لومړی دا ومنئ چې د کنټرول وړتیا لری، دویم دا معلومه کړئ چې د ژوند کوم اړخونه کنټرول کولای شی او کوم نه. کله چې د مسوولیت او انتخابونو په منلو پيل وکړی، ورو ورو به مو ژوند هم بدلون وکړي. د یوه یوناني فیلسوف په خبره: «خپله ټوله هڅه وکړئ باقي یې تقدیر ته پرېږدئ.»
د مسوولیت منلو پر وړاندې ټول محدودیتونه مو وپېژنئ، که نه، د مسوولیت په دغه لاره به مو سخت ستړي کړي او بالاخره به بیا داسې احساس کوی چې د دې ټولو په مقابل کې مو ماتې خوړلې ده. د بریا کلي د هغه بار په اوږه اخیستل دي چې تاسې یې مسوول یاستی او د حالت او کنټرول لپاره به ډېر دروند بار له اوږو کموئ.
مسوولیت منل مو پر ځان باور زیاتوي. ولې ډېری وخت خلک پر ځان باور نه کوي؟ په دې دلیل چې د ژوند کولو مسوولیت نه مني. جان دیدیون وايي: «د خپل ژوند د مسوولیت منلو تمایل هغه منبع ده، چې پر ځان باور ترې سرچینه اخلي.»
هغه کسان چې د ژوند کولو مسوولیت نه مني، ډېری وخت له بدو پېښو سره مخ کېږي او بیا د هغه د رامنځ ته کېدو له امله نور ملامتوي.
هغه وخت چې د یو کار په سم ډول سرته رسولو پر مهال له کوم مشکل سره مخ شی، څه احساس کوی؟ ایا دا وخت خپه نه یاست؟ ایا دا مشکل مو د لا پياوړي کېدو احساس نه پياوړی کوي؟ ایا دا چې تاسې یو کار په سم ډول سرته رسولی دی، د خوښۍ احساس نه کوی؟ پوهېږم چې همداسې به وي. البته زما لپاره خو همداسې ده. د پرلهپسې انتخابونو مسوولیت منل ستاسې پر ځان د باور پيدا کولو حس پياوړی کوي.
کله چې دېرش کلن وم، یو خپلوان مې د یوې ښې پانګې اچونې وړاندیز راته وکړ او هغه چې ما او مېرمنې مې د پانګې اچونې کاپي پیسې نه درلودې، هغوی د قرض پیسو راکولو وعده هم راسره وکړه. دا زموږ لپاره ډېر ښه فرصت و او ما هم ژر قبول کړ. خو له دوه ساعته فکر کولو وروسته مې له ځان سره وویل، هغه راسره ډېره ځواني وکړه او په قرض د خپلو پیسو ورکولو خطر یې هم ومانه او ما د هغه لپاره هېڅ هم ونه کړل. داسې مې و انګېره چې دا خو سمه نه ده. سبا ورځ مې له هغه مننه وکړه او ورته ومې ویل چې که مې یوه اندازه پیسې پيدا کړې، حتماً به له تاسې سره شرکت کوم.
یوه میاشت مې ډېر سخت کار وکړ، څو هغه ټاکلې اندازه پیسې برابرې کړم. دا زما لومړۍ مالي پانګه اچونه وه او دا وخت یوڅه وېرېدم هم. زه د داسې فرصتونو موندلو ته تږی وم او هم د دې مسوولیت له منلو خوشاله وم. که څه هم چې په اخر کې مې ډېره پانګه لاسته راوړې وه، خو پر ځان باور پيدا کېدل زما لپاره تر ټولو ښه پانګه وه. هیله لرم چې دا موضوع ستاسې لپاره هم همداسې و اوسي.
مسوولیت منل تاسې عمل کولو ته چمتو کوي. هوښیاران وايي: «عمل له تفکر څخه سرچینه نه اخلي، بلکې د مسوولیت منلو لپاره له چمتووالي سرچینه اخلي.» د مسوولیت منل له موږ سره مرسته کوي چې کار پيل کړو او هغه کسان چې پيلوونکي دي، هر کار په ښه ډول سر ته رسوي. ولې؟ ځکه هغه کسان چې په ډېرې چټکۍ سره کارونه تر سره کوي، ډېری وخت د لوبې ګټونکي نه وي، پر ځای یې هغه کسان چې لومړی یې شروع کړې ده، لوبه ګټي. مسوول کسان بل چا ته په تمه نه وي، چې هغه د پیل وکړي، هغوی خپله کار شروع کوي.
روګو کوراپاتي وايي: «ډېری خلک وايي چې د انسان اعمال د هغه له افکارو سرچینه اخلي، خو واقعیت دا دی چې د ژوند له مسوولیت منلو پرته هغه فکرونه یوازې د یوخیال په شان پاتې کېږي او هېڅ وخت په عمل نه بدلېږي. د خپل ژوند مسوولیت منل هغه فوق العاده عمل دی چې د کار په پای ته رسولو ختمېږي او بالاخره له ډېرو افکارو او اندېښنو د بچ پاتې کېدو لامل کېږي او هماغه دي چې د خاموش پر ځای سړی پر فعال هغه بدلېږي.» د مسوولیت منل مو عمل کولو ته چمتو کوي.
د مسوولیت منل د دې باعث کېږي چې ستاسې اعمال ستاسې خدمت وکړي. ایا عادتونه ښه دي او که بد؟ دا پوښتنه د عادتونو په ډول او دې پورې اړوندېږي چې هغه زموږ لپاره کومه ګټه لري او که نه. کله چې مسوولیت له عادتونو سره همغږی شي، مسوولیت مثبت لوري ته رهنمايي کوي او بالاخره عادتونه زموږ په ګټه کار کوي.
مثبت اعمال هغه تصمیمونه دي چې موږ یې یوځل نیسو. داسې لکه موږ چې تصمیم نیسو په منظم ډول به ورزش کوو او بیا هره ورځ په ښه ډول هغه مدیریت کوو. کله چې موږ ښه تصمیم نیسو او بیا ورځ په ورځ هغه ښه مدیریت کوو، لرې نه ده چې د هماغه تصمیمونو د ښو پایلو شاهدان به اوسو. یو ښه تصمیم له مدیریت پرته په هماغه لومړۍ ریښه کې مړاوی پاتې کېږي او په مدیریت سره بیا را زرغونيږي، غوړېږي او حاصل ورکوي. همدا دلیل دی چې د یو تصمیم په نسبت د هغه مدیریت هم هومره ارزښت لري.
د دې برعکس کله چې بیا مسوولیت نه منو او د خپلو ورځنیو مثبتو عادتونو په کنټرول کې غفلت کوو، هماغه دي چې پر ځای یې په ځان کې بهانې کول، فریب ورکول او چل بازۍ ته ځای ورکوو او بالاخره بیا همدا بد عادتونه موږ تر خپل کنټرول لاندې راولي. د بېلګې په ډول، بهانه کول د بریا پر لور د تېرو غېشو باران کول دي. بهانه کول زموږ په ذهن کې هغه دلیل تراشي څو موږ په دې قانع کړي چې موږ د خپل ژوند مسوول نه یاستو.
هره بهانه چې کوو، هغه موانع رامنځ ته کوو چې له امله یې له خپلو تېروتنو لاس وانه خلو، بهانه کول د دې لامل کېږي چې موږ یا حالت او یا هم نور کسان ملامت کړو او بالاخره یې پایله دا کېږي چې د ژوند بدلولو وړتیا له لاسه ورکړو. خو کله چې مسوولیت منو، بیا پر ژوند او شرایطو کنټرول تر لاسه کوو.
مسوولیت منل تاسې ته احترام او قدرت په لاس درکوي. احترام لاس ته راوړل اسانه کار نه دی او که هغه لاس ته را نه وړل شي، هغه هسې موږ ته څوک نه ډالۍ کوي. ډېر وخت مې اورېدلي او اورم چې رهبران د قدرت نه لرلو له امله تاسف کوي. د دوی اصلي ستونزه چېرته ده ولې تاسف کوي؟ هغوی د دې پر ځای چې د مسوولیت منونکي چلند په واسطه قدرت تر لاسه کړي، دوی پر مقام او رتبه باندې استناد کوي. پیتر دراکر وايي: «مدیریت کوم قدرت نه لري، بلکې یوازې مسوولیت لري.» زه ورسره دا خبره سل په سلو کې منم.
موږ ډېری وخت پرته له دې چې د هغه د تر لاسه کولو لپاره کوښښ وکړو، د احترام هیله لرو. له هغو سختو خبرو چې باید وې لرو، ځان ساتو او هیله لرو چې زموږ ستونزې دې خپله له منځه لاړې شي، خو داسې به هېڅ وخت هم ونه شي. سټیفن کاوي وايي: «هغه څه مو چې په ذهن کې را تاوېږي، وې وايئ. خپل کاري پلان مو پټ مه ساتئ، کله چې مستقیماً خبرې کوو او حقیقت وایو، پر نورو ډېر اغېز کوو. ډېری کارکوونکي داسې فکر کوي چې رییسان یې له هغوی سره صادقانه چلند نه کوي، دا کړنه د سرعت د کمېدو او درنو قرباینو د ورکولو لامل کېږي او هماغه دي چې بدې پېښې به رامنځ ته کېږي او بیا د دغه بد حالت له منځه وړل ډېر وخت ته اړتیا لري.»