که طالبان او حکومت سوله ونه کړي، نو طالبان به د ۱۹۹۴ کال د مجاهدینو له سرنوشت او حکومت به ۱۳۷۱ کلونو د نظام له سرنوشت سره مخ شي. مجاهدین ۱۴ کاله د امریکا په مستقیم امر له افغان حکومت سره وجنګېدل؛ دلته د پاکستان نوم ځکه نه یادوم چې پاکستان په هغه وخت کې د ټولې نړۍ قرضدار و او دومره امکانات نه وو ورسره چې اووه لویې جنګې ډلې دې د قوي نظام پر وړاندې تجهيز او تشويق کړي؛ څو نظام پرې وپرزوي. ۱۴ کاله دا جنګي ډلې امریکا او پاکستان په ښه اخلاص حمایه کړې، کله چې امریکا خپل هدف تر لاسه کړ، د هیواد لویه اردو یې پرې دړې وړې کړه، خپل لوی رقیب روسیه له سوپر طاقت څخه په څو ایالتونو وویشل شوه، امریکا خپل هدف ته ورسېده او دا وخت نوره د مرستو لړۍ هم په ټپه ودرېده. امریکا دې جنګې ډلو ته د سترې بریا مبارکې ورکړه او نور يې دوی په خپل منځ کې سره پرېښودل. کرنل امام، ضیاالحق، حمیدګل او نوازشریف خپل ټاکلى ماموریت په صادقانه ډول پای ته ورساوه. قرضدار پاکستان يې د اټوم بم څښتن کړ او کراچۍ ښار یې د رڼاګانو په ښار بدل کړ. موږ یونیم میلیون شهیدان ورکړل؛ یو میلیون معیوب؛ اووه میلیونه له هیواد مهاجر او په ټول هیواد کې یوه داسې کوټه روغه پاتې نشوه چې په مرمۍ نه وي سورۍ شوې.
جهاد موږ وکړ؛ خو جنت او حورې نورو يوړې.
مجاهدین لا هم د دې ملت په وینو ماړه نه شول، په زرګونو یې سره ووژل، کابل په کنډواله بدل شو، هغه کابل چې نجیب الله خپل سر پرې ورکړ؛ خو کابل يې وران ونه غوښت. لنډه دا چې افغانان دومره ذلیل او رسوا شول چې نه ګرګین داسې ظلمونه کړي وو، نه روس، نه بل کوم کافر. که ظلمونه یې په تفصیل سره بیان کړو، موضوع بلې خوا ته ولاړه نشي. لنډه دا چې د دوی په اسلامي نظام کې افغانانو د هر ظلم او جبر سکه وکړه. امریکا چې خپل ماموریت خلاص کړ، نو پاکستان هم له مجاهدینو لاس واخیست، یو غیران کومک یې هم نه ورسره کاوه.
مجاهدین مجبور شول چا سعودي عربستان ته لاس اوږد کړي، چا د ایران اخوانیانو ته ځولۍ ونیوله، چا بيرته روسيې او بل بل هیواد ته د مرستې غږ وکړ. دلته د امریکا بهانه ورته جوړه شوه او نوی ماموريت یې پاکستان ته ورکړ. کرنل امام په خپل کتاب (د افغان جهاد داستان) کې لیکي، نيمه شپه عاجله غونډه رابلل شوې وه چې زه هم ورغلم، نو تصمیم داسې ونیول شو چې نور باید د مجاهدینو ټغر ټول او د ۳۵ مثلې ځوانانو په مټ باید زړه ډله ختمه شي. هغه وو چې د کندهار میوند ولسوالۍ څخه یې شروع پرې وکړه او په لنډه موده کې تر کابله راورسيده.
هغه مجاهدین چې پاکستان به ورته له آسمانه راښکته شوې پرېښتې ويلې، په دغه وخت کې پاکستان خپلې خاورې ته لا نه پرېښوده، ګلبدين حکمتیار تاجکستان ته وتښتېد، مزاري يې په پراشوټ کې له تيارې راوغورځاوه، هر چا د منډې لار غوښته او ځینې خو یې ان تر کولابه ورسیدل. «نو دا دې پاکستان او امريکا انډيوالي» همدا طالبان وو. په ۲۰۰۱ کال کې امریکا د پاکستان په همکارۍ د نړۍ لوی لوی بمونه پرې استعمال کړل، پاکستان نه دا چې ملاتړ یی ونه کړ؛ بلکې د سمندري کښتیو او هوایي ځواک ته يې ښه لوی لوی میدانونه خالي کړل، څو د طالبانو جوړ نظام پرې دړې وړې کړي.
نن که سوله ونشي، تير تاریخ تکراريږي. دا درېيم کال دی چې نړۍ طالبان د يو سياسي جهت په توګه پيژني، امريکا تړون ورسره وکړ او د قطر دفتر ټول مصارف يې پر غاړه واخيستل. ۵۰۰۰ بنديان يې ور خوشې کړل، د نړۍ هيوادونو ته آزاده تګ راتګ کوي؛ خو دا يارانه او تعهد به تلپاتې نه وي. د جوبايډن له راتګ سره کيسه بل رقم شوه، افغاني مذاکرات په ټپه ودرېدل، د امريکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون يې هم بيا څيړل شروع کړل، د نظاميانو وتل يې هم لازم ونه ګڼل، نو ډار دلته دی چې امريکا او پاکستان ممکن نوی ماموريت غواړي پيل کړي. که طالبان عجله ونه کړي، خپلې غوښتنې کمې نه کړي، په رښتیني ډول سولې ته ژمن نشي، په افغان ملت رحم ونه کړي، د پاکستان له منګولو ځان خلاص نه کړي؛ نو د بلې جګړې پيل او پر طالبانو لکه د تېرو مجاهدينو د سرنوشت داسې څپه راروانه ده. دا جګړه به دومره مرګونې وي چې د تېرو جګړو مثالونه به ورک کړي. سوله په زغملو راځي، د يو بل په منلو راځې، يو څه بايد وبايلل شي، څو سولې ته ورسيږو. پر پاکستان باور نه دی پکار، پاکستان لکه څنګه چې مجاهدين خرڅ کړل او لکه څنګه چې د طالبانو تېر نظام امريکا ته تسليم کړ، داځل هم شرايط هغسې دي.
امريکا شته نظام او طالب دواړه په میدان پريږدي، نه ولاکه طالب دلته بيا د تېر په شان حکومتداري وکړای شي او نه دا شته حکومت بې له سولې دوام کولای شي. سوله حتمې ده! سوله د افغانستان نوم دی! سوله لکه د ماشوم په غوږ کې آزان چې د نوې ژوند زيرى ورکوي. جنګ لکه د اسرافيل شپيلۍ نه طالب پاتې کيدای شي، نه دا شته نظام.