جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

ایاز او محمود

لیکنه: صفیه حلیم

سپتمبر 18, 2018
in تحلیل
0 0

د ۱۱ مې پېړۍ په لومړیو کې د غزني د سلطان محمود یو مریی ایاز د یو افسانوي اتل په شان شعر او ادب کې وستایل شو.

«غلام بچه» په مرکزي اسیا او ترکیې کې هغه مرېیان وو چې د پاچا په دربار کې به یې د نورو شهزادګانو په څېر ژوند کاوه. د اس ځغلولو، جنګي مهارت او دیني زدکړو نه وروسته به د پاچا د ساتندویانو او تر ټولو باوري کسانو په ډله کې هم شامل وو. هر چا ته به د دوی د استعداد سره سم، کارونه او عهدې ورکول کېدې. د غزنویانو په سلطنت کې به د مرېیانو ځانګړې شعبه وه چې پکې د دوی معاش، عهدې او فرایض ټاکل کېدل. په هندوستان د حملو په وخت بې شمېره خلک غزني ته لاس تړلي راوستل شول. په دوی کې هندو شهزادګان هم وو چې وروسته یې د سلطان مسعود د زامنو په پوځ کې لوړې عهدې ترلاسه کړې.

د ۹۹۷ کال د اګسټ په ۵ مه امیر سبکتګین مړ شو، نو درې زامن يې د تخت دعوه دار وو. د محمود او د هغه د بل ورور نورالدین میندې مینځې وې او د باچاهۍ وړ نه ګڼل کېدل. اسماعیل د پلار په ژوند کې باچا نومول شوی و، ځکه د ده مور د لوړې کورنۍ نه وه. محمود په نیشاپور کې د غزني له پېښو خبر شو. دی بېرته ورغلو او له ورور سره وجنګېدو، هغه يې ونیولو او د ټول عمر لپاره یې د ګوزګان (جوزجان) په کلا کې بند وساتلو. د سلطان محمود ۹ مېرمنې او بې شمېره اولادونه وو.

په ۱۰۰۵ کال کې یو تنکی او ښایسته ځوان احمد ایاز غزني ته د یوې ډلې مرېیانو سره ورسېدو. وایي چې دی د جورجیا اوسېدونکی و او پلار يې «ایماق» نومېدو، خو په منګولي ژبه کې «ایماق» قبیلې ته وایي، نو کېدای شي چې ایاز د دغې قبیلې نه و. په افغانستان کې اوس هم له ۵ نه تر ۸ لکو پورې «ایماق» وګړي، کوچیاني ژوند کوي. په یو بل متن کې د ایاز پلار «ابوالنجم» (د ستوري پلار) نومېږي، خو دا هم ممکن یو لقب وي. دا چې ایاز د محمود دربار ته څنګه ورسېدو، څوک خبر نه دي؛ خو ایاز ته يې د دیني زده کړو لپاره یو استاد حکیم افضل کاشاني وټاکلو. ورسره د غشي ویشتلو، اس سورلۍ، پوځي مارش او د دربار ادب يې پرې زده کړل. د نورو مرېیانو په پرتله ایاز هرڅه په لږ وخت کې نه یوازې زده کړل، بلکې په دې کې کمال ته ورسېدو.

د ایاز لپاره د سلطان محمود د مینې څو وجوهات وو. یو دا چې هغه خپل بادار ته پتمن او مودب و. وایي چې یوه ورځ سلطان د خټکي یوه ټوټه ایاز ته د خوړلو لپاره ورکړه. ده په خوند وخوړه، نو سلطان دویمه ټوټه په خپله وخوړه چې سخته ترخه وه. هغه په حیرانتیا له ایاز پوښتنه وکړه چې: «دومره تریخ خټکی دې څنګه وخوړو؟»

ایاز وویل، «خټکی په رښتیا چې ډېر تریخ و، خو زړه راته وویل، دا هم هغه لاسونه دي چې هره ورځ درته خوندوره ډوډۍ درکوي. که یوه ورځ دا ترخه شوه، نو د دې توکول د مینې د ادب خلاف خبره ده».

وایي چې «احمد ایاز لوی وېښته لرل چې دی به ورسره ډېر ښایسته ښکارېدو. یوه ورځ د سلطان محمود ورته پام شو، نو مینه يې پرې ماته شوه. د دې لپاره چې دغه وېښته یې غیر شرعي کار ته ونه هڅوي، ایاز ته يې خپل خنجر ورکړو چې وېښته پرېکړه».

دا افسانې وې او که حقیقت، خو د محمود او ایاز مینه افسانوي شوه. د پارس د خلکو سلطان محمود نه خوښېدو، نو ځکه فارسي شاعرانو ورباندې د همجنس کېدو تور لګاوه. همداسې په هند کې هم د سلطان محمود نه کرکه کېږي او د ایاز سره د ده مینه نامشروع بولي. ابو سعید ګردېزی د سلطان محمود د دربار مورخ و او د هغه وخت په تاریخ کې يې د ایاز د پوځي خدماتو ذکر کړی دی. سربېره پر دې، البیروني، منشي بهنډاري او ابو الفضل بیهقي هم د ده تاریخ لیکلی دی.

په ۱۰۰۲ کال کې د راجه جي پال سره د جنګ لپاره د محمود په لښکر کې ایاز هم شامل و. کله چې د غزنوي پوځ پنجاب ته په لاره د یو سیند پرغاړه د ایسارېدو نیت وکړو، نو سلطان محمود ایاز ته امر وکړو چې یو مناسب ځای دې ورته غوره کړي. ده غزنوي لښکر په یوې غونډۍ بوتلو چې د ځایي خلکو د حملې پر وخت خپله دفاع يې کولی شوه.

په ۱۰۲۱ کال کې غزنوي پوځ تر ۶ میاشتو پورې د لاهور ښار محاصره کړی و. هغه وخت ایاز هم د سلطان محمود سره مل و. ځینې خلک وایي چې ایاز هغه وخت د لاهور حاکم وټاکل شو، خو دا سم نه دي؛ ځکه محمود د ایاز نه یوه شېبه بېلېدل نه غوښته.

په لاهور کې د هندو شاهانو د ماتې نه وروسته سلطان محمود خپل قاضي ابوالحسن علي د لاهور حاکم وټاکه. د ده سره د پوځ ۴ مشران هم پاتې شول چې عبد الله قره تګین، ابوالفتح دمغان او د کرمان ابوالفرج وو. څلورم جنرل «ارارق» نومېدو چې د لاهور د امنیت نه خوشاله نه و. هغه د قاضي سره یو ځای لاهور په خپل کنټرول کې کړو. د لاهور نوم هغه وخت «محمود پور» شو. په ۱۰۳۰ کال کې د اپرېل په ۳۰ مه سلطان محمود له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه وخت ایاز ورسره و او د خپل بادار د لمبولو او د ده د جنازې ټول انتظام هغه پخپله تر سره کړل.

د سلطان دوه غبرګوني زامن جلال الدین محمد او نصیر الدین مسعود وو. سلطان محمود په خپل ژوند کې مسعود خپل ځای ناستی ټاکلی و، ځکه محمد عیاش و. خو محمد د څو درباریانو په ملاتړ د پاچاهي پر تخت کېناستو. مسعود له غزني بهر و او څو میاشتې وروسته د ایاز په هلو ځلو يې له ورور تخت ونیولو. هغه لومړی د محمد سترګې ړندې کړې او وروسته یې بندي کړو. په ۱۰۳۲ کال کې احمد نیالتګین په لاهور کې بغاوت وکړو. هغه وخت ایاز، سلطان مسعود ته مشوره ورکړه چې یو هندو جنرال «بناه» دې له غزني، لاهور ته ور واستوي چې د نیالتګین مخه ونیسي، خو «بناه» په لومړي جنګ کې  ووژل شو. بیا یو بل هندو جنرال «تلک» يې له غزني ور ولېږلو. نیالتګین د ملتان لوري ته وتښتېدو، نو تلک د هغه نیولو لپاره یوه وړه ډله ورپسې کړه او دی يې ووژلو. سلطان مسعود د ایاز رتبه لوړه کړه او هغه ته يې د «ملک» خطاب وکړو. بیا یې دی د خپل مشر زوی «مجدود» سره لاهور ته واستاوه. «ملک ایاز» د ۱۰۳۷ کال د اګسټ په ۲۹ مه لاهور ته ورسېدو. مجدود تش په نوم حاکم و او ټول حکومتي کارونه ورته «ملک ایاز» کول. د لاهور ښار د څو کلونو په جنګونو کې وران شوی و او خلکو ترې کډه کړې وه. ایاز د پخوانۍ کلا فرش ۸ مټره لوړ کړ، ځکه د راوي سیند د سیلابونو له امله به ورته هر کال زیان رسېدو. د ښار چاپېره يې د خټو یو دېوال جوړ کړ. هغه هندوان چې د جنګ له وېرې له ښاره تښتېدلي وو، بېرته يې په ډاډ راوبلل.

اخوا مسعود ته د ترک سلجوقیانو له خوا ګواښ وشو. د غزني چاپېره د دوی حملې کېدې او خلک په تېښته وو. سلطان مسعود خپل ټول مال او دولت چې پلار يې د هند نه لوټ کړي وو، په سوونو اوښانو بار لاهور ته روان کړل. د مارګله (اوسني اسلام اباد) سره د ده محافظانو او چارواکو دغه خزانه په خپلو کې ووېشله. د مسعود نابینا ورور محمد د ټکسلا په «ګیري» کلا کې په بند کې ساتل شوی و. د لوټ شوې خزانې سره د مسعود چارواکي، محمد ته ورغلل چې پاچا شي، خو محمد په «ګیري» کې خپل زوی، احمد نوی پاچا اعلان کړ. احمد په کلا کې ځان پیاوړی کړو او هلته يې په ۱۰۴۱ کال کې په مسعود حمله وکړه او دی يې ووژلو، خو د مسعود پوځ د ده بل زوی شهاب الدوله مودود نوی پاچا اعلان کړو او غزنی يې بېرته ونیو. مودود د خپل تره او تربور سره د جنګ لپاره اباسین ته ورغلو او هلته یې د تره او تربور ټبر ووژلو.

د اباسین نه ور اخوا پنجاب د مودود د ورور، مجدود په لاس کې و چې لاهور يې پلازمېنه او ایاز يې وزیر و. د ۱۰۴۱ کال د اګسټ په ۴ مه دواړو وروڼو له خپل خپل پوځ سره د لاهور نه بهر یو بل ته مخامخ کمپ ولګوو. دا د حج ورځې وې، نو څو ورځې جنګ ونه شو. د لوی اختر په شپه، مجدود په خپلې خېمې کې مړ وموندل شو، خو د ده په بدن د زخم نښه نه وه. څلور ورځې وروسته د ۱۰۴۱ کال د اګسټ په ۸ مه ملک ایاز هم هغسې په مرموزو حالاتو کې مړ شو. د مودود لاره صفا شوه او دی د غزنوي سلطنت واکمن شو. د ایاز د مړینې سبب معلوم نشو.

ایا دی قاتل و او ځان يې په خپله ووژلو، یا که یو قاتل مودود او ایاز دواړو ته زهر ورکړي وو؟

ملک احمد ایاز شاوخوا ۵ کاله د لاهور حاکم و، خو په نورو تاریخونو کې وایي چې ده ۲۲ کاله د لاهور چارې په لاس کې درلودې. د ایاز ښکلې مقبره د لاهور ښار له دېوال بهر جوړه وه چې ورسره یو باغ هم و. په ۱۸۱۱ کال کې سکانو دغه باغ وران کړ او یوه ضراب خانه (ټکسال) پکې جوړه شوه، خو قبر يې د یوه وړوکي جومات تر څنګ پاتې و. د ۱۹۴۷ کال نه وروسته د ښار څو تجارانو پخپلو پیسو د ملک ایاز په قبر یوه کوټه جوړه کړه. د لاهور خلک اوس د ده په قبر هر کال عرس نمانځي.

 

Share8Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In