په هېواد کې له روان وضعيت څخه داسې ښکاري چې موږ په عين وخت کې هم د تېرو څلورو لسيزو په تر ټولو نازک او خطرناک پړاو کې يو او هم د سولې لپاره ښه فرصتونه لرو، په دې مانا چې که مو مشرانو په احتياط او د هېواد د لويو ګټو په رڼا کې ګام پورته کړ، د سولې روانې هلې ځلې به نتيجه ورکړي او د وينو بهيدو مخنيوی به وشي او که يې وړه تېروتنه وکړه، نو د ګړنګ له سره به داسې ولوېږو چې ښايي بيا د تل لپاره سر راپورته نه کړای شو او يا به دا کار څو پېړۍ قربانۍ او مبارزې ته اړتيا ولري او د ميليونونو هېوادوالو د ژوند په بيه به تمام شي.
ولې فرصتونه؟
د امريکا او طالبانو تر منځ د افغان جګړې ختمولو په اړه د قطر په دوحه کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د استازو په شتون کې د توافقنامې لاسليک کېدل، د زرګونو افغان بنديانو آزادېدل، د افغان دولت او طالب مرکچيانو مخامخ خبرو پيلېدل او پر ځينو مسايلو هوکړه هغه څه دي چې په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی. ظاهراً هم په کور دننه او هم په نړيواله کچه د افغان سولې لپاره د تایيد شعارونه پورته شول، نو ځکه تمه دا وه او شته چې د افغانانو لپاره د دوه څلوېښت کلنې غميزې د پای ته رسولو ښه فرصت رامنځته شوی.
نامعلوم برخليک
د دوحې له تړون وروسته او د بين الافغاني خبرو له پيلېدو سره داسې اټکل کېدو چې دواړه لوري به په لنډ وخت کې يوې مثبتې نتيجې ته ورسېږي او نور به په هېواد کې د جګړې ټغر د تل لپاره ټول ش؛. خو په امريکا کې د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره واشنګټن اعلان وکړ چې له طالبانو سره پر شوې هوکړه به بيا کتنه کوي او دې کار پر بين الافغاني خبرو اغيزه وکړه.
د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، جو بايډن ته يې نظامي سلاکارانو درې انتخابونه وړاندې کړي، يو انتخاب دا دی چې له توافق سره سم ټول پوځيان په ټاکلې نېټه وباسي، بل انتخاب دا دی چې له طالبانو سره دې د خبرو له لارې د محدود وخت لپاره د پوځيانو د وتلو نېټه وځنډول شي او درېيم انتخاب د نامحدود وخت لپاره په افغانستان کې د پوځيانو شتون دی؛ خو لا معلومه نه ده چې بايډن به کوم انتخاب غوره کړي.
څو ورځې وړاندې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه هم له کومې نتيجې پرته پای ته ورسېده او تحليل ګران په دې باور دي چې ناټو د امريکا پرېکړې ته په تمه ده.
د امريکا نوی حکومت؛ د طالبانو او افغان دولت تمې
د جو بايډن په ولسمشر کېدو سره طالبانو او هم افغان دولت واشنګټن ته خپل غږ او غوښتنې په ډاګه کړې.
لوړ پوړو افغان چارواکو هم د رسنيو له لارې او هم له امريکايي چارواکو سره د اړيکو له لارې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د شوې موافقې په اړه خپله نارضايتي په ډاګه کړې او له امريکا يې وغوښتل چې په دې تړون دې له سره غور وکړي.
افغان چارواکو له امريکا او ناټو غوښتي چې په افغانستان کې دې خپل پوځي حضور وساتي.
د طالبانو سياسي دفتر مشر د امريکا ملت ته په يوه پرانيستي ليک کې ويلي، چې امريکا بايد د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ياد تړون سره سم دې پر ټاکلې نېټه ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي.
د طالبانو وياندويانو هم رسنيو ته ويلي چې که بهرني عسکر د دوحې تړون له مخې په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي، دوی به يې پر وړاندې بريدونه له سره پيل کړي.
له بلې خوا که څه هم دواړو لوريو له اوږده ځنډ وروسته د فبرورۍ په ۲۲مه په دوحه کې ناسته وکړه، خو لا هم بين الافغاني خبرې له يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي.
داسې ښکاري چې طالبان د دوحې تړون په اړه د امريکا د نوي حکومت رسمي دريځ ته په تمه دي او تر هغې به رغنده خبرې ونه شي.
له بلې خوا د هرې ورځې په تېرېدو سره د سيمې او سيمې هاخوا مطرح هېوادونه د افغانستان د سولې په اړه خپل نوي نوي نظرونه وړاندې کوي او دې ته په پام سره د افغان سولې په اړه اجماع هم حقيقي نه ښکاري.
دا وېره شته چې که د دوحې تړون لغوه او يا د ياد تړون له عملي کېدو د مخنيوي لپاره پلمې او نوي شرايط وړاندې شي، نو خدای مه کړه په هېواد کې به روانه جګړه ډېره زوروره شي، ځکه تجربو ښودلې چې کله هم د سولې خبرې ناکامې شوې، نو جګړه سخته شوې او اوس هم په داسې حال کې چې د سيمې هېوادونو هم په يو ډول افغانستان ته لاسونه را اوږده کړي، همدا اټکل کېږي چې هم طالبان او هم امريکايان او افغان حکومت به د دوحې تړون له لغوه کېدو وروسته د خپل زور ازموينې لپاره نهايي هڅه وکړي چې په پايله کې به په هېواد کې د وينو سيلابونه لا څپانده شي.
د افغانستان په اړه د ځينو ګاونډيو، سيمه ييزو او سيمې ور هاخوا هېوادونو لخوا د نويو دريځونو خپلولو، په کور دننه په ډېرو سيمو کې خونړۍ جګړې او د زرګونو کورنيو بېځايه کېدل او په ځينو سيمو کې د قومي ملېشو سر را پورته کېدو، هدفي وژنو په ځانګړې توګه ديني عالمانو، مدني فعالانو او متنفذينو په نښه کولو، بمي چاودنو او ړندو هوايي بريدونو چې قربانيان يې تر ډېره ولسي خلک، په تېره بيا ښځې او ماشومان دي، له ولس سره اندېښنې پيدا کړې او دا يو تياره راتلونکی منعکسوي، يو داسې تياره راتلونکی چې نه به ښار امن وي او نه کلی.
متاسفانه د افغانانو يو بد عادت دا هم دی چې د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره د هرچا د مرستې له شرط پرته هرکلی کوي، پرته له دې چې د دې مرستو د زيان او ګټې په اړه فکر وکړي.
مارشال دوستم څه موده وړاندې له آريانا ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل چې د ترکيې لخوا ورته ويل شوي چې د افغان ولسمشر د موافقې په صورت کې دوی حاضر دي، چې که له افغانستان څخه د ناټو او امريکاپوځيان ووځي، دوی يې ځای ډک کړي.
دوستم دغه راز وويل چې هند هم د ده په غوښتنه له پوځ سره د څو چورلکو مرسته وکړه.
دلته اندېښنه دا ده چې د سيمې هر هېواد نور سيالان هم لري او داسې مرستې به حتماً د نورو هېوادونو حساسيتونه را وپاروي او په نتيجه کې به يې افغانستان د يوې بلې خطرناکې سيالۍ ميدان شي.
موږ په نږدې تېر تاريخ کې وليدل چې روسانو هم د پوځي مرستې په نوم زموږ پر هېواد يرغل وکړ، چې تر ننه يې هېواد په بل شوي اور کې سوځي.
د ګاونډيانو او غير ګاونډيانو په ګډون هېڅ هېواد هم زموږ په غم کې نه دی، يو هم ترې مستثنا نه دی، ټول خپلې ګټې لټوي، ځينو يې زموږ طبيعي زېرمو، اوبو او ستراتيژيک موقعيت او آن خاورې لاندې کولو ته سترګې پټې کړې او ځينې بيا له ځينو نورو سره د سيالۍ او د خپلو سيالو هېوادونو د نفوذ د مخنيوي لپاره دلته د زور ازموينې ميدان ته راوړاندې شوي او يا را وړاندې کېږي او نيابتي جګړه کوي.
نو په داسې شرايطو کې د هند، يا ترکيې او يا کوم بل هېواد پوځيان نه يوازې د افغانانو ستونزه نه شي حلولای، بلکې د يوه نوي جنجال د رامنځ ته کېدو خطر له ځان سره لري.
دې ټولو ته په پام سره ويلای شو چې د افغانستان ستونزه يوازې د افغانانو په حقيقي اخلاص او ګذشت سره حل کېدای شي، بايد له شته فرصت څخه په سمه توګه استفاده وشي، په ځانګړې توګه ښکيلو لوريو مشرانو ته پکار ده چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه کار واخلي، نرمښت وښيي، هم د خدای تعالی له مسووليته او هم د افغانانو او تاريخ له مسووليته ځان خلاص کړي او د افغانستان روانه غميزه دې له معقولې لارې حل کړي.