بریالي کسان د خپلو مهمو کارونو د تر سره کولو لپاره د نظم او ترتیب په رعایت کولو سره سخت پابند دي او هغوی ځان تنظموونکي کسان دي. هغوی نه یوازې د دې کار لپاره چې دوی یې تمه لري، بلکې د هغه کار لپاره چې ښه ده تر سره یې کړي هم ځان تشویقوي. همدا تګلاره ده چې هغوی یې له متوسط، ښه او له ښه، ډېر ښه ته رسولي دي. همدا دلیل دی چې د دې دنیا مزد هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې هغوی کوښښ کوي هغه کارونه تر سره کړي چې نور یې د تر سره کولو لپاره هېڅ لېوالتیا نه ښيي.
«زما په نظر، نظم او ترتیب یانې د هغو کارونو تر سره کولو ته ژمن پاتې کېدل، چې موږ یې باید تر سره کړو.»
مارک تېرل وايي: «کلونه کېږي چې پوه شوی یم، ځان تنظموونه یو نامرئي جادو دی. تاسې نه شی کولای چې هغه ووینی، لمس یې کړی او یا یې هم بوی حس کړی؛ خو د هغه اغېز بیا بیخي زیات دی. ځان تنظیمونه کولای شي چاغوالی پر ډنګروالي، خموالی پر راسته والي، بې خبري پر تخصص، فقر پر شتمنۍ او بدبختي پر خوشالۍ بدله کړي.»
ټول د نورو بریاوې ویني، خو دې ته بیا ۹۰ په سلو کې توجه نه کوي چې هغه څه نه ویني، چې د دې بریا لامل شوي او په اصل کې هماغه څه ۹۰ سلنه د دې بریا لامل شوي دي. په همدې دلیل کله چې خلک ورزشي اتلان او هنرمندان ګوري، له ځان سره فکر کوي چې ای کاش ما هم دا اتلولي خپله کړې وی. په داسې حال کې چې د دې پر ځای ښه ده چې ووايي: ای کاش زه هم د هغوی په شان بانظمه او ډيسپلینه وای.
څنګه مو د منظم اوسېدو وړتیا پياوړې کړو؟
تېرل وايي: «ډېری خلک ژوند لکه د یوې کوټې په څېر داسې ویني، زه هم داسې تصور کوم چې هغوی په حقه دي. خلک ځایپرځای کېني او دې ته په تمه وي چې نور یې نومونه واخلي؛ خو داسې نه ده او نه به هېڅ وخت داسې وشي چې بریا د په موږ پسې تاو شي او موږ نه شو کولای چې په اتفاقي ډول یو لوی څه لاس ته راوړو. دا په یاد لرئ چې د هر ارزښتمن څیز په لاس راوړل ډېر زحمت غواړي.»
د خپلو غوښتنو تر لاسه کول پرلهپسې هڅو، وخت، انرژۍ او کلکې ژمنې ته اړتیا لري. ځان تنظیمونه دا هرڅه ممکن کوي او تاسې تر بریا رسوي او تر ټولو ښه خبره دا ده چې ځان تنظیمونه هغه څه دي چې تاسې کولای شی هغه لا پياوړې کړی او دا هم مهمه نه ده چې تاسې د ذاتاً له دې وړتیا سره دنیا ته راغلي وی.
دا چې تاسې له دې سره مینه لری، څو مو د خپل نظم او ترتیب قدرت د پياوړتیا شاهدان و اوسی، ښه ده چې لاندې سپارښتنې په ښه ډول عملي کړئ:
۱ـ په دې پوه شئ چې کوم څیزونه مهم دي
زه په دبیرستان کې یو ښه زده کوونکی نه وم، یوازې دا مې غوښتل چې د خپلوانو کره لاړ شم او له هغوی سره باسکیټبال وکړم. زما په څېر نورو ټنبلو زده کوونکو ځینو نورو ته دا فرصت په لاس ورکړی چې هغوی په ټولګي په ښو نمرو مخکې راشي. په هر صورت، کله چې بیا ښوونځي ته لاړم، هرڅه بدلون وکړ. لومړی پر یوه منظم زده کوونکي بدل شوم، چې په دې سره مې د ښوونځي د مدیر توجه راجلب کړه. څه رامنځ ته شول؟ له هغې لحظې چې ښوونځي ته داخل شوم، پوه شوم چې د هغه څه تر سره کولو لپاره چې زه یې په ژوند کې تر سره کول غواړم، باید ځان چمتو کړم. ما یو هدف درلود او پوهېدم چې د څه څه لاسته راوړل ما ته اهمیت لري. نور مې بې هدفه پوښتنې نه کولې، په ټولګي کې مې د منظم فعالیت او مطالعې کولو عادت په ځان کې پياوړی کړ، له لایقو زده کوونکو سره مې اړیکې پيدا کړې او پر خپل راتلونکي مې تمرکز زیات کړ. هرڅه بدلون وکړ او د ځان په منظموالي مې شروع وکړه.
په دې اخرو کې مې د براین ټریسي مقاله لوسته، هغه لیکلي وو: «په سلو کې ۹۷ سلنه امریکایان هڅه کوي چې له روښانه هدفونو پرته، ځانګړی او ایډیال ژوند وکړي. هغه دغه غوښتنه یو نالیدلي هېواد ته د لارې له نقشې پرته له سفر کولو سره تشبیه کوي. دا یوه جالبه مقایسه ده. که غواړو چې هغه هېواد ته لاړ شو، باید لومړی هغه وپېژنو او بیا د لارې نقشې له مخې خپل سفر پيل کړو.»
۲ـ نور بهانې لټول پرېږدئ
که نظم او ترتیب هسې وپېژنو چې موږ به په ژوند کې مطلوب ځای ته ورسوي، نور به بهانې لټول پرېږدو او باوري به شو چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره څومره ډېرې لارې چارې شته. دلته درته د ځینو هغو بهانو بېلګې راوړو، چې ممکن څو څو ځلې تاسې هم کړې وي:
- له نوي کال وروسته یې پیلوم؛
- نه غواړم چې په یوازې ځان دا کار تر سره کړم؛
- د ژوند ملګری به مې ملتیا ونه کړي؛
- کله مې چې ښوونځی خلاص شي، دا کار کوم؛
- کله چې د ماشومانو ښوونځی شروع شي، دا کار بیا کوم؛
- کله مې چې ډېره انرژي لرله بیا دا کار کوم؛
- کله چې هوا ښه شوه بیا یې شروع کوم؛
- کله چې یوڅه وزګار شوم بیا به ګورم؛
- سبا دا کار کوم؛
- کله چې سپين ږیری شوم بیا دا کار کوم؛
- وزن مې ډېر زیات دی، کله مې چې وزن کم شو بیا دا کار کوم؛
- زما عمر تېر دی؛
- زه ډېر بې تجربې یم؛
- ډېر ستړی یم؛
- نه پوهېږم څنګه یې پيل کړم.
ما دا ټولې بهانې کړې دي، خو په یوه یې هم افتخار نه کوم. که تاسې هم دا او یا دې ته ورته بهانې کوی، هیله ده نور یې پرېږدئ.
۳– د خپلې خوښې وړ کار وروسته سرته رسولو ته په تمه مه پاتې کېږئ
که په ګوګل کې د بریا رازونه وپلټی، په یوه ثاینه کې به تقریباً ۶۷ میلیونه لارې چارې ستاسې مخ ته راشي. بېلابېلو کسانو د تلپاتې بریا په اړه لیکل کړي دي. لنډه دا چې ویلی شم د بریا پر رازونو پوهېدل کوم ستونزمن کار نه دی، خو ستونزمن کار بیا پر هغه عمل کول دي.
د بریا په تر لاسه کولو کې زموږ فرهنګ چندانې مرسته نه شي کولای، هغه مشهوره خبره چې څو څو وارې مې اورېدلې ده، دا ده چې وايي، پر هغه څه عمل وکړئ چې ستاسې احساس یې د تر سره کولو امر درته کوي؛ خو که دې مینې لرلو احساس ونه کړو، بیا څه؟ ایا الهام ته باید منتظر و اوسو؟ هر باتجربه لیکوال کې تاسې وپوښتی درته وايي، کله چې له یوڅه سره مینه لری او یا د هغه په اړه کوم احساس نه لری، هماغه وخت یې په اړه لیکل وکړئ.
هرڅوک په یوه یا څو برخو کې کمزوری وي او بیا په هماغه برخو کې نظم او ترتیب رعایتول ورته یوڅه ستونزمن وي. زما په اړه، ښه غذايي رژیم او ورزش کول هغه موارد وو چې زه یې په رعایت کې کمزوری وم. نو څنګه کولای شم مخکې له دې چې له یوڅه سره مینه ولرم، د هغه لپاره لاس پکار شم؟
- د عمل نه کولو پایلو په اړه باید فکر وکړم
- د کار په ښه ډول تر سره کولو لپاره یوازې په نن ورځ تمرکز وکړم
- په کمزورو نقطو د کار کولو مسوولیت ومنم او له نورو سره مرسته وکړم.
ما هېڅوک داسې نه دي لیدلي چې دوی دې فردي نظم ولري او بیا یې دې هم حواس ډېر وخت تیت او پرک وي. بریالي انسانان خپل وخت کټهګوري کوي. هغوی پوهېږي چې څنګه خپل وخت مدیریت کړي او دې پایلې ته رسېدلي چې د ژوند هره دقیقه یې څومره ارزښت لري.