که مغز؛ ماهیچې او عضلې ته ورته یو څه فرض کړو، نو څنګه چې ماهیچه د سختو تمرینونو په وسیله وده کوي، کلکېږي او قوي کېږي، دغه ډول مغز هم له ذهني هڅو وروسته بدلون کولای شي. فرض کړئ، تاسو څو میاشتې په پرلهپسې ډول په ښي لاس ډېر او په چپ لاس لږ وزن پورته کوی او په ورزشي حرکتونو کې یې لږ کاروی؛ معلومه خبره ده چې ښي لاس ته د چپ په پرتله ډېر تمرین ورکول شوی او ښه کلک شوی دی. دا ځکه چې ښي لاس ډېر او چپ لاس لږ تمرین لیدلی. د چپ لاس دغه غیر متعادله ماهیچه هغه وخت وده کوي، چې د ښي لاس په څېر تمرین ورکړل شي، که نه، د دواړو لاسونو د ماهیچو تر منځ دغه نامتعدل والی هېڅ وخت له منځه نه ځي. نو لازمه ده چې د تمرین پر مهال چپ لاس د ښي په پرتله درې ځله زیات حرکت وکړي، څو له هغه سره یو شان شي او تعادل رامنځ ته شي. د مغز یا ذهن تمرین له فکر کولو، تصور او تجسم یا ورته نورو ذهني فعالیتونو څخه عبارت دی.