یکشنبه, مارچ 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د ملي امنیت په اړه د شي جین پینګ نوی جامع ليد لوری د چین – افغانستان امنیتي همکارۍ نوي پړاو ته رهنمايي کوي

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

فبروري 9, 2021
in لیکنې
0 0

د چین د دولت رییس شي جین پینګ د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګریس راهيسې په تاریخي لوري ګام پورته کړی او ځینې ستراتیژیکې تګلارې، راتلونکی لید، نوې مفکوره او ساینسي نظریې يې وړاندې کړې دي، د ټولو قومونو په مشرۍ یې د نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې نوي هراړخیز بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د عصري سوسیالیستي هېواد د ابادۍ پر نوې لارې ېې ګامونه اخیستې دي. رییس شي جین پینګ په ۲۰۱۴ کال کې په تخلیقي ډول د عامه ملي امنیت مفهوم وړاندې کړ او د چين امنیتي کاري سیسټم د ښه والي، د ملي امنیت د ظرفیتونو لوړولو او د سیمه ییز امنیت د همکاريو د پیاوړتيا لپاره يې داسې راتلونکي ترتیبات نیولي، چې د چین – افغانستان د امنیتي همکارۍ نوې کچې ته رهنمايي کوي.

” د عامه ملي امنیت مفهوم” چیني ځانګړتیاوې لري او د ملي امنیت ارزښتونه، کاري نظریات او میکانیزمونه پکې وړاندې شوي او د ملي امنیت د داسې سیسټم په لټه کې دی، چې سیاسي امنیت، حاکمیتي امنیت، نظامي امنیت، اقتصادي امنیت، کلتوري امنیت، ټولنیز امنیت، تخنیکي امنیت، معلوماتي امنیت، ایکولوژیکي امنیت، د سرچینې امنیت  او اټومي امنیت پکې مدغم وي، څو د اوسنيو پیچلو امنیتي ننګونو پر وړاندې فعال غبرګونونه وښيي.  د کوویډ-۱۹ له خپریدو وروسته د وبا پر ضد د چین د مبارزې بهیر د عامه ملي امنیت پر مفهوم ولاړ دی. د چين د مبارزې دغه بهیر په غیر دودیزو امنیتي برخو کې د بایو امنیت په اړه د رییس شي جین پینګ له ليد لوري سره سم پرمخ روان دی او د دې ترڅنګ په ​​مرکز کې د خلکو ځای‌پرځای کولو، د کړکیچ د پوهاوي په پیاوړتیا، د مبارزې روحیې پر مخ وړلو، د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بری او په چین او نړۍ کې د خلکو د خوندیتوب او روغتیا په خوندي کولو ټینګار کوي.

د عامه ملي امنیت په مفهوم کې «ګډ، جامع، همکارانه او دوامداره امنیت» له ګاونډیو هیوادونو سره د چین د تبادلې دایمي مقصد رانغښتل شوی دی. دلته به د عامه ملي امنیت مفهوم کې پر يادو څلورو ټکو لږه رڼا واچوم. ګډ: دلته له دغه ټکي موخه دا ده، چې امنیت باید نړیوال او مساوي وي او د هر هیواد امنیتي ګټو ته باید درناوی او تضمین ورکړل شي. جامع: دلته له جامع څخه مقصد دا دی، چې په دودیزو او غیر عنعنوي برخو کې د امنیت همغږي کول او ساتل اړین دي. همکارانه: له دغه ټکي هدف دا دی، چې د بېلابېلو هېوادونو او سیمو د امنیت لپاره باید خبرې اترې او سلامشورې وشي او ټول بايد امنیت ولري. دوامداره: دلته له دغه ټکي موخه دا ده، چې د تلپاتې امنیت لپاره باید د پرمختګ او خوندیتوب دواړه مفهومونه رامنځته شي.

یوه چیني اصطلاح وایي: پوه کسان د وخت او حالاتو له بدلونونو سره خپله ستراتیژي او تګلاره بدلوي. د عامه ملي امنیت مفهوم د نظامي اتحاد رامنځته کولو او د وسلو پیاوړتیا لپاره له زاړه امنیتي مفهوم سره  توپیر لري او یاد عامه امنیتي مفهوم په سیمه کې د  تلپاتې سولې او ګډې پراختیا لپاره له همکاریو او ورخلاصون څخه استفاده کوي، مقاومت او منسلک ته ځای نه ورکوي. د عامه ملي امنيت مفهوم د بېلابېلو هیوادونو په امنیتي وضعیت کې توپیرونه، د غیر دودیزو برخو پېچلي تضادونه او د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ انډول او برابري په پام کې نیسي او داسې میتودونه او مفهومونه پکې وړاندې شوي، چې د افغانستان په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو د ملي امنیت له ضمني او پیچلي وضعیت سره برابر دي، چې نه یوازې د اوسنیو خورا مهمو امنیتي ستونزو د حلولو لپاره اړين دي، بلکې د مختلفو پټو ګواښونو د له منځه وړلو لارې چارې هم پکې روښانه شوې دي. لنډه دا چې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو تودو مسئلو د حل لپاره چیني ځيرکتيا او نقشه پکې وړاندې شوې ده.

د چین د نړیوالو مطالعاتو انسټېتیوت څه موده مخکې “په نويو حالاتو کې د تروریزم پر وړاندې ګډه مبازره”  په نوم یو نړیوال سمینار تر سره کړ.  د چین د بهرنیو چارو وزارت معین لوو جاو هوي هم په دغه سمينار کې ګډون کړی و او وینا یې وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې وویل، چې غیر دوديز امنیتي ګواښونه بین المللي مقابلې ته اړتیا لري. نړيوال بايد يوازې د بېړنيو پېښو پر وړاندې مقابله ونه کړي، بلکې د غیر روایتي امنیتي مسئلو پر وړاندې باید پرله‌پسې، دوامداره او اوږدمهاله مقابله وکړي. ځيني هیوادونه د یو اړخيزتوب او ځورونې سیاست پر مخ وړي او د تروریزم پر ضد مبارزې ته سیاسي رنګ ورکوي او یوه وسیله يې ګرځولې، چې دا پر اړوندو نړیوالو همکاریو منفي اغیزه کوي او نړيوال باید دې ته پاملرنه وکړي. د تروریزم پر ضد نړیواله همکاري باید له نړیوالې اجماع څخه کلکه دفاع وکړي، د يونيفورم معيارونو ته بايد غاړه کيږدي او پر سيمو خور تروريزم بايد له منځه يوسي او پر وړاندې يې بايد اغېزمن اقدام وکړي.

کرونا وبا د تروریزم پر وړاندې د مبارزې نړیوال وضعيت لا پیچلی او جدي کړی، نو د سمينار ټولو برخه والو موافقه وکړه، چې نړیواله ټولنه باید ټينګ يووالی وساتي او څو اړخیزتوب تعقیب کړي او د تروریزم په ګډون غیر دودیزو امنیتي ننګونو ته په ګډه ځواب ووایي. موږ باید یو متحد سټنډرډ ته غاړه کیږدو، د “دوه ګونو معیارونو” پر وړاندې بايد روښانه مخالف دریځ ونیسو، د نړیوالې اجماع کلکه دفاع وکړو او د تروریزم پر وړاندې مبارزې ته د سیاسي رنګ ورکولو او وسیلې کارولو او ځان غوښتنې سره مخالفت وکړو. موږ باید هراړخیزو اقداماتو ته غاړه کیږدو، بیړنۍ او اصلي مسئلې بايد حل کړو، د تروریزم مخنیوی او تندلاري بايد لرې او پر هر ځای کې بايد د تروریزم جرړې وباسو. موږ باید پر ورخلاصون او زغم ټینګار وکړو او تروریزم بايد له کوم ځانګړي هېواد، ملت یا مذهب سره ونه تړو.

څلوېښت کاله کیږي، چې په افغانستان کې د جګړې اور بل دی او دغه هيواد يې سوځولی دی. تاریخ ته په کتو، چین د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ملي وقار ته همیشه درناوی کړی او افغانستان يې هیڅ نه دی ځورولی. چین او افغانستان د امنیت ګډ برخلیک لري او د افغانستان امنیت او ثبات د چین په ګټه دي. رییس شي جین پینګ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو شورا په شلمه غونډه کې پر سیمه ییز امنیت او ثبات د افغانستان د وضعیت اهمیت تکرار کړ او خپلو خبرو کې یې پر دې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره به د سولې او بیارغونې په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي. چین په تیرو څو کلونو کې د دوه اړخیزو چینلونو له لارې له تروریزم سره د مبارزې او امنیت په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ غښتلې کړې دي، د چین – افغانستان – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو اترو میکانېزم له لارې يې د تروریزم ضد مبارزه کې خپل هوډ بیا تایید کړی. چین د شانګهای همکارۍ سازمان او د تروریزم پر ضد د څلورو هیوادونو “چین -افغانستان-پاکستان او تاجکستان” د پوځونو د همغږۍ میکانېزم له لارې د افغانستان له اړوندو هلو ځلو څخه ملاتړ کوي. چین د افغانستان مسئلې په اړه بېلابېلو نړیوالو میکانېزمونو کې ګډون کړی او د افغانستان له ټولو پرېکړو څخه يې ټینګ ملاتړ کړی دی. چین د دې مخالفت کوي، چې بیروني ځواکونه د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او بهرني ځواکونه باید په منظمه او مسوولانه توګه له افغانستان څخه ووځي، څو په دغه هېواد کې دایمي سوله رامنځته شي.

پر دې سربېره، چین د افغانستان ملاتړ کوي، چې خپلې امنیتي مسئلې حل کړي او پرمختګ ومومي. چين د افغانستان د سولې او بیارغونې په بهیر کې له دغه هيواد سره د اقتصاد او سوداګرۍ، د زیربناوو جوړولو، انرژۍ او نورو برخو کې همکارۍ ته ډېر اهمیت ورکوي او د افغانستان د ځانګړو محصولاتو ( جلغوزي، زعفران، غالۍ…….) لپاره یې د ترانسپورټ دهلیزونه پرانیستلي او خپل کورنی بازار یې ورته خلاص کړی دی. چین د دې هڅونه کوي چې افغانستان د “یو کمربند او يوې لارې” په چوکاټ کې له سیمه ییزو هېوادونو سره پیوستون وکړي، خپل امتیازي رول ولوبوي او خپل انکشافي توان لوړ کړي، څو ډېر ژر پر خپل ځان بسیا شي. چین په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ له خپریدو راهیسې، د دې ناروغۍ پر وړاندې له دغه هيواد څخه کلک ملاتړ کړی او په شپږو جوپو کې يې شل ټنه مرستندویه مواد ورلیږلي دي. کله چې په کابل کې د خوړو بیې ډېرې لوړې شوې، چین د وریجو، اوړو او غوړیو په ګډون د کابل اوسیدونکو لپاره لومړني توکي واخیستل او پر بې وزلو وګړيو يې وويشل. چین په دې وروستیو کې د افغانستان شمالي ولایتونو ته ژمني توکي برابر کړل او دغه هيواد ته يې مرستندویه خوراکي توکي وليږل، په دې هيله چې اړمنو افغانانو تود ژمی تېر کړی وي.

چین له افغانستان سره یو ځای د داسې ګډ پرمختګ هوډ لري، چې بیا بدل نشي. چين به په راتلونکي کې په خپل امتیاز او نړیوال حیثیت سره د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهیر منظم پرمختګ وهڅوي، له افغانستان سره به د “يو کمربند او يوې لارې” د جوړولو په هکله د چین او افغانستان د ګډ تفاهم یاداښت پلی کړي او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د امنیت ظرفیت جوړونې لپاره به تر وسې مرستې برابرې کړي. چین هیله لري چې له افغانستان سره یو ځای نیکمرغه او ښکلي راتلونکي ته ښه راغلاست ووايي.

Share9Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې

مارچ 15, 2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده

مارچ 15, 2026

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۱۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

مارچ 15, 2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In