د ۲۰۲۱ کال د چين د دوو مجلسونو د سږنيو کلنيو غونډوپر مهال نندارچيان کولی شي د چين په دولتي موزيم کې د سپوږمۍ خاوره وګوري. د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د چين د فضايي چارو ادارې دولتي موزيم ته د سپوږمۍ د خاورو ۰۰۱ نمبر نمونه ورکړې او تر هغه وروسته يې په رسمي ډول دولتي موزيم کې خلکو ته ښودل شوې.
په دې وروستيو کلونو کې د چين د ساينس او ټکنالوژۍ ډګر د لوېديځو هېوادونو تر غير معقول فشار لاندې له ډېرو ننګونو سره مخ شوی، خو د تېر کال د دسمبر په ۱۹مه نېټه د چين فضايي چارو ادارې د سپوږمۍ ۱۷۳۱ګرامه خاوره د چين ساينس اکاډمۍ ته وسپارله کوم چې د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ستوربېړۍ لخوا له سپوږمۍ څخه راوړل شوې ده. وروسته د دغو خاورو نمونې د زېرمې، علمي شننې او څېړنې کارونه د يادې اکاډمۍ تر مشرۍ لاندې ترسره شوي دي. د سپوږمۍ د پلټنې چارو چيني ملت ته يو ځل بيا روحيه ورکړې چې د تر ټولو ښه ځواک په درلودلو سره له بهرنيو ننګونو سره مقابله کولای شي.
د چين د د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د چانګ عه پنځم نمبر دستګاه له خوا د سپوږمۍ اکتشافي دندې له عالمانو سره ليدنه وکړه او د سپوږمۍ د خاورو نمونې او اړوند نندارتون يې وکتل. هغه د دې دندې برياليتوبونه وستايل او پر دې يې ټينګار وکړ چې چيني عالمان بايد د هېواد د غوره ميکانيزم په کارولو سره ګام په ګام بهرنۍ فضايي اکتشافي چارې تر سره کړي، څو د دولت پرمختګ او د فضا د سوله ييز استعمال لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي.
چين په ۲۰۰۵ کال کې د سپوږمۍ د پلټنې لپاره د “ګرځېدو ، راښکته کېدو او بېرته راستنېدو” خپل درې پړاوييز پلان وړاندې کړ. په هغه وخت کې ، د فضايي ټکنالوژۍ لرونکو پرمختللوهېوادونو هم په جلا جلا توګه د سپوږمۍ د پلټنې لپاره خپل پلانونه وړاندې کړل.
په هرصورت ! اوس له هغه وخته ۱۶ کاله تېرشوي. کله چې موږ بېرته شاته وګورو ، نو پوه به شو چې محدودو هېوادونو په دې کال کې د سپوږمۍ د تفتيش په اړه د ځان لپاره موخې ټاکلې، خو يوازې چين هېواد خپلې ټاکلي هدفونه بشپړ کړي.
د چين د چانګ عه پنځم نمبر فضايي اکتشافي دستګاه د تېر کال د ډسمبر د ۱۷مې نېټې په سهار په بريالۍ توګه راښکته شوه. دغې اکتشافي دستګاه له سپوږمۍ څخه خاورې او ډبرې راکوزې کړې دي.له ۴۴ کلن ځنډ وروسته انسانان بيا وتوانيدل چې سپوږمۍ ته اکتشافي دستګاه ولېږي او له ځان سره خاورې او ډبرې راښکته کړي، له دې ښکاري، چې چين د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې يو لوی ګام پورته کړی دی. خو د خپلو هيلو د پوره کولو په بهير کې يې زياتې ستونزې ګاللې او په بريالۍ توګه ترې وتلی. په تېرو ۱۶ کلونو کې د چين د سپوږمکۍ د پلټنې پروژې “شپږ جنګونو او شپږو برياوو” ترشا د چيني ساينس پوهانو نسل په نسل اتلولۍ له برکه ده چې چين له ستونزو څخه وېره نه لري او په زړورتيا سره ټېکنالوژيکي اوج ته ورځي.
د نوي ډول دولتي نظام غوره والی د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم يوه مهمه اداري ګټه ده. دا ترټولو قيمتي سرچينه او ډېر غالب ځواک دي . ۵۰ کاله دمخه د اټومي بم، هايډروجن بم او د دونګ فانګ هونګ په نوم د سپوږمکۍ څخه د تېر کال د چانګ عه پنځم نمبر تر اکتشافي ستوربېړۍ پورې،تر هغه وخته چې له لويو ننګونو او ملي دندو سره مخ شو ، چين د خپل نظام په ګټو تکيه وکړه. په نوې زمانه کې چين له دې وضعيت سره مخ دی چې ځينې لوېديځ هېوادونه همکاري نه کوي، بلکې پر چين فشار اچوي، چين بايد خپلو نظامي ګټو ته پوره لوبه وکړي او ملي ګټې لوړه موخه وګڼي، په تېره بيا د فضا په ډګر کې.
د خوښۍ وړ خبر دا دی چې چين ويلي، د مساواتو او ګډو ګټو پر اصولو به د بېلا بېلو هېوادونو له همکاريزو ارګانونو او علمي پوهانو سره د سپوږمۍ د خاورو او ډبرو نمونې شريکې کړي او دا د ليري فضا د لا څېړنې او پېژندنې په برخه کې د چين عملي کوښښونه دي.
د سپوږمکۍ د پلټنې په برخه کې د لاسته راوړنو سربېره ، د “تيان ون لومړۍ نمبر” په نوم د مريخ علمي څيړنيزه دستګاه اوس مهال مريخ ته نژدې ځمکې ته د راښکته کېدو تيارې نيسي. په ورته وخت کې، چين په فعاله توګه د فضا سټيشن رامنځته کوي ترڅو د انسانانو هوساينې پرمختګ کې نوي او لويه مرسته وکړي.
په داسې وخت کې چې د نړۍ پرمختګ ډېر متوازن دی او پرمختللي هېوادونه د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په غير منطقي ډول پرنورو هېوادونو فشار اچوي . انحصار ، سخت کار او خپلواک نوښت د چين د پرمختګ لپاره يوازينی اصل دی. زما په اند “د سپوږمۍ د پلټنې روحيې” يو ښه توضيح دی.