یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د کليوالو سيمو سمسورتيا به د چين بله معجزه وي

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

فبروري 25, 2021
in لیکنې
0 0

چين لوی کرنيز هېواد دی. د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې د دغه هيواد په کليوالو سيمو کې څه باندې ۵۵۰ ميليونو خلکو ژوند کاوه، چې دغه شمېر د چين په عمومي نفوس کې نژدې ۴۰ سلنه او د کليوالو سيمو پراخوالی يې بيا په عمومي مساحت کې څه باندې ۹۴٪ نيسي.  دغه راز په ټول چين کې د کرنيزې ځمکې مساحت کابو ۱۳۵ ميليونو هکتارو ته رسېږي.

چينايانو به پخوا داسې فکر کاوه، چې په کليوالو سيمو کې غريب او وروسته پاتې خلک اوسي، دوی پاکۍ ته پاملرنه نه کوي او په چارو کې ډېر بې نظمه دي، خو د چين حکومت د ۸ کلونو په پر له پسې او نه ستومانه کېدونکو زيارونو وتوانېده، چې د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې د کليوالو سيمو ۹۸.۹۹ ميليونه خلک له بېوزلۍ څخه خلاص کړي او په ټول هيواد کې يې ۸۳۲ ولسوالۍ د بې وزلۍ لېست څخه اېستلې دي.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د بېوزلۍ ضد چيني مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه کې د يادې چيني مبارزې د پای او پوره برياليتوب اعلان وکړ او  د چين د کليوالو سيمو د سمسورتيا دولتي ادارې رسماً جوړه او په کار پيل وکړ. د دغې ادارې مرکزي دنده د بېوزلۍ ضد د مبارزې برياليتوب ساتل او د کليوالو سيمو سمسورتيا ترسره کول دي.

 دغه دا مانا ورکوي، چې د چين د کليوالو سيمو پرمختګ نوې تاريخي مرحلې ته ننوتلی دی.

د بېوزلۍ ضد مبارزې برياليتوب د ساتلو لپاره ۵ کلنه انتقالي موده ټاکل شوې ده او دغه اداره به په پوره توان هڅه کوي، چې ياد برياليتوب وساتي.

د چين د ۲۰۲۱ کال د لومړي دولتي حکم له مخې، د بېوزلۍ ضد موخې ته تر رسېدو وروسته يوه بله ۵ کلنه انتقالي موده ټاکل شوې ده. په دغې انتقالي موده کې به د پخوانيو بېوزلو ولسواليو لپاره اړوندې امتيازي تګلارې بدلې نشي، د بېوزلۍ په رکود کې د ولسي وګړيو د بيا لوېدو مخه به ونيول شي او د کليوالو سيمو سمسورتيا به پرمخبېول شي.

د کليوالو سيمو سمسورتيا څه باندې ۵۰۰ ميليونو چيني بزګرانو پورې تړاو لري. د چين دولت  د تېرو ۸ کلونو د کوښښونو په رڼا کې کابو سل ميليونه خلک له بېوزلۍ څخه خلاص کړي او دا د انسانانو په تاريخ کې د يوې معجزې په توګه بلل کېږي. د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژي به د يادو سلو ميليونو تنو په شمول د څه باندې ۵۰۰ ميليونو هغو چينايانو لپاره چې په کليوالو سيمو کې ژوند کوي، د راتلونکي ژوند ښکلې اينده تصوير کړي.

د دغې ستراتيژۍ په رڼا کې به د کليوالو او ښاري سيمو ترمنځ پرمختيايي توپيرونه په پر له پسې توګه کم شي، ټيټ عايدات لرونکي کسان او وروسته پاتې سيمې به د هېواد له پرمختيايي ګټو څخه هم برخمنې شي. دغه راز د کليوالو د ژوند چاپېريال به لا نور ښه او بزګران به لا شتمن شي. د معلوماتو له مخې، د چيني بزګرانو د عايداتو د زياتېدو سرعت له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې د ښاريانو په پرتله چټک ښکاري او د عايداتو په برخه کې د ښاريانو او بزګرانو ترمنځ توپير هم په پر له پسې توګه کم شوی دی. د هر چيني بزګر پر سر کلني عايدات د ټاکل پلان موخه يو کال وړاندې پوره شوې، اوسني عايدات یې  د ۲۰۱۰ کال په پرتله سل په سلو کې زيات شوي دي.

د چين په کليوالو سيمو کې به صنعتي چارو، بااستعدادو کسانو روزنې، ځانګړتيالرونکو کلتوري چارو او چاپېريال ساتلو ته پرمختګ ورکړی شي. د صنعتي چارو فعاليت د کليوالو سيمو د سمسورتيا لپاره به کليدي او مهم رول لوبوي. که يوازې صنعتي چارو ته ښه پرمختګ ورکړل شي، نو د کليوالو سيمو سمسورتيا به ترسره شي. د بااستعداده کسانو د جلبولو لپاره به مختلفې امتيازي تګلارې پلې او اسانتياوې به ورته برابرې شي. په کليوالو سيمو کې به د چين ځانګړتيالرونکې کلتوري چارې فعالې شي او د چاپېریال ساتلو چارې به د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژۍ بنسټ وګرځي. دغه راز په دغو سيمو کې به د چاپېريال ساتلو په موخه هم د ژوند او توليد ښې لارې چارې رامنځته شي.

افغانستان هم يو کرنيز هېواد دی او د عايداتو زياتره برخه له کرنې او مالدارۍ څخه ترلاسه کوي. زياتره افغانان کرنيزې چارې ترسره کوي، نو د بېوزلۍ له منځه وړل او د کليوالو سيمو سمسورتيا ښايي د زياتو افغانانو ګډه ارزو هم وي. له بېوزلۍ څخه ځان ژغورل د بشر اخري چاره نه، بلکې د نوي ژوند او نوې هڅې پيل دی.

 په چين کې د کليوالو سيمو د سمسورتيا دولتي ادارې جوړېدل دا معنی ورکوي، چې د دغه هېواد کليوالې سيمې او کرنيزې چارې به لا وغوړیږي او بزګران به د پرمختګ نوي ګامونه واخلي. د چين په کليوالو سيمو کې به يو ځل بيا د ليدو وړ ستر بدلونونه راشي او چيني بزګران به لا ښکلی او نيکمرغه ژوند ولري او چينايان به په ټول توان هڅې وکړي، چې د معجزې په څېر د کليوالو سيمو سمسورتيا جوړه کړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In