مذاکره کومه داسې وړتیا نه ده چې په ذاتي ډول دې ترې انسان ګټه واخلي، نو له همدې کبله ځینې انسانان له نورو سره د مذاکرې پر مهال شرمېږي او یا هم ښه احساس نه لري. نو مخکې له دې چې یو زورور مرکچي شخص شو او یا هم د مذاکرې هنر ښه زده کړو، لومړی باید جرات درلودل تمرین کړو. مذاکره د دواړو خواوو د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره تر سره کېږي. په اصل کې مذاکره یوه مخامخ جګړه ده، خو پرته له وسلې، بلکې د خبرو، منطق او استدلال پر مټ. هر یو اړخ چې منطقي دلایل وړاندې کړل او د اسنادو او شواهدو له مخې یې خبرې وکړې، د بریا چانس یې ډېر دی. د انسانانو د تفکر بڼه، کړنې او چلندونه توپیر سره لري، نو مخکې له دې چې له یوه چا سره مذاکرې ته د ننه شو، ښه ده چې لومړی د هغه د شخصیت په اړه د هغه له دوستانو وپوښتو، مطالعه او تحلیل یې کړو، چې څه ډول عادتونه لري او د همدې مواردو په نظر کې نیولو سره بیا مذاکرې ته ور سره د ننه شو.