ډېری خلک په دې فکر کې وي، چې ایا تر اوسه یې ښه ژوند کړی دی، یا یې په خپل ژوند کې بدلون راوستی او هغسې هسکه او ټیټه ته لري څنګه یې چې زړه غواړي؟ موږ په دې مقاله کې د همدې پوښتنې د ځوابونو د موندلو هڅه کړې ده.
د ارواپوهنې استاد او د (څه ډول باید ژوند وکړو؟) کتاب لیکوال مارټي نمکو همدې پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي، د دې پوښتنو او ځوابونو په لوستو سره به مو دغه اندېښنې تر یوه ځایه راکمې شي.
د ښه ژوند په اړه پوښتنې او ځوابونه
۱– د بې ارزښتۍ احساس
پوښتنه: ډاکټر نمکو د ځمکې پر سر چې ۸ میلیارده انسانان ژوند کوي، میلیاردونو انسانانو چې تر ما یې مخکې ژوند کړی، یا به په راتلونکې کې ژوند وکړي، داسې فکر کوم چې په ټولنه کې تر نورو خلکو بې ارزښته یم، غواړم له خلکو سره ښه او نیک چلند ولرم، په خپل کار ځای کې بریالی و اوسم، خو بیا هم خپل ځان راته بې ارزښته ښکاري؛ همدا د دې لامل شوی چې تر ډېره ځان غوښتونکی شم؛ ستاسو له نظره کومې لارې چارې دې چې په عملي کېدو سره یې د خوښۍ احساس وکړم او یو بریالی کس و اوسم؟
ځواب: ډېر کم خلک په دې بریالي کیږي چې په دې توره سیاره کې سم او بهتره و اوسي، خو دا ټکي باید درک کړې چې د ډېرې مینې او مهربانۍ په دوام سره به د یو کس ژوند ښه او بهتره کړې، ایا په ژوند کې دې د یو ارزښتناکه شخص په توګه احساس کړی؟ هر کله دې چې په یوه مثبته موضوع کار کاوه، نو د یو ښه کار په تر سره کولو بریالی کیږې. دا فرق نه کوي چې دغه مثبت کار څه شی دی، که هغه حتی د سړک په سر چا له کثافاتو یوه ډکه کڅوړه اچولې وي او ته یې یوه خوندي ځای ته یوسې هم، اغېز به یې پر تا ډېر ښه وي.
۲– تل خپه اوسېدل
پوښتنه: ډاکټر نمکي زه په یوه شرکت کې اجرایوي مدیر یم، ښه دنده لرم، په اونۍ کې ۶۰ ساعته کار کوم، یوه متوسطه کورنۍ لرم، د بېلګې په ډول ښه کور، ماشومان په یوه ښه خصوصي ښوونځي کې او یو کوچنی موټر؛ خو بیا هم خوښ نه یم؛ ولې؟
ځواب: ډاډ من یم چې یوازې پيسې نه دي چې خلکو ته خوښي ور په برخه کړي. لږ فکر وکړه.
ایا په ژوند کې د لاندې لارو چارو تر سره کول ډېر لوی مفهوم نه درکوي؟
بل ته د یوه کار د تر سره کولو لارښوونه؛
له خپلې مېرمنې یا ښو ملګرو سره وخت تېرول؛
یا هم د خپل ځان لپاره د ډېر وخت ځانګړي کول؛
زیاتره خلک د نورو لپاره ډېر وخت لري، خو د خپل ځان لپاره یې کم وخت ځانګړی کړی وي. که د خپل ځان لپاره وخت ځانګړی کړې، کیدای شي ښه احساس ولرې.
۳– ډېر کار کول
پوښتنه: ټول راته وايي چې زیات کار کوې، په حقیقت کې رښتیا هم ډېر کار کوم، خو له کار کولو خوند اخلم، کله چې کار کوم تر هغه وخته چې په تفریح یا هم لوبو تیروم، زیات د ګټې احساس کوم، ایا دا کار تیروتنه ده؟
ځواب: که چیرې دې له کار خوند اخلې، د نورو په خبرو پسې سر مه خوږوه، زیاتره خلک چې له خپل کاره ناراضه دي، فکر کوي چې تاسې به هم همداسې وی او له تاسو غواړي چې کم کار وکړی، یا ځینې خلک ممکن له تاسو سره ډېر وخت تیرول وغواړي، کله چې دوی وګوري چې تاسو سخت کار کولو ته ترجیح ورکوی، دا وخت غوره لاره دا ده چې د کار او ژوند تر منځ انډول ولرې. یانې دا په دې مانا چې هم کار وکړې او هم خپلې کورنۍ او ملګرو ته وخت ورکړې. که داسې ونه شي، یوازې کار کول ژوند سختوي.
۴– زړښت
پوښتنه: زما عمر ډېر زیات دی او نور زوړ شوی یم، ژوند مې ډېر تکراري شوی او تل له ځان سره همدا فکر کوم چې یو کار مې باید تر سره کړی وی. مخکې مې داسې فکر کاوه چې دا به غوره وي چې د بیولوژي مطالعې ته دوام ورکړم او تولیدي څېړونکی شم، مګر د دې پر ځای ما د خیراتونو لپاره پیسې راټولول پیل کړل؛ خو په دې خبره باور لرم، البته، زه پر دې مسلک باور لرم. زه اوس ۷۲ کلن یم او کله چې زه د تیر په اړه فکر کوم، چې ما څومره د نورو په مرسته کې برخه اخیستې وه، بیخي حیران شم؛ خو له دې ټولو سره سره مې اوس د ژوند هغه پخوانۍ مزه نشته. ولې؟
ځواب: د تیرو وختونو تکرار کله کله د دې لامل کیږي، چې خپل ځان ملامت وګڼې او د خپل ځان په اړه بد احساس ولرې، خو د تیر په اړه لا هم ښه فکر وکړه او وګوره چې له تیر وخت سره د څومره توپير کړی دی.
دوې وروستۍ پایلې
د ډاکټر نمکوو له ځوابونو کولی شو دوو پایلو ته ورسیږو:
لومړۍ: په ژوند کې ډېر کله حتی له کوچنیو کارونو هم خوند واخلئ، ځکه ستاسو لپاره ارزښت لري.
د نړۍ میلیاردونو انساسانانو ته فکر وکړئ، دوی ډېره کله د ډېرو کوچنیو کارونو په تر سره کولو او له یوه بل سره د کومک په خاطر د ځمکې پر سر ژوند کوي او د خپل ځان لپاره خوشحالي برابروي.
دویمه: څه مو چې په ژوند کې تیر شول په اړه یې فکر مه کوئ، د راتلونکې په اړه مثبت فکر له ځان سره ولرئ او د ښو کارونو د تر سره کولو لپاره ګامونه اوچت کړئ.
د ډاکټر نمکو په وینا، د مشورې ورکول خورا اسانه دي؛ خو په خپله بیا هماغسې ژوند کول بیا ډېر سخت وي. تاسې کوښښ وکړئ چې په هغه ډله کسانو کې راشئ، چې مشوره عملي کوي، نه یوازې دا چې په یوه غوږ یې اوري او په بل یې وباسي.