یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په افغانستان کې د نظامونو بدلون او اقتصادي ځوړتیا

لیکنه: یارمحمد تره‌کی

فبروري 22, 2021
in لیکنې
0 0

د افغانستان د تیرو پنځوسو کلونو حالات او حوادث د ډېرو صاحب نظرو او منتقدینو لخوا په جذباتو او د ذهني شرایطو په سپړلو سره ارزول کېږي. دا سمه خبره ده چې رژیمونه د خپل اقتدار معراج ته رسېږي او بیا بېرته را پرېوځي. په هغو ټولنو کې چې نظامونه یې په اقتصادي او سیاسي لحاظ مظبوط وي، هلته رژیمونه ژر نه بدلېږي. د رژیمونو بدلېدو عمده لاملونه ډېر دي؛ د بېلګې په ډول، د اقتصادي انډول خرابېدل، د طبقاتي اړیکو تشدید، د قدرت د ستنو په منځ کې د انډول خرابېدل، د نظام ناسم مدیریت او د بهرنیو او کورنیو ګټو تر منځ توپیرونه او تضادونه. ځینې تضادونه که په مجموعي ډول لاسونه سره ورکړي، نو د یوه انقلابي بدلون شرایط را برابروي چې د بل مبحث موضوع ده.

موږ په دې لیکنه کې غواړو چې د افغانستان اقتصادي ودې اندکس (Gross Domestic Product) او په افغانستان کې د دغه انډکس او د نظامونو د بدلون پر اړیکو خبرې وکړو.

دغه لیکنه د افغانستان اقتصادي وده او یا رکود او یا د یادو شاخصونو تر سیوري لاندې د نظامونو بدلېدل تر لنډ غور لاندې نیسي.

لومړی: د ظاهرشاه د واکمنۍ د وروستیو کلونو اقتصادي ناکامي

په معاصر تاریخ کې د هېواد لومړی اقتصادي رکود یا منفي وده په ۱۹۷۲(۱۳۵۱) کال کې پېښه شوې ده؛ دغه رکود د ظاهرشاه واکمنۍ په وروستي کال کې منځ ته راغله. اقتصادي وده منفي ۱۶.۴ سلنې ته راټیټه شوه؛ یانې د ۱۳۵۰ کال په پرتله اقتصاد ۱۶ سلنه نور هم ویجاړ شو. د دې ډېر علتونه وو چې کولای شو د وچکالۍ، ضعیفو تولیدي قواوو پرمختګ، د اقتصاد په پرمختګ کې د دولت ټنبله ونډه او د چارواکو بې تفاوتي او غفلت یاد کړو. په حقیقت کې د سردار محمد داوود لخوا د نظام بدلېدل او د شاهي نظام ختمولو له عیني شرایطو څخه یو یې همدا اقتصادي منفي ۱۶ سلنه وده وه.

دويم: د سردار محمد داوود د جمهوري نظام اقتصادي نیمګړتیاوې

په ۱۳۵۲ کال کې شاهي رژیم ړنګ او پر ځای یې جمهوري نظام را منځ ته شو. له ۱۳۵۲ کال وروسته بیا تر ۱۳۵۵ کال پورې د ظاهرشاه د وروستي کال اقتصادي سقوط تر یوې اندازې جبران شو، خو بیا یې هم نښې نښانې موجودې وې.

د سردار داوود په دوره کې د پنځه کلن پلان پڅ عملي کول، له مولده قواوو څخه ګټه نه اخیستنه، د ۱۳۵۱ کال د اقتصادي سقوط تاثیراتو شتون او په نظام کې د ناخوالو لړۍ بیا اقتصادي وده منفي ته ور وغورځوله. په ۱۳۵۶ کال کې د هېواد اقتصادي وده منفي پنځه سلنه وه؛ یانې کلني عواید ۵ سلنه لږ شول او د خلکو د ژوند وضعیت نور هم خراب شوی و. له هېواد څخه څه د پاسه یو میلیون د کار قوه یا د هېواد د کار قوې د نفوسو ۱۶ سلنې بهر ته د کار او روزګار لپاره هجرت کړی و؛ دا په دې مانا ده چې په هېواد کې دننه د مولده قواوو د کارموندنې شرایط نه وو برابر شوي. پر دې سربېره، دولت پرېکړه کړې وه چې د مولده قواوو (د مسلکي کارګرانو) شمېر ډېر کړي او د دې لپاره یې د اتم صنف کانکور رامنځته کړ. د دغه کانکور په نتیجه کې هر کال څه باندې پنځوس زره ځوانان له ښوونځیو څخه و ایستل شول او د مسلکي زده کړو لپاره وهڅول شول، بې له دې چې د مسلکي زده کړو شرایط ورته برابر شي. دولت په دې امید و چې په خلیجي هېوادونو کې به افغانان په کار وګومارل شي او بهرني اسعار (کرنسي) به هېواد ته را وارد کړي؛ خو د کار قوې د خرڅلاو لپاره هم کوم منظم پلان نه و جوړ شوی. دغه او څو نورې پرېکړې د ۱۳۵۶ کال له منفي اقتصادي ودې سره لاسونه سره ورکړل او د ثور پاڅون عیني شرایط یې برابر کړل.

درېیم: د ۱۳۵۷ کال د ثور له انقلابي پاڅون وروسته په پنځوسو کلونو کې لومړۍ اقتصادي وده

که څه هم چې د جمهوري نظام را پرځونې ډېر دلیلونه درلودل، چې په هغو کې عیني او ذهني شرایط د ثور انقلابي پاڅون سبب وګرځېدل؛ خو د عیني شرایطو له جملې د هېواد دويم اقتصادي رکود (منفي پرمختګ) د نظام د راپرځېدنې یو له عمده لاملونو شمېرل کېږي.

د ۱۳۵۱ او ۱۳۵۶ کلونو اقتصادي رکود یا منفي ودې په نتیجه کې ټولنیز حالت خراب شو او د هېواد څه د پاسه ۱۶ سلنه کاري قوه مهاجره شوه. د ۱۳۵۶ کال د منفي پنځه سلنې اقتصادي ودې له نورو عواملو سره لاس یو کړ او د ثور پاڅون سبب شول. د خلق ګوند او ډيموکراتیک دولت لخوا په لومړي کال کې ځینې رغنده او کوټلي (Aggressive) ګامونه واخیستل شول، چې د اقتصادي ودې لپاره یې خوځوونکې (Stimulus) وظیفه اجرا کړه. د بېلګې په ډول، د کرنې په سکټور کې د بزګرانو د پورونو له بښنې وروسته خوځوونکی حرکت د زراعتي توکو د بېساري ډېروالي سبب شو. د کور جوړولو په سکټور کې خوځوونکی اقتصادي حرکت او د تجارت او تعرفو راټیټولو په برخه کې د ځینو مهمو ګامونو اخیستل نه یوازې مولده قوه وهڅوله، بلکې د خلکو د اقتصادي اعتبار باعث وګرځېد. په نتیجه کې د ۱۳۵۷ کال اقتصادي تصویر له انتظار نه لرې مثبت ۷ سلنه و چې افغانستان په څو لسیزو کې داسې اقتصادي وده نه وه کړې. په همدغه کال د افغانستان ریټینګ (نومره) د نړۍ په اقتصادي معاملاتو کې جګه ولاړه او ځینو نړیوالو موسسو د پانګې اچونې اشتها پیدا کړه، خو دغه اقتصادي ګام ډېر لنډمهال و او نوي رژیم ونه شو کړای چې دغه مومینتوم وساتي. د خلق گوند په مشرتابه کې کورنۍ لانجو او د بهرنیو مداخلو په نتیجه کې د ۱۳۵۸، ۱۳۵۹ او ۱۳۶۰مو کلونو اقتصادي پرمختګ بېرته شاته ولاړ او منفي ۲ سلنې ته په ۱۳۵۸ او منفي ۳ سلنې ته په ۱۳۵۹ کال کې راټیټ شو.

د ۱۳۵۸ کال جي ډي پي وده که څه هم چې منفي دوه سلنه وه، خو د تېر ۱۳۵۷ کال د ۷ سلنې مثبتې ودې تر سیوري لاندې یې بیا هم د اقتصادي خوځښت لاره ووهله او د سردار داوود د دورې اقتصادي پرمختګ په پرتله پنځه سلنه ډېره وه.

څلورم: د شوروي یرغل او د ببرک کارمل دوره

په ۱۹۸۰(۱۳۵۹) کال کې د چارو واګي ببرک کارمل ته په لاس ورغله؛ که څه هم چې د شوروي پوځ پر افغانستان تېری کړی و او باید یې له ځان سره ځینې اقتصادي مرستې هم راوړې وای؛ خو په دې کال کې اقتصادي رکود تقریباً منفي ۴ سلنې ته ورسېد. په ۱۳۵۹ کال کې او وروسته له هغه د شوروي یرغل په کلونو کې اقتصادي وده د مثبت ۲ سلنې په شاوخوا کې وه، چې له انتظار نه لرې ټیټه وه. دغه وده په ۱۹۸۷ (۱۳۶۷) کې منفي ۱۰ سلنې ته ورسېده چې نه یوازې یې د نظام د بدلون زنګ وغږاوه، بلکې د شوروي پوځ د وتلو مانا یې هم ورکوله.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In