د چين حکومت د فبرورۍ په پای کې د ملي اقتصاد راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د لومړنيو شمېرنو له مخې تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۰۱۵۹۸ ميليارډه او ۶۰۰ مليونو يوانو ته رسيدلی او دا شمېر د وړم کال په پرتله ۲ اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی دی. د اقتصادي پرمختګ تر شا د خلکو د ژوند رښتينی ښه والی دی.
د هراړخيزې نسبتاً شتمنې ټولنې له کاروانه هيڅ چينايي محرومه او وروسته نه شي پاتې کېدلی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۵کال کې په يوه غونډه کې ويلي دي، (( موږ دغسې وضعيت ته اجازه نه ورکوو چې له يوې خوا د هراړخيزې نستباً شتمنې ټولنې جوړېدل اعلان کړو، خو له بلې خوا لسګونه مليونه وګړي لا هم په بېوزلۍ کې ژوند وکړي. )) د سختې بېوزلۍ حالت له منځه وړل د هراړخيزې نسبي شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره لازمي کار دی.
دا د چين پر وړاندې يو واقعيت و چې په دغه هېواد کې ۸۳۲ بېوزلې ولسوالۍ، ۱۲۸ زره بېوزله کلي او نژدې سل مليونه بېوزله وګړو شتون درلود. د هرې بېوزلې کورنۍ حالت د دوسيې ثبتول د بېوزلۍ د بېلا بېلو لاملونو او وضعيت له مخې د مشخصو لارو چارو لومړی ګام دی. د اړوندو دوسيو د ثبتولو له لارې د دغو بېوزلو کورنيو د غريبۍ لامل څرګند شوی. د بېوزله وګړو او د دوی د غريبۍ د لاملونو له تشحيصولو وروسته تر ټولو مهم کار دا دی چې څرنګه د مشخصو طريقو له لارې له بېوزلۍ څخه دغه کسان ايستل کېدلی شي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې په څرګنده توګه د (( پنځو ډلو )) له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لارې چارې وړاندې کړې چې د صنعتونو د پرمختګ، مناسبو ځايونو ته د انتقال او لېږد، ايکولوژيکي چارو، ښوونې او ټولنيز ضمانت په شول د پنځو طريقو له لارې د بېوزلۍ حالت له منځه وړل کېدلی شي.
په ټولو ۸۳۲ بېوزلو ولسواليو کې د صنعتونو د پرمختګ پلانونه جوړ شوي چې له مخې يې د کرنې، د حيواناتو د روزلو او د توليداتو د چمتو کولو په شمول تر ۳۰۰ زرو زيات صنعتي مرکزونه جوړ شوي دي. له ۹ مليونه او ۶۰۰ زرو نه زيات بېوزله وګړي څه باندې ۲ مليونه او ۶۶۰ زرو نويو کورونو ته انتقال شوي دي چې د اوبو، برېښنا، لارو، طبيعي ګازو او انټرنيټي شبکې بشپړې اسانتياوې لري. د ايکولوژيکي چارو د پرمختګ له لارې ۳ مليونه بېوزله کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي. ۲۰۰ زره بېوزله ماشومان چې له ښوونځيو محروم او بې برخې وو، ښوونځيو ته د تګ زمينه ورته مساعده شوې ده او ۸ مليونه هغه بېوزله زده کوونکي چې له ښوونځيو فارع شوي او لا پسې لوړې زده کړې يا کارونه نه لري، د مسلکي مهارتونو وړيا روزنې يې تر لاسه کړې دي. له ۲۰۱۶ کال راهيسې په چين کې ۱۹ مليونه ۳۶۰ زره بېوزله وګړي چې د روزګار توان يې کمزوری دی، د ټولنيز ضمانت مرستو په پروګرام کې شامل کړی شوي دي.
چين د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د سختې بېوزلۍ حالت نسبتاً له منځه وړل شوی او له ټاکلي وخت نه لس کاله وړاندې د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا موخه بشپړه کړې ده. د چين دا کار چې د يو ميليارډ او څلور سوو مليونو نفوس لرونکي هېواد د بېلا بېلو ستونزو او ننګونو په ليرې کولو سره په ټاکلي وخت د سختې بېوزلۍ حالت کنترول کړی دی، دا د ګردې نړۍ د بېوزلۍ ضد مبارزې لپاره لوی او مهم خدمت دی. چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او د چين برياليتوب د بېوزلۍ ضد د نړۍ باور په هڅونه کې د پام وړ رول تر سره کړی دی او د نړۍ لپاره يې ډېر ګټورې تجربې برابرې کړې دي.
د حيرانتيا وړ لاسته راوړنو تر شا نه ستومانه کېدونکي کوښښونه او قربانۍ دي. له تېرو ۸ کلونو راهيسې د مرکزي حکومت، ولايتونو، ښارونو او ولسواليو په شمول د بېلا بېلو کچو مالي څانګو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې نژدې ۱۶۰۰ ميليارډه پانګونه کړې ده چې په دې جمله کې د مرکزي حکومت پانګونه ۶۶۰ ميليارده او ۱۰۰ مليونه يوانه وه. د چين کمونېست ګوند د دغه هېواد د واکمن ګوند په توګه د بېوزلۍ ضد مبارزه کې مرکزي رول لوبولی دی چې ۲۵۵ زره کاري ډلې او څه باندې ۳ مليونه اړوند مسئولين يې بېوزلو کليو ته ليږلي چې دوی هلته ميشت شوي او له ځايي چارواکو سره يې د دغو سيمو د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپه برخه کې اوږه په اوږه خدمتونه کړي دي. د بېوزلۍ ضد مبارزه کې د دغه ګوند له ۱۸۰۰ نه زياتو غړو خپل ژوند قربان کړی دی. د دغې سترې مقدسې موخې او دندې سر ته رسول د چين د کونېست ګوند د غړو ټينګې ارادې ښکارندويي کوي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د بېوزلۍ ضد مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه کې په خپله وينا کې وويل، (( د برياليتوب ساتل د برياليتوب د تر لاسه کولو په پرتله لا ستونزمن کار دی. موږ بايد د بېوزلۍ ضد د مبارزې د لاسته راوړنو د پياوړتيا او د کليوالو سيمو د سمسورتيا ترمنځ د پيوستون کارونه په ښه توګه تر سره کړو، څو د بېوزلۍ د له منځه وړلو بنسټ لا ټينګ شي او دواملرونکې اغېزې يې تولو ته ورسيږي. ))
چين به د بېوزلۍ ضد دندو له بشپړېدو وروسته د کليوالو سيمو سمسورتيا ته لا توجه او انرژي ورکړي او په دې بهير کې به په پر له پسې توګه د بېوزلۍ ضد نړيوالې مبارزې او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره لا ستر او مهم خدمتونه وکړي.