هېڅ نه شی کولای چې د وړتیاوو لوړولو په اړه کتاب ولیکی او په هغه کې د خطر منلو له موضوع استفاده ونه کړی. تي ایس الیوت وايي: «یوازې هغه کسان چې کولای شي خطر ومني او تر ډېرو لرې ځایونو لاړ شي، پوهېږي چې د انسان تر کومه ځایه مخکې تګ په وس پوره دی.» تاسې تر کومه ځایه مخکې تلل غواړی؟ ایا چمتو یاست چې خپل محدودیتونه مو وسنجوی؟
ټول انسانان ذاتاً داسې نه دي چې خطر منل پر ځان قبول کړي، خو باید ووایم چې زه ډېر په اسانۍ سره کولای شم پر ځان خطر ومنم او تر هغه ځایه مخکې لاړ شم چې په وس مې پوره ده او غواړم تر هغه هم نویو ځایونو ته ورسېږم. اوس چې تقریباً اویا کلن یم په ژوند کې مې د خطر منلو تر ټولو په لوړه سطحه کې قرار لرم. ډېری کسان راته وايي چې لېونی شوی یې! کله کله خو زه هم دا خبره ورسره ومنم.
ممکن همدا اوس له یوې خطر منونکې ننګونې سره مخ یاست او یا هم په هغه پروژه کې د کار کولو فرصت درته برابر وي، چې زیات خطر لري او یا هم ممکن ستاسې د زړه غوښتنه د یوه لوی کار تر سره کول وي؛ خو تاسې داسې فکر وکړئ چې ستاسې پر ټاکل شوي مسیر مو یوه لویه مانع ستاسې پر وړاندې ولاړه ده. که همداسې وي، پوهېږم چې تاسې به څنګه احساس لری، ځکه دا احساس او حالت ما خپله تجربه کړی دی.
ممکن تاسې هغه کس یاست چې ټول عمر له خطر منلو تښتېدلي یاست او اوس پوه شوي یاست چې دې کار تاسې څومره پس پاتې کړي یی. په هر حال، مهمه نه ده چې تاسې په کوم وضعیت کې قرار لری، له خطرونو سره د مخ کېدو پر مهال سم تصمیم ونیسئ.
ماکس دي پري وايي: «د یو رهبر لومړی مسوولیت د واقعیت په ډاګه کول دي.» دا حقیقت د هغو کسانو په حق کې هم صدق کوي، چې غواړي لوی خطر ومني. ځکه چې لوی خطر منل بیا هغه وخت نه شي کولای او نه هم باید داسې وکړي چې ځان د پوچو او کوچنیو افکار ښکار او یا ور پورې وتړي؛ ځکه دا افکار د خطر منلو زغم نه لري. تاسې باید دا درک کړئ چې تاسې دقیقاً له څه سره مخ یاستی. ښه ده چې د هغه د بدو پایلو په اړه هم فکر وکړئ او اصلي واقعیت ووینئ.
ممکن زه د ډېرو کسانو په پرتله زیات د لوی خطر منلو ته چمتو وم، ځکه مې عمر او تجربې ته په کتو د ژوند اخرو ته رسېدلی یم. سټیو جابز وايي: «دا نصحیت په یاد راوړل چې یوه ورځ به له دنیا ځو، د ټولو هغو څیزونو په اړه له فکر او اندېښنې د خلاصون لاره ده، چې پوهېږو هغه ټول له لاسه ورکوو. تاسې مخکې له مخکې خلع سلاح شوي یاست. پس هېڅ داسې توجه نشته چې تاسې د دې لنډ او محدود ژوند په دوران کې د خپل زړه غږ وا نه وری او د هغه په خوښه د یوڅه تر سره نه کړی.»
هره لحظه دا امکان شته چې موږ ته مرګ را ورسېږي، هېڅوک په دې دنیا کې تر اخره نه پاتې کېږي. همدا دلیل دی چې د خپل ځان او ټولو هغو کسانو په اړه چې زه ورسره پېژنم، د احسان او نېکۍ پوروړی یم. څو هره لحظه په سم ډول ژوند کولو او د هغوی د باور وړ کس جوړ شم. دا له واقعیت سره مخ کېدل او په هر وضعیت کې د خطر منلو مانا ورکوي.
کله چې یو خطر ارزوی، واقعیتونه څنګه وینی؟ په دې اړه له ځان لاندې پوښتنې وکړئ:
- بل کوم کس دا کار سرته رسولی شي؟
- تر کومه حده کېدای شي حالت بد شي؟
- تر کومه حده کېدای شي دا حالت ښه مخکې لاړ شي؟
- ایا تېروتنه به وشي؟
- ایا د هغه کار د سرته رسولو لپاره کاپي لېوالتیا لرم؟
- ایا پر ځان باور لرم؟
- ایا پر خپله ډله یا ګروپ باور لرم؟
څومره چې له ځانه ډېرې پوښتنې وکړی او هغه ته ښه ځوابونه ورکړی، هومره د خطر منلو د ارزوني او دا چې ایا دا خطر منل پر ځای دي او که نه، ښه چمتووالی نیول کېږي.
ډېر کم داسې پېښېږي چې خطر منل به له ځان سره ارامي ولري او دا یوه اړتیا ده چې د هغه لپاره باید له خپلې محدودې امن ساحې راووځو. دا هماغه ځای دی کله چې تاسې لوی خطر منی، باید په هغه کې ژوند هم وکړئ. زه څو ځلې له داسې حالتونو سره مخ شوی یم چې د لوی خطر په منلو سره مې د وېرې او یو ډول اندېښنې احساس کاوه؛ خو پوهېږم چې د هغه لارې پيدا کولو ته اړتیا لرم چې خپله وېره او ډار پرې لرې کولای شم او بالاخره مې همدا کار وهم کړ.
دې لارې چارې مې وېره او ډار پاک له منځه یو نه وړل، خو دومره شوم چې خپله وېره مې پرې کنټرول کړه او ومې شوای کولای چې خطر ومنم. هغه لارې چارې دا دي:
۱ـ پېژندنه: زه څوک یاستم؟ زه هغه څوک یاستم چې د پرلهپسې هڅې او کار سرته رسولو وړتیا لرم.
۲ـ اقدام: کوم کار به سرته رسوم؟ اقدام وکړئ او د احساساتو په نظر کې نه نیولو سره هغه څه تر سره کړئ، چې سم دي.
۳ـ احساسات: څنګه به پرمختګ وکړم؟ د خپل اقدام په واسطه به خپلو احساساتو ته نوی رنګ ورکوم؛ خو زما موندنه څه ده؟ هر ځل مې چې په جرئت سره عمل کړی او پر ځای د دې چې احساساتو ته مې د دخالت اجازه ورکړم، هغه کار مې سر ته رسولی چې سم و او ارادې مې پر وېرې غلبه کړې ده. دې وېرو زما لمن هېڅ وخت نه ده پرې اېښې، خو دا یې هم نور نه دي کړي چې زما کنټرول په لاس کې واخلي.
غیر مسلکي کس پر دې باوري وي چې لومړی باید وېره له منځه یوسي، څو بیا وشي کولای چې کار تر سره کړي. خو مسلکي کسان بیا پوهېږي چې هېڅ وخت نه شي کولای چې کاملاً پر خپله وېره برلاسي شي.
زه دا خبره منم او وایم، دا چې موږ نه شو کولای کاملاً پر وېره برلاسي شو، باید له هغه سره د چارچلند ډول زده کړو. زه دې چارچلند ته له امن ساحې بیرون د ارامۍ احساس کول وایم.
له خطر سره د مخ کېدو او پر هغه د برلاسۍ لپاره باید خپل احساسات او شکونه کنټرول کړو. زه په بېلابېلو موقعیتونو کې د پرلهپسې بریا تر لاسه کولو چې لوی خطر منلو ته اړتیا لري، کوښښ کوم چې له خپلې محدودې امن ساحې بیرون د ارامۍ احساس وکړم. څنګه دا کار کوم؟
- په هینداره کې نه ګورم، څو داسې احساس ونه کړم چې ظاهراً ښه نه مالومېږم.
- ماتې مې نه شمېرم، د هغه پر ځای له هغه اخیستل شوي درسونه شمېرم.
- کم مې پر وېرو او ډېر مې پر موخو تمرکز کوم.
زه وایم، هرڅه د رهبرۍ په واسطه مخکې ځي او شا ته پاتې کېږي. د دې جملې د الفاظو تر شا اصلي هدف د خطر منل دي. رهبر هم باید د خطر منلو ځانګړنه ولري، که غواړی چې یو سخت څه تجربه کړی، باید یا یو ښه رهبر و اوسئ او یا هم یو ښه همکار پيدا کړئ.