د مصر د تحریر میدان په همداسې یوه ورځ له هغو خلکو ډک و، چې د نیمې پیړۍ ډیکتاتور یې په یوه سولهییز ګام کې له واکه لرې کړل.
د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۱مه، ډیکتاتور حسني مبارک له واکه استعفاه ورکړه، نظامیانو د یوې ویناپاڼې له لارې د یوې ولسواکې ټولنې د رامنځته کولو په موخه ژمنتیا وکړه.
هغه چې بیا ټاکنې وشوې، مصري ملت د اخوان المسلمین ګوند نوماند ډاکتر محمدمرسي د پوځ نوماند پر خلاف د بریا رایه وکاروله.
لوېدیځه نړۍ چې کله په مصر کې د سیاسي اسلامپالو دا عظیمه بریا او د ډاکتر محمدمرسي تاریخي ګامونه د مصر او اسلامي نړۍ د بیا یووالي او الګو کېدلو په لار کې ولیدې، نو اسلامي ویښتابه ته یې د عربي (پسرلي) اصطلاح وکاروله، د پردې تر شا یې مستبدو او د دوی ابن غلامو نظامیانو ته چې د خپلو ولسونو په ټکولو، څملولو او ماتولو کې د بلواکۍ او وحشت تیاره مخینه لرله، ملاتړ وکړ او د اخوان المسلمین په مشرتابه لومړی سیاسي اسلامي حکومت یې په وروستي ظلم، جنایت او ربړونو سره نسکور کړ.
له کودتاه وروسته د اخوان المسلمین د ولسي حکومت د اغېزې او ځواک د ختمولو په لار کې امریکا، اسراییلو او د ال سعود د وهابي- تکفیري مورثي حکومتونو په ملاتړ السیسي مصري ملت ډېر وټکاوه، سختې ربړې یې ورکړې او د دغه جریان د بنسټیز ماتولو په لار کې یې له هېڅ ډول وحشت او درندګۍ څخه دریغ ونه کړ.
د یادونې وړ ده چې اروپایي ټولنې یوازې د غربي ارزښتونو د تمثیل په پاره هسې درواغجن او نمایشي دریځونه نیول او تر پایه یې داسي ګام اوچت نه کړ چې کودتاه دې نظامیان وډاروي.
د شهید ډاکتر محمدمرسي په مشرتابه د اخوان المسلمین د لومړي سیاسي اسلامي حکومت له نړولو او ټکولو څخه د غرب موخه دا وه، چې اسلامي خوځښتونه، مسلمان متفکرین او په ټوله کې اسلامي امت ته پیغام ورکړي چې که تاسو زموږ له مخامخ پرستښ څخه د ډیموکراسۍ په پوښ کې لاس واخلی، ولو چې ټول شکلیات مو غربي هم وي، موږ ته د منلو نه دي او کولای شو په ډېره اسانه مو د مرګ، تباهۍ او دربدرۍ تر دم ځایه ورسوو.
بل لور ته زموږ په ګران هېواد کې د سیاسي اسلام په ارونو د ایډیال اسلامي حکومت د رامنځته کولو دوه ځله هڅې چې یوځل د مجاهدینو د اسلامي حکومت تر چتر لاندې وشوې او بل ځل د طالبانو د اسلامي امارت په دریځ کې پیل شوې، له همدغسې ګواښوونکي برخلیک سره مخ شوې.
له دې داسې ښکاري چې د اسلام او لوېدیځ تر منځ د تمدني ټکر جګړه په شدت روانه ده، هغه چې غرب غواړي د داعش په څېر د وحشتکارو او تکفیري ډلو په رامنځته کولو او د سعودیانو په څېر د مذهبي متعصبینو د ملاتړ او همکارۍ په ائتلاف کې د سیاسي اسلام رښتیني او ملتپاله موډلونه چې اخوان المسلمین، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند یا د اندونیزیا اسلامپالو رهبرانو لکه مهاتیر محمد چې وړاندې کړې پیکه، بې سیکه او د سیاسي، ټولنیزو او نظامي فشارونو په ترڅ کې یې یو مخ ماتې خوړلې ده.
دا ځکه چې لوېدیځ د چومسکي، ډیک چینې، هنري کسینجر او سامویل هانټینګټون په څیر د ځیرکو تیوري پالانو او د خپلو استخباراتي- تحلیلي مطالعاتو او شننو په پایله کې دې باور ته رسیدلي، چې د چین او روسیې ګواښ د تمدنونو او نړيوالې مشرتابه په دریځ کې دومره ورته چلېنج پاروونکي او ګواښوونکی نه دی، لکه له یوه بشپړ امت سره ټکر.
دوی پوهیږي چې که د مسلمانو ملتونو او پرګنو په منځ کې د یووالي، ځواک رامنځته کول او بیا د دې ټولو پوټنشیلونو ګنډونکي څرکونه چې هوښیار او د معاصرې نړۍ په نبض او رواج پوهېدونکي سیاسي اسلامپاله خوځښتونه دې په خپل متن او بطن کې ایل، بېل او مات نه کړي، نو نشي کولای چې د سترو لښکرو، غټو عسکري مارشونو او حتی بشر ټولوژونکو وسلو دې هم دا ستر امت کنټرول کړای شي.
په همدې پار دوی د ال سعود وهابیان او د سعودي په محور خلیجي افراطي- مستبد نظامونه ساتي او د هغوی له لارې له ایران سره د سني او شیعه جګړې ته لمن وهي او په نوره اسلامي نړۍ کې د څلورو اهل سنتو مذهبونو تر منځ بې ارزښتو فتنو ته منظم او هدف محوره کار کوي.
همدارنګه دوی د داعش، بوکوحرام او دېته ورته توندلارې- تکفیري ډلې رامنځته کوي چې د سیاسي اسلام رنګ پیکه او مسلمانې ټولنې له دننه څخه ماتې، ټوټه ټوټه او په پای کې وپاشي.
بل لور ته له فاسدو سیکولرانو، ملحدو او مستبدو واکمنو او دولتونو د ډیموکراسۍ او حکومتونو په عنوان ملاتړ کوي، څو په یو وخت مسلمانه ټولنه د خپل ټولنیز امنیت او ځانساتنې په دریځ کې تر خپل منځ ښکېله، په شخړو کې راګیر او په لویه کې د ثبات او امن ټول څرکونه پکې چې د اسلامي ژوندانه او د یوه ایډیاله سیاسي اسلامي نظام لارې ته رسېدل دي، په بنسټیزه توګه مات کړي.
د دې ډوله ټولنو ښې بېلګې سوریه، عراق، لبنان، افغانستان او د افریقا ځینې مسلمان ملتونه او هېوادونه دي.
په پای کې دا چې اسلامي نړۍ په وروستۍ ناهیلۍ سره د مصنوعي او ډراماتیکو ټکرونو او توپانونو په یوه سخت امتحاني ګرداب کې راګیر ده، د مصر، عراق او سوریې له حالاتو د زدهکړې او عبرت تر ټولو ښه لاره په افغان وطن کې د اسلامپاله او ملتپاله تعریف په سیوري کې سولې ته کار، د بهرنیو ځواکونو له شړلو ملاتړ، ملي او مذهبي زغم ته کار، د ټولنیزو لږکیو د معقولو او ممکنو حقونو د ساتلو باور ورکول او په ټوله کې د سولې، امن او افغانستان ژغورنې له رامنځته شوي تاریخي فرصت او چانس څخه هوښیارانه ګټه پورته کول دي.
افغانستان د اسلامي امت او نړۍ یوه اغېزمنه شوې برخه ده، د افغان وطن د ښې ورځې سیالي سبا او امن لپاره نن کار کول د اسلامي امت د ګډ ارمان، ایډیال دریځ او تاریخي عزتمندۍ ته د ژمنتیا او پاللو تر ټولو ښه بېلګه ده.