويل کيږي چې يوه سپينه سويه په سپوږمي کې ژوند کوي. ښامار، معمولاً د سهار له ۷ بجو څخه تر ۹ بجو پورې وخت کې بيداره او فعاله وي، له اسمانه اورښتونه کوي. مار، معمولاً د سهار له ۹ بجو څخه تر ۱۱ بجو موده کې ښکار او خوراک کوي. اس، د ځغاستې ښه وخت معمولاً له ۱۱ بجو څخه تر يوې بجې پورې دی. پسه، معمولاً د غرمې له يوې بجې تر ۳ بجو پورې د څرېدلو او څښاک ښه وخت دی. بيزو، له غرمې وروسته له ۳ بجو څخه تر ۵ بجو پورې وخت کې په ونو کې ټالونه وهي. چرګ، د ماښام له ۵ بجو څخه تر ۷ بجو پورې کله چې لمر لوېږي او ډوبيږي، ځان لوړو او خوندي ځايونو ته رسوي. سپی، له ۷ بجو څخه تر ۹ بجو پورې موده کې معمولاً څک او بيداره وي، د ساتنې دنده تر سره کوي. سرکوزی (خوګ)، معمولاً د شپې له ۹ بجو تر ۱۱ بجو پورې موده کې خوب کوي، په دې توګه يوه ورځ او شپه تېره او بشپړېږي.
په افغانستان کې هم د کالونو لپاره د حيواناتو نومونو شته او ټاکل شوي دي، خو نپوهېږم چې زموږ د کالونو لپاره د حيواناتو د نومونه ټاکنه د څه بر اساس شوې ده، داسې ده لکه په چين کې د کلونو په څېر او يا که ورسره فرق لري؟ په دې اړه د خلکو ترمنځ څه دوديزې کيسې او نکلونه شته؟ په دې اړه او برخه به هم په راتلونکې کې خبرې او معلومات وړاندې شي.