که له ځان سره دا فکر کوی چې زیاتره خلک له نوښتونو سره دې دنیا ته راغلي او تاسو ترې بې برخې یاستی، تېروتنه کوی؛ ځینې خلک نوښتګر دي، ځکه یې نوښت کړی. کارپوهان په دې باور دي چې نوښت یو مهارت دی چې زده کولی یې شی، نو د نورو مهارتونو په څېر، تاسو باید له عمل او هڅې سره نوښتګر و اوسئ. نوښت یوازې په دې نشي کېدای چې موږ دې هره ورځ له ځان سره همدا کلمه زمزمه کړو، که غواړو نوښت وکړو، هره ورځ باید هڅه وکړو او خپل فکر د نویو کارونو په لور برابر کړو، خو په دې باید پوه شئ، چې د نوښت په مخ کې لوی خنډونه هغه ناوړه عادتونه دي چې موږ په خپل ذهن کې ځای ورکړی، په دې لیکنه کې ۸ هغه ناوړه عادتونه در پېژنو چې خلاقیت له منځه وړي، که تاسو هم دغه عادتونه لری، ښه ده چې نور یې هېر کړئ.
۱– د نورو په اړه قضاوت کول
د نوښت لپاره باید نوي نظرونه او مفکورې ولرو، څو نوې اختراع وکړو. که چېرې په خپلو نوښتونو ژر قضاوت وکړی، دا د دې لامل کیږي چې پر خپلو کارونو شکمن و اوسی او د نوښت کمه نتیجه ووینی. د بیا کتنې پروسه په جلا توګه تر سره کړئ، لومړی دې ته اجازه ورکړئ، چې خام نظرونه مو وړاندې کړی او وروسته کولی شی چې غوره نظرونه او نوښتونه مو رامخ ته کړئ.
۲– جرئت نه کول
که تاسو له خطرونو څخه وېره لری، نو دا به بې له شکه ستاسو لپاره له اوسنۍ لارې انحراف کولو کې ستونزمن وي. که غواړی چې نوښتګر و اوسی، باید زړور و اوسئ او هغه واړه کارونه چې مخکې مو خنډ ګرځي، له مخې لرې او بابېځه وګڼئ. شته فرصتونه چې په مخکې یې لری، و ازمويئ. ډار د نوښت په مخ کې تر ټولو لوی خنډ دی.
۳– له ماتې وېره
له ماتې وېره موږ نه پرېږدي چې نوښت وکړو. که زموږ هدف د ناکامۍ او تېروتنو مخنیوی وي، نو موږ چوپ او محافظه کاره یو. نوښت یانې د هغو فرصتونو ازمایل کوم چې موږ مخ کې لرو، نوې زړه راښکونکې مفکورې چې په خپل ذهن کې یې لرو، د ټولو هغو تېروتنو ارزښت لري کومې مو چې له دې مخکې کړې دي.
۴– له نورو سره خپل ځان برابرول
کله چې خپل ځان له نورو سره پرتله کوی، دا مو په ذهن کې نوښت او هغه څه چې تاسې یې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره لری، یو مخ له منځه وړي. د خپل ځان لپاره معیار وټاکئ، خپله لاره خپله وټاکئ او له نورو سره هېڅکله ځان مه پرتله کوئ. په دې دنیا ستاسو لپاره تر ټولو ستره ډالۍ ستاسو نوښت دی.
۵– د ډاډ نه لرلو اندېښنه
ډېر خلک د ډاډ نه لرلو له امله اندېښنه کوي، دا خلک غواړي چې هرڅه سم او منطقي وي؛ خو د نوښت لپاره موږ باید د ډاډ منلو جرئت ولرو. که پر یوڅه پوره ډاډمن نه یاستی، ډېره اندېښنه ورته مه کوئ، نوښ یو عادت دی او غوره نوښت د ګټورو عادتونو هغه پایله ده، چې موږ ته دا توان راکوي څو له تخیل څخه ګټه پورته کړو. د دې لپاره چې یو نوښتګر شخص و اوسی، له تېروتنو مه ډارېږئ.
۶– له نیوکو وېره
په کار کې له نورو نظر اخیستل ښه دي، په خپلو کارونو کې د نورو سالمې نیوکې هم ومنئ، خو په دې شرط چې دغه نیوکې او نظرونه مو باید ونه ځوروي، موږ ټول د نورو نظرونو ته اړتیا لرو. د نورو خلکو نیوکې د دې لامل کیږي چې موږ پرمختګ وکړو. له نیوکو وېره؛ زموږ ماتې او ناکامي یقیني کوي.
۷– پر ځان باور نه لرل
پر ځان بې باوري په اوږدمهال کې زموږ پر وړتیاوو باندې منفي اغېزه کوي. د نوښت لپاره غوره لاره لومړی پر خپل ځان باور دی.
۸– بې ځایه اندېښنې
نوښتګر خلک پوهیږي چې په یوه ځانګړې موضوع کې ډېره بوختیا او تمرکز کول د خلاقیت اصلي ریښه ده. مهمه دا ده چې که تاسو غواړی نوښتګر و اوسی، دا مه هېروئ هرڅومره چې تاسو پر خپلو کارونو ښه تمرکز ولری، هغومره به مو ذهن روښانه او نوښت به مو کړی وي. نوښت هغه شعوري هڅه ده، چې نوې غوښتنې رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایي. هرڅوک کولی شي چې په ژوند کې نوښتګر و اوسي، دا دې هر شخص په هڅو، کلک هوډ او پلان پورې اړه لري. که نوښت نه وای، په نړۍ کې به دومره ستر بدلونونه نه رامنځته کېدل. د نوښت کولو لپاره ټول هغه عادتونه له ځانه لرې کړئ چې د نوښت مخه مو نیسي او هغه خپل کړئ چې د بریا او نوښت سبب مو ګرځي.