پوهاند دوکتور نور احمد میرازي د هېواد یو ویاړلی علمي شخصیت او خدمتګار و. مرحوم استاد میرازي پوره نیمه پېړۍ د کابل پوهنتون په بیالوژي پوهنځي کې د استاد دنده تر سره کړه. هغه په پښتنې ټولنه کې په پښتني فرهنګ، هویت او دودو دستور کې را لوی شو، لوړو علمي رتبو ته ورسېد او ګام پر ګام یې د دې وطن خاورې، بوټي او انسان ته خدمت وکړ. استاد په یوه لرې پراته کلي کې سترګې نړۍ ته وغړولې، بیا یې د نړۍ په معتبر پوهنتون کې تر دوکتورا زده کړې وکړې، تر هغه وروسته یې د هېواد په مشهور پوهنتون کې د تدریس سپېڅلې دنده مخ ته وړله. هغه کسان چې له استاد میرازي سره نږدې پاتې شوي، پوهېږي چې هغه څومره لوی، په وطن میین، عالم، زیارکښ او یو رښتینی افغان انسان و. د ده شاګردان او همکاران له ده خوږې خاطرې لري. پر چارو یې ویاړي او ټول اکاډمیک شخصیتونه یې هڅو ته په درنه سترګه ګوري. استاد لایق و، نوی ځوان و چې د کابل په رحمان بابا لیسه کې یې علمي استعداد وځلېد، له همدې ځایه یې وړتیا ته په کتو پرېکړه وشوه، چې المان ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شي، هلته یې هم خپله وړتیا وښوده، ماسټري یې بشپړه او په زیار او لیاقت یې ان خپله پي اېچ ډي هم له دې هېواد واخیسته.
مرحوم استاد نور احمد میرازي په ۱۳۲۳ کال د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالۍ په میرازي کلي کې په یوه درنه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د لومړنیو زده کړو لپاره کابل ته راغی او د رحمان بابا په عالي لیسه کې شامل شو. تر هغه وروسته یې همدلته منځنیو او ثانوي زده کړو ته هم ادامه ورکړه. هغه لایق انسان و، زیار یې ایسته او پر خپلو زده کړو یې تمرکز کاوه. د همدې لیاقت او زیار پایله وه چې په ۱۳۴۱ کال کې د وخت حکومت د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته ولېږه. استاد په جرمني کې د خپلو زده کړو د دوام لپاره اړ و چې لومړی جرمني ژبه زده کړي. د جرمني ژبې د زده کړې پروګرامونه یې تعقیب کړل او د خدای ورکړي استعداد په برکت یې په جرمني ژبه روانې خبرې کول، لوستل او لیکل زده کړل. په ۱۹۶۳کال کې یې د جرمني ژبې تر زده کړې وروسته د جرمني په فرانکفورت کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. هلته یې ټاکلي کالج ته داخله وکړه او هڅه یې دا وه چې ځان د پوهې او علم په ګاڼه سمبال کړي، چې د همدې هڅو په پایله کې استاد دغه کالج په لوړو نومرو بشپړ کړ. د دې کالج تر بشپړولو او د لوړو نومرو تر اخیستلو وروسته یې د لا ډېرو زده کړو لپاره پوهنتون ته لار ومونده.
استاد له ۱۹۶۴ تر ۱۹۶۹کال پورې د المان په (Johannes Gutenberg) پوهنتون کې خپله ماسټري بشپړه کړه او له خپل تیزس یې په پوره بریا دفاع وکړه. دا چې هغه پیاوړی او لایق شخصیت و، نو د ماسټرۍ تر دفاع وروسته یاد پوهنتون نوموړي ته د دوکتورا فرصت برابر کړ او استاد خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. استاد په ۱۹۷۲ کال کې په بریالۍ توګه د دوکتورا له تیزس دفاع وکړه او د هغه وخت الماني پوهانو یې علمي هڅې وستایلې او پوهاند صاحب میرازي د دوکتورا له درجې سره یو ځای بېرته هېواد ته راستون شو. د مرحوم استاد نږدې ملګري وايي چې ډېرو الماني پوهانو له ده په المان کې د پاتې کېدو او هلته ته د تدریس غوښتنه وکړه، خو پوهان میرازي یې غوښتنه رد کړه او پر خپل هېواد او خلکو د میین شخصیت په توګه کابل ته راستون شو او په کابل پوهنتون کې یې د هغه وخت په ساینس پوهنځي کې په تدریس پیل وکړ. د معلوماتو له مخې، مرحوم استاد میرازی د ۱۳۵۱ کال په مني کې هېواد ته راستون شو. په همدې وخت کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهني په بیولوژي څانګه کې د استاد په توګه مقرر شو او د هېواد بچیانو ته یې د تدریس مسوولیت پر غاړه واخیست. هغه له دې وروسته دا مقدسه دنده پرې نه ښوده او کابو نیمه پېړۍ د خپلو شاګردانو او علم د مینه والو په چوپړ کې و.
د مرحوم استاد د همکارانو په خبره، هغه داسې مهال هېواد ته راستون شو او په اکاډمیک چاپېریال کې یې دنده پیل کړه، چې هېواد متخصصو او علمي شخصیتونو ته سخته اړتیا لرله. د هغه نږدې ملګري وایي، سره له دې چې ده ښې دندې پیدا کولی شوای او په ښو ځایونو کې یې پر لوړو څوکیو کار کولی شوای، خو استاد د تدریس دنده غوره وبله او د کابل پوهنتون په چاپېریال کې یې د ژوند نوی پړاو پيل کړ. هغه مهال په کابل پوهنتون کې د کورنیو علمي شخصیتونو تر څنګ، بهرنیو علمي او اکاډمیکو څېرو هم د تدریس چارې پر مخ وړې. دا چې استاد میرازی په الماني ژبه برلاسی و، نو له دې استادانو او څېړونکو سره یې له نږدې اړیکې لرلې او په مهمو چارو یې لاس پورې کړ. د کابل پوهنتون د بیولوژي پوهنځي د ملي شتمنۍ یو مرکز لري، چې (Herbarium) نومېږي. په دې کې د افغانستان د ډېری بوټو یا نباتاتو ډولونه او نمونې راټولې او آرشیف شوې دي. د دې مرکز په جوړولو او پیاوړي کولو کې د استاد میرازي رول خورا زیات و. استاد له الماني پوهانو سره په ګډه د افغانستان ګوټ ګوټ ته سفر کړی دی، د افغانستان مهم نباتات یې تشخیص کړي، د هغوی ځانګړنې یې واضح کړې دي، راټول کړي یې دي، نومونه یې ورباندې اېښي او په دې مرکز کې یې د دوی نمونې خوندي کړې دي. دا د استاد له هغو مهمو کارونو دي چې په کابل پوهنتون کې یې د دندې له پیلېدو سره سم پیل او بشپړ کړي دي.
دا د ساینس په برخه کې د افغانستان ستره شتمني ده چې د افغانستان ډېره برخه نباتات پکې تر څېړنې وروسته خوندي شوي دي. په ټول هېواد کې د نباتاتو د انواعو همدا یو مرکز دی چې د مرحوم میرازي صاحب په منډو ترړو جوړ شوی دی. مرحوم استاد میرزای له جرمني استادانو سره په ګډه د هېواد په غرو رغو وګرځېد، لرو پرتو سیمو ته یې سفرونه وکړل او دغه بوټي یې راټول کړل چې نن یې د نورو څېړونکو لپاره چارې ډېرې اسانه کړې دي.
استاد د تدریس، علمي سفرونو او تحقیق تر څنګ د ساینس په برخه کې مهم اثار هم لیکلي دي. د معلوماتو له مخې، هغه تر دېرشو ډېر بېلابېل اثار په پښتو او الماني ژبه لیکلي دي. مقالې یې خپرې کړې دي او تحقیقي اثار یې پنځولي. مرحوم دوکتور صاحب میرازي د هېواد د فرهنګي بډاینې لپاره ستره قرباني ورکړې ده. استاد په نشت امکاناتو او ډېره سختۍ کې هڅه کوله چې اثار وپنځوي، د افغاني فرهنګ بډایتوب لپاره کار وکړي، د پښتني ټب علمي سویه لوړه کړي او د دوی لپاره د زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي. استاد د ملت جوړونې او ملت د ودې لپاره پوره پنځوس کاله فعالیت او هڅه کړې ده. استاد یو سترګور او رښتینی محقق و. هغه په علمي مسایلو کې ډېر حساس و او د تحقیق او څېړنې له معاصرو اصولو سره بلد و. هغه په هره برخه کې د نرمې طبعې سړی و، خو کله به چې له علمي حقایقو د دفاع وخت راغی، دلایل به یې علمي او پر اسنادو ولاړ وو. استاد میرازی د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال هېواد ته راغی. دغه مهال اکاډمیک چاپيریالونه نوي نوي په پښو درېدل او پیاوړي کېدل. له همدې امله د تعلیمي او تحصیلي کچې په لوړولو کې د استاد هڅې د ستایلو وړ دي. دی د کلونو لپاره د کابل پوهنتون په تضمین کیفیت کې فعال و. هغه د تدریس له پرمختللو او مډرنو اصولو سره بلد و. مخکې مو هم وویل چې استاد ته په بېلو برخو کې د ښو دندو او واک چانس و، خو دی هېڅکله له اکاډمیک چاپېریال بهر نه شو. ان هغه مهال چې په هېواد کې د جګړو او خونړیو بریدونو شپې او ورځې وې او هر انسان له دې خاورې کوچېده، استاد په کابل پوهنتون کې په تدریس بوخت و.
د هغه ملګري او شاګردان وايي چې ان په پوهنتون او د استاد پر کور هم راکټونه لګېدل، خو له چانسونو او د خلکو له غوښتنو سره سره ده هېواد پرې نه ښود او په کابل پوهنتون کې یې د تدریس چارې مخ ته وړلې. هغه په یوه غونډه کې وویل چې بهر ته د تګ او ان په المان کې د الماني پوهنتونونو له غوښتنې سره سره یې خپل هېواد پرې نه ښود او دلته یې د هېواد د بچیانو روزنې ته ادامه ورکړه. ده نه یوازې د تدریس چارې پر مخ وړې؛ بلکې هڅه یې دا وه چې په ساینس پوهنځي کې شته علمي اثار او وسایل د جګړو او جګړه مارو له شره وساتي.
ارواښاد پوهاند صاحب میرازي د تدریس او تحقیق تر څنګ د بیولوژي څانګې مشر، د کانکور کمېټې غړی، د ترفیعاتو کمېټې غړی، د ساینس پوهنځي سرپرست رییس، د کابل پوهنتون د نشراتو رییس، د کابل پوهنتون د علمي شورا غړی، د ساینس پوهنځي د علمي شورا غړی او د کابل پوهنتون د تضمین کیفیت د کمېټې د غړي په توګه هم دندې تر سره کړې دي. استاد د دې تر څنګ، نړیوال سفرونه هم لرلي دي، هغه سریلانکا، اردن، هنددوستان، جرمني او ځینو نورو هېوادونو ته علمي سفرونه کړي او په مهمو کنفرانسونو کې یې د افغانستان استازیتوب کړی دی. استاد په انګلیسي، پښتو، دري او الماني ژبه په روان ډول خبرې، لیکل او لوستل کولی شوای.
هغه په شخصي ژوند او دغه راز په اکاډمیک چاپېریال کې یو نرم خویه، د لویې حوصلې خاوند او دروند شخصیت لرونکی انسان و. د استاد شاګردان او همکاران وایي چې استاد ورسره تل ښه چلند کاوه، دوی به یې پرمختګ ته هڅول او په علمي چارو کې به یې د دوی لاسنیوی کاوه. استاد یو با سلیقه، خوش طبعه او د پراخ فکر لرونکی و. هغه یو علمي او ملي شخصیت و، له تعصب او کینې پاک و، په هېڅ سیاسي جریان کې یې برخه وا نه خیسته؛ خو د لسیزو په اړو دوړ کې ټولو لورو د یوه اکاډمیک شخصیت په توګه درناوی ورته درلود او د ده د کارونو قدر یې کاوه. استاد د کابل پوهنتون بیولوژي څانګې ته د پام وړ خدمتونه کړي دي. د همدې خدمتونو په ویاړ د دغه پوهنځي استادانو په ۱۳۹۵ کال کې د بیولوژي څانګې شپږم درسي تالار د هغه په نامه و نوماوه. پر دې تالار اوس (د پوهاند دوکتور نور احمد میرازي تالار) لیکل شوي دي. استاد په اکاډمیک چاپېریال کې تر نیمې پېړۍ زیار او خدمت وروسته د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه. د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون د استاد میرازي مړینه ستره ضایعه وبله. ولسمشر غني هم د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې افغانستان او افغان انسان به د استاد میرازي هڅې او خدمات هېر نه کړي. ولسمشر هغه یو ستر انسان یاد کړی او په خبره یې، مړینه یې د هېواد په اکاډمیک چاپېریال کې ستره ضایعه ده.