دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين مقننه قوه؛ له نورو متفاوته او يوه بېله بڼه

لیکنه:نقيب الله مل

مارچ 10, 2021
in لیکنې
0 0

مخکې له دې چې د چين مقننې قوې د سيستم په اړه خبرو او معلوماتو ته لاړ شم، ښه ده چې لومړی د پارلمانونو په اړه يوه لنډه مقدمه او څو خبرې وکړم. نن په نړۍ کې ډېری هيوادونه د پارلمانونو يا پارلمانونو ته د ورته مجلسونو لرونکي دي، ښايي تر بېلابېلو نومونو، ځانګړتياوو، سيستمونو او جوړښتونو لاندې وي چې پر هغه بحث او خبرې نه کوم، خو همېشه يې موجوديت او اړتيا د يو قانونمند او منظم دولت د درې ګونو قواوو څنګ په څنګ کار او همکارۍ مهمې دي او د درې ضلعي مثلث چوکاټ تکميلوونکي په توګه يې رول مهم او ارزښتناک دی. پرته له تقنيني قوې دولتي چوکاټ نيمګړی دی او د يو بشپړ ولسواک دولت نوم او خطاب ورته نه شي کېدلی.

د پارلمان کلمه اصلاً د فرانسوي ژبې ده، چې د خبرو اترو، سلا مشورو کولو او ورکولو مانا لري. په بېلابېلو هيوادونو کې پارلمانونه متفاوت او بېل جوړښتونه، سيستمونه او نومونه لري، لکه موږ چې په افغانستان کې د پارلمان لپاره ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه)، په چين کې ملي ولسي کانګرېس او ملي مشورتي کنفرانس، په روسيه کې دوما، په پاکستان کې نیشنل اسمبلي، په مصر کې مجلسه شعب او په ايران کې ورته د اسلامي شورا مجلس نوم کارول کيږي.

پارلمانونه د يو قانونمند او ډيموکرات نظام په اډانه او اساس جوړونه کې خورا مهم او ارزښتناک بلل کيږي، په همدې بنا د ډېرو هيوادونو په نظامونو کې يې رول او ونډه د يوې باصلاحيته قوې په توګه جوته او څرګنده ده.

د چين ولسي جمهوريت مقننه قوه له دوو مجلسونو جوړه او رامنځته شوې ده، چې د ملي ولسي کانګرېس او ملي مشورتي کنفرانس په نومونو يادېږي.

د دود له مخې، کله چې د چين د دوو ملي مجلسونو عمومي ناسته پيل کيږي، په لومړۍ ورځ غونډې ته د صدر اعظم لخوا د دولتي شورا او د نورو حکومتي مسوولينو په استازولۍ د کلني کاري راپور لنډيز وړاندې کيږي او هم د راتلونکي کال د کاري پلانونو عمده محتويات تشريح کيږي.

چين په نړۍ کې د يو لوی نفوس لرونکي هيواد په توګه، همداسې يې مقننه قوه هم د لويې او ځواکمنې قوې په توګه ياديږي، چې د غړو او استازو د شمېر له مخې په نړۍ کې تر ټولو ستره مقننه قوه ده. د چين د سږني ملي ولسي کانګرېس د غړو شمېر ۲۹۵۴ تنه دی، چې د غړو شمېر يې له ۳۰۰۰ زياتیږي. په دې جمله کې د ولايتي کانګرېسونو د غړو شمېر ۱۰۰۰ تنه دی. د مرکزي حکومت تر واک لاندې ښارونو، کورواکو سيمو، خاصو اداري سيمو د استازو شمېر ۶۵۰ تنه دی او د قانون له مخې د ملي لږکيو وګړي په ملي ولسي کانګرېس کې د يو يو استازي لرونکي دي. د بلې خونې يانې د ملي مشورتي کنفرانس د غړو شمېر ۲۱۵۸ تنه دی. د دواړو خونو د غړو او استازو تقنيني دورې پنځه کلنې دي.

د ملي ولسي کانګرېس غړي د ولايتونو، ښارونو، کورواکو سيمو، د خاصو اداري ځايي کانګرېسونو د غړو لخوا ټاکل کيږي. د ملي مشورتي کنفرانس غړي بيا د ولايتي، ښاري او کورواکو سيمو د دایمي کمېټو په خوښه ټاکل کيږي، چې پکې د ټولنې بېلابېلې برخې او صنفي اتحاديې ځای لري، لکه استادان، پوهان، ډاکتران، سوداګر، سپورټي ستوري، مخکښان، بزګران، زيارکښان او نور.

د چين د دغو دوو ملي مجلسونو کلنۍ عمومي ناستې په کال کې يو ځل معمولاً د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ په پلازمېنه بېجينګ کې د لسو ورځو لپاره دايريږي او په لویو هيوادونو، مهمو مسئلو، داخلي او بهرنيو تګلارو ټاکلو کې د قوانينو او اصلاحاتو په اړه سلامشورې، نظرونه او وړانديزونه مطرح کوي.

د دوو ملي مجلسونو کلنیو غونډو ته په چين کې د کال تر ټولو د مهمو سياسي ناستو په توګه کتل کيږي، چې د مهمو تصميمونو او د مهمو پرېکړو نظرونو تبادلې پکې کيږي. د رايو په اتفاق تر ټولو بهترين او د غوره تصميمونو لپاره کوم چې د خلکو او هيواد په ګټه وي، مطرح کيږي او ورته لومړيتوب ورکول کيږي. استازي د ملت او ولس په استازولۍ ورته رايې ورکوي، د خپلو رايو له لارې يې د قانون په چوکاټ کې راولي او په دې توګه يې له قانوني اعتبار او ځواکه برخمنوي.

د چين د دوو ملي مجلسونو پېژندنه

د چين ملي ولسي کانګرېس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين دوه ملي تقنيني، د قانون جوړولو او پرېکړه کولو باصلاحيته ارګانونو په توګه ياديږي. دلته د دې دواړو تقنيني ارګانونو پر لنډه معرفي باندې خبرې کوو.

لومړی؛ ملي ولسي کانګرېس د چين ولسي جمهوريت د سياسي نظام بنسټ بلل کيږي او د اساسي قانون له مخې، ملي ولسي کانګرېس د هېواد تر ټولو اوچت باصلاحيته او مقتدر تقنيني ارګان دی، چې غړي يې د ولايتي، ښاري، کورواکو سيمو، خاصو اداري سيمو او د ولسي ازادي بښونکي پوځ کانګرېسونو د غړو خپلمنځي ټاکنو له لارې ټاکل کيږي. د چين هر هغه تبعه چې د اتلس کلنۍ عمر ته رسېدلی وي او پر ټاکل شوو شرايطو برابر وي، د نوماندېدو حق لري.

د ملي ولسي کانګرېس په راس کې يوه دايمي کمېټه قرار لري او په تشکيل کې يې نور کمېسيونونه تر بېلابېلو نومونو لاندې کار او فعاليت کوي، چې مسووليتونه او د کاري موضوعاتو د ساحو حدود يې معلوم او مشخص دي. د دې جرګې د غړو ماموريت موده پنځه کلنه ده او هر کال يې يوه کلنۍ عمومي غونډه په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره کيږي. د ښځينه او نارينه استازو د ټاکنې تر منځ کوم توپير او امتياز نشته او د برابرو حقوقو لرونکي دي. په ملي ولسي کانګرېس کې اوس د ښځينه استازو ونډه ۲۵ سلنه ده.

د سږ کال د ۲۰۲۱ کال د مارچ پنځمه د چين ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورم کال کاري ماموريت عمومي غونډه د ۲۹۵۴ استازو په ګډون جوړه شوه. استازي د حکومت کاري ریپوټ اوري او د ریپوټ او کارونو ارزونه کوي.

د چين ملي ولسي کانګرېس د مهمو واکونو لرونکی دی، لکه د اساسي قانون او نورو اړوندو قانوني مصوبو، تقنيني فرمانونو، سندونو او سترو ملي قراردادونو ته د تایيد يا رد ته رايه ورکول، په قوانينو کې د اصلاحاتو، تعديلاتو راوستل او د دولت ریيس (جمهور ریيس) او مرستيالانو ټاکل يا عزل کول د دولتي شورا د غړو، وزيرانو، قاضي القضات او لوی څارنوال ټاکل يا ګوښه کول دي. د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ملي پلان يا ستراتيژۍ تصويبول او په بېړنيو حالاتو کې د جګړې يا روغې جوړې د پرېکړو کول دي.

دويم؛ ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په چين کې د څو ګوندي همکاريو او سياسي مشورو تر يو چتر لاندې د همکاريو او سياسي مشورو نظام دی. په ټول چين کې له ځايي او سيمه ييزو کمېټو څخه د پوهنيزو، مسلکي اکاډميکو ارګانونو، مرکزونو، د سياسي ګوندونو، د لږکيو قومونو مخورو او مشهورو څېرو چې د محبوبيت، صداقت او د ښو وړتياوو لرونکي وي، متخصصينو، استادانو او زيارکښانو له استازو جوړ شوی دی. څرنګه چې دا ډله غړي اکثره سترې علمي څېرې دي، د پراخو تجربو او نظريو لرونکي دي او عمده دندې يې د سياسي چارو په اړه د سلا مشورو ورکول او ازاد خپلواک نظارت کول يې له مهمو دندو دي. د دوی په راس کې يوه دايمي ملي کمېټه قرار لري او هغه چې د ګوندونو او مسلکي ساحو ګروپونو لخوا ټاکل کيږي، د هرې دورې کمېټې د غړو شمېر د تيرې دورې کمېټې په ریيسه غونډه کې تر تصوبېدو وروسته د دايمي کمېټې لخوا اعلانيږي، چې د ټولو ولايتونو، کورواکو سيمو او په هغو ښارونو کې چې د مرکزي حکومت د مستقيمې ادارې تر واک لاندې دي، په (بېجينګ، شانګهای، تيان جين، چونګ چينګ) کې سيمه ييزې دايمې څانګې او د کمېټو منظم تشکيلات يې فعاله دي.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د سږنۍ ديارلسمې دورې د څلورم کال عمومي کاري غونډه د ۲۰۲۱ کال د مارچ په څلورمه د ۲۱۵۸ غړو په ګډون جوړه شوه. د دې مجلس د غړو کاري موده هم لکه د ملي ولسي کانګرېس غړو په شان پنځه کلنه ده. د دې جرګې هم کلنۍ غونډه په کال کې يو ځل تر سره کيږي، چې له ملي ولسي مجلس سره تقريباً په يو وخت کې او هم‌مهاله وي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In