یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

 چين د دوو مجلسونو د کلنيوغونډو پرېکړې پر نړيوالو څه اغېز لري؟

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

مارچ 7, 2021
in لیکنې
0 0

همدا اوس په پلازمېنه بېجينګ کې د چين د ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډې روانې دي. چينايان دغه دوه ارګانونه دوه مجلسونه بولي.

د چيني رسنيو د معلوماتو له مخې ياد دوه مجلسونه د دغه هېواد د واک او سياسي مشورو تر ټولو لوړ ملي مراجع دي چې هر کال يو ځل عمومي غونډې کوي او د ياد هېواد د دولت او واکمن گوند پر مشرتابه سربېره پکې له مختلفو پرګنو او ګوندونو استازي ګډون کوي چې د دواړو مجلسونو مجموعي شمېر شاوخوا پينځه زرو ته رسېږي، پکې د کال تر ټولو مهمو سياسي موضوعاتو په اړه له بحث او غور وروسته د رای ګېرۍ له لارې نهايي پرېکړه کېږي او دولت ته خط مشې تعينوي.

يادې غونډې نړۍ ته څه مثبت پيغام لري؟

هر کال د چين صدر اعظم د دوو مجلسونو په کلنيو غونډو کې د حکومت د تېر کال کاري رپوټ وړاندې کوي او د استازو لخوا سنجول کېږي. له معمول سره سم، دغه کاري رپوټ دوه برخې لري: يوه يې د تېر کال د حکومت کاري لاسته راوړنې او د تجربو غورچاڼ، بله يې د روان کال کاري پلانونه دي. د بېلګې په توګه، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د حکومت کاري رپوټ د وړاندې کولو پرمهال هيله وښوده چې د ۲۰۲۱ کال لپاره د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۶ سلنې نه زيات پرمختګ ومومي او و يې ويل چې چين به په ۲۰۲۱ کال کې د خپلواکۍ او سولې ډيپلوماتيکو تګلارو ته دوام ورکړي، نړيوالو همکاريزو اړيکو ته به مثبت پرمختګ ورکړي، د انسانانو او نړيوالو اړيکو ګډ برخليک ټولنې ابادي به پرمخ بوزي، ورخلاصون او همکارۍ ته به دوام ورکړي، پر لا عادلانه او مناسب لوري د نړيوال اداري سيتسم د ګام پورته کولو لپاره به هڅې وکړي، نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ به ژورې کړي او د ساري ناروغيو د وقايې او مخنيوي په اړوندو همکاريو کې به مثبت ګډون وکړي.

داسې معلومات پر نړۍ څه اغېز کوي؟

لومړی، د چين د اوسني او راتلونکي پرمختيايي حالت معلومېږي. نړيوال به په دې پوه چې د چين حکومت به په روان کال کې د اقتصادي پرمختګ لپاره لا زيات کوښښونه وکړي، د چين راتلونکې ډيپلوماتيکې تګلارې به د سولې او خپلواکۍ پر لوري لا زيات ګامونه پورته کړي او ښايي د کرونا وبا ضد نړيوالۍ همکارۍ کې لا مثبته برخه واخلي.

په اندونيزيا کې د اسیا څېړنيز مرکز مشر بنبانګ سورنويو په دې اړه ويلي، دا چې چين له تېر کال راهیسې په اقتصاد او کرونا وبا ضد مبارزه کې د ليدو وړ وتلي لاسته راوړنې موندلې، د دغه هېواد او ټولې نړۍ لپاره مثبت اهميت لري.

دوهم، د چين له برياليو تجربو څخه برخمن شي. د روسیې د علومو اکاډمۍ د ليرې ختيځ څېړنيز مرکز مسؤل اندري وينوګلادوف څرګنده کړه چې د کرونا وبا ضد، د بېوزلۍ له منځه وړلو، د نړيوالې ادارې د پرمخبيولو، علمي او تخنيکي نوښتونو د هڅولو په شمول زياتو برخو کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ همکارۍ مخ په زياتېدو دي، نو هيله لري چې له چين سره اړوندې تجربې شريکې کړي.

درېيم، د چين په يادو کلنيو غونډو کې ښودل شوی مثبت معلومات او پيغامونه نړيوالو ته د اقتصادي سمسورتيا پياوړی باور برابروي. تېر کال چين په نړۍ کې يوازينی عمده اقتصاد ګرځېدلی چې مثبت پرمختګ يې وموند. دا د نورو هېوادونو لپاره تر ټولو ښه زيری دی چې ښايي دوی ژر د کرونا وبا ضد مبارزه کې برياليتوب هم تر لاسه کړي او اقتصادي او ټولنيزې چارې هم بېرته اعاده شي. د ترکيې د KEYMEN درملو شرکت اجرائيه رئيس زنديرک الاګز په دې اړه ويلي چې چين له نورو نه مخکې په خپل هېواد کې کرونا وبا کنټرول کړه او اقتصادي پرمختګ يې موندلی دی. دا ډېر وتلي برياليتونه دي چې د نړيوالې ټولنې لپاره ښه نمونه ده.

نړيوالو ته به ولې د دې غونډو موضوعات مهم وي؟

۲۰۲۱ کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر او د چين د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ څوارلسم ۵ کلن پلان پيل دی. د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په ۴مه غونډه کې به پر څوارلسم ۵ کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د ليرې موخو پر مسودې بحث وشي. دا په راتلونکو ۵ کلونو کې د چين تر ټولو مهمه ملي ستراتيژي ده چې پکې د دغه هېواد د مختلفو ساحو، په تېره بيا اقتصادي چارو پرمختيايي لوري روښانه کېږي.

دا چې چين د نړۍ يو لوی صادراتي او وارداتي مرکز او ستر اقتصادي قدرت ګڼل کېږي، له بلې خوا دا چې د يادو غونډو د بحث يوه موضوع د چين د وارداتو او صادراتو پر تګلارو غور کول او تاييدول دي، ځکه نړيوال، په ځانګړې توګه سوداګر دې پرېکړو ته پاملرنه کوي. د چين حکومت به په راتلونکي کې کومو چارو ته زياته پاملرنه وکړي، په کومو برخو کې به زياتې پانګونې وکړي، د وارداتو او صادراتو څه ډول تګلارې به پلې کړي، آيا بهرنيو پانګه اچوونکو ته به اسانتياوې برابرې کړي که نه؟ که تاسو يو سوداګر ياست يا پلان لرئ چې له چين يا چينايانو سره سوداګري او معامله وکړي، دا ستاسو لپاره تر ټولو ګټور او مهم معلومات دي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In