د مهربانۍ په تر ټولو لومړني تعریف کې ویلای شو چې مهرباني هغه د زړه له اخلاصه او له رخې خالي ارزښت دی، چې نورو ته یې ورکوو. دا چې د نورو لپاره تر ټولو غوره غوښتنې او لورېینې ولرو او پر دې پوه شو چې هغوی هم همغه غوښتنې، اړتیاوې، انګېزې او ان همغه وېرې له ځان سره لري چې موږ یې لرو، باید مهربانه و اوسو. ارواپوه او فیلسوف فروچي Piero Ferrucci مهرباني د «اسانه ژوند کولو» لار بولي، ځکه مهرباني انسان د منفي فکرونو او احساساتو لکه کرکې، بد ګمانۍ او فرېب ورکولو له دام او اسارت څخه ازادوي. په خلاصه ډول ویلای شو چې مهرباني ټولو موجوداتو ته د رښتیني ارزښت ورکولو په مانا ده. د نورو پر وړاندې مهرباني او بښنه تمرین کړئ. د مهربانۍ د مهارت نه درلودلو، خجالت کېدو او پر دې نه پوهېدلو ستونزې او نیمګړتیاوې چې څه ډول کولای شو نورو ته نږدې شو، هغه وخت رفع کېدای شي چې د دې نیمګړتیا د له منځه وړلو لپاره لاس پکار شئ او یاد مسیر ته تر هغه دوام ورکړئ چې مهرباني مو په وجود کې پر یوه نه بېلېدونکي عادت او ځانګړنه بدله شي.