یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د پېړۍ تر ټولو لوی دروغ او تر شا يې پټه توطيه

ليکنه: سپوږمۍ؛ ژباړه: ليلا؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبریالانې

فبروري 20, 2021
in لیکنې
0 0

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير مارک ګارنيو د دغه هيواد د محافظه کاره ګوند په خاصه اشاره، څه موده وړاندې وويل چې د کاناډا حکومت په شينجيانګ کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه جدي اندېښنه لري او تمه يې ښودلې، چې شينجيانګ ته د يادې موضوع د څېړلو په موخه يو پلاوی وليږي.

ورپسې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماريس پېن پر چین غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ څارونکو ته ژر اجازه ورکړي، چې له شينجيانگ څخه لیدنه وکړي.

د امريکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن هم د ټرمپ د حکومت له هغې پریکړې سره همغږي وښوده، چې له مخې يې د چین حکومت په شينجيانگ کې نژادي تصفيه تر سره کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اینگ د فبرورۍ په نولسمه په مطبوعاتي کنفرانس کې په دې اړه وویل، چې چين د شينجيانگ د رښتیني وضعیت په اړه هر اړخيز تفصيلي مالومات ورکړي، خو هغه څوک چې قصداً دروغ جوړوي، هغوی غوږ نيولو او منلو ته چمتو نه دي.

د کاناډا، امريکا او اسټراليا په ګډون، د لوېديځو هيوادونو ځينې سياستوال، رسنۍ او کارپوهان د چين پر ضد ناوړه کړنې تر سره کوي، بې ځايه تورونه پرې لګوي او دروغ پرې ورتپي. چينايان په شينجيانگ کې د چین حکومت له لوري تش په نوم نژادي تصفيه او جبري کارونه د دې پیړۍ تر ټولو لوی دروغ او مسخرې بولي.

د لوېديځو هيوادونو د چارواکو نيت ډېر شوم او خطرناک دی، ځکه  دوی شينجيانگ ته بېخي نه دي تللي، خو د خپلو شخصي او سياسي ګټو لپاره پر چين  تورونه لګوي.

د چين د اړوند ادارې مالومات ښيي، چې له ۲۰۱۰  کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په شينجيانګ کې د اويغوريانو نفوس له ۱۰ ميليونو ۱۸۱ زرو او ۵۰۰ څخه ۱۲ ميليونو ۷۱۸ زرو او ۴۰۰ ته لوړ شوی دی.

په شينجيانګ کې د اويغوريانو له دغه نفوس څخه مالوميږي، چې په ياده موده کې د دغه قوم نفوس ۲ ميليونه ۵۴۶ زره او ۹۰۰ زيات شوی او د زياتوالي انډول يې ۲۵ اعشاريه څلور  سلنې ته رسيږي.

په شينجيانګ کې د اويغوريانو د نفوس د زیاتوالي انډول له ۱۳ اعشاريه ۹۹ سلنې څخه لوړ دی او نه یوازې د ټول شينجيانگ د نفوس له ۱۳ اعشاريه ۹۹ سلنې څخه لوړ دی، بلکې د ټولو لږکيو د نفوس د ۲۲ اعشاریه ۱۴ سلنې څخه هم لوړ دی او د هان قوم نفوس له ۲ سلنې څخه د پام وړ لوړ دی. ایا چا تر اوسه داسې نژادي تصفيه لیدلې؟

د جنوبي شينجيانگ په ځینو سیمو کې د بېوزلو کسانو شمېر ډېر دی، د ښاري کېدو پرمختګ پکې شاته پاتې دی او کاري فرصتونه هم پکې محدود دي، ځکه د چين حکومت ته دا يو ستونزمن کار دی، چې د فقر کمولو او کارموندنې په برخه کې د ځایي خلکو ټولې غوښتنې پوره کړي.

د شينجيانگ د بېلابېلو کچو حکومتونه د ټولو قومي وګړو کارونو، غوښتنو او اړتیاوو ته پوره درناوی کوي او د ټولو قومونو خلکو ته يې د کارموندنې په برخه کې فعال اقدامات تر سره کړي او کاري زمینې يې ورته برابرې کړې دي. د شينجيانګ سيمه ييز حکومت د خپلو خلکو د خوشحاله ژوند په موخه هر وخت هڅه کړې، چې دوی له غربت څخه خلاص کړي. په شينجيانگ کې د ټولو قومونو د وګړو د کار او کارموندنې حق په بشپړ ډول خوندي دی او د ملي لږکيو ګومارنه داوطلبانه، خپلواکه او ازاده ده او هلته هيڅ جبري کارونه نشته.

په حقيقت کې په کاناډا، امريکا، اسټراليا او نورو لوېديځو هيوادونو کې”نژادي تصفیه” تر سره شوې، چې دا یو تاريخي حقيقت دی او هیڅوک ترې انکار نشي کولی.

د کاناډا حکومت د تېرې پيړۍ په اوومه لسیزه کې د دې هيواد د اصلي اوسېدونکو د ۱۵۰ زرو کورنيو هغه ماشومان، چې په ښوونځي کې د شاملېدو جوګه وو، په زور له خپلو کورونو واخیستل او بېلو ښوونځيو ته يې وليږدول او هلته يې پر يادو ماشومانو انګليسي ژبه زده کړه او عيسویت ته يې واړول او د کاناډا پر اصلي اوسيدونکو يې کلتوري یرغلونه وکړل.

د کاناډا حکومت د دې هيواد پر اصلي خلکو ډېر ظلمونه وکړل او د دوی پر وړاندې يې لوی جرمونه تر سره کړي دي. دغه خلک یې له خپلې ځمکې بې برخې کړل، د دوی کلتور او ژبه يې ورک کړل، نو ځکه د کاناډا اصلي اوسيدونکي پر ژور خپګان او نشه‌يي توکو روږدي دي او ان ځيني يې ځان‌وژنې کوي.

د کاناډا په زندانونو کې د دغه هيواد اصلي اوسيدونکي د ټولو بندیانو ۶۰ سلنه نيسي. د کاناډا د اصلي اوسيدونکو د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو یا ورکیدو احتمال د دغه هيواد د نورو توکومونو په پرتله ۱۲ برابره زيات دی او د سپین پوستو مېرمنو بيا ۱۶ چنده دی.

د امریکا له جوړېدو کابو تر سلو کلونو وروسته د دغه هېواد بېلابېلو حکومتونو د “لوېديځ خوځښت” په نوم هنديان ووژل او له دې سيمې يې وشړل. امريکا په دې وروستیو کلونو کې د تروریزم پر ضد د تش په نوم مبارزې او بشري حقونو په پلمه په عراق، سوریې، لیبیا او افغانستان کې جگړې وکړې او لسګونو زرو خلکو ته يې مرګ‌ژوبله واړوله.

هغه افغانانان چې په جګړه کې شکنجه شوي، په دې هر څه ښه پوهيږي.

امریکا د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې بیولوژیکي جنګ یې پیل کړی دی. د اسټرالیا پخوانيو حکومتونو د دې هيواد د اصلي خلکو د وژنې او ورکېدو په موخه د ”سپینې اسټرالیا پالیسي“ تر سره کړه او د دې هيواد د اصلي اوسيدونکو له کورنيو يې سل زره ماشومان په زور جلا کړل، چې له امله یې دغه کورنۍ سره وپاشل شوې او خپل شناخت يې له لاسه ورکړ.
ځینې لوېدیځوال د چین داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او هر وخت خپلو خبرو کې د چين په حق کې اشارې او لفظي بريدونه کوي.

په هر هيواد او هر ځای کې د هر وګړي ژوند بايد خوندي وساتل شي، روغتيا ته يې پاملرنه او له وقار او ارزښتونو يې دفاع وشي. همدغه بشري او د انسان د ژوند اصلي حقونه دي، چې هيڅوک ترې انکار نشي کولی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اینگ زياته کړه، چې په امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې ځينې سياستوال اساسي حقایق له پامه غورځوي، له اخلاقي پولو اېخوا ګام اخلي او د چین د شینجیانگ په اړه دوامداره دروغ خپروي.

په حقیقت کې دوی غواړي چې د بشري حقونو د تش په نوم مسئلو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، د چین امنیت او ثبات ته زیان ورسوي او د چین د پرمختګ مخه ونيسي.

دا د پیړۍ تر  ټولو لوی دروغ  او تر شا يې لوی سازش دی!

 

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In