دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

نيالګي کېنوئ

لیکنه: لیلا؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله لیلا

مارچ 11, 2021
in لیکنې
0 0

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په اوومه نېټه، د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په څلورمه غونډه کې د داخلي مغولستان پلاوي د بحث په ناسته کې وويل، چې موږ بايد پاکې اوبه او شنه غرونه د طلايي او نقره يي غرونو په څېر وبولو او بايد پر همدې مفکورې ټينګار وکړو،  ايکولوژيکي چاپيريال ته بايد لومړيتوب ورکړو او د شين پرمختګ لاره بايد تعقيب کړو، د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې او ترميم  پروژې بايد ښې او سمې ترسره کړو، د ايکولوژيکي سيستم ساتنه بايد ګړندۍ او د ايکولوژيکي سيستم ثبات او پايښت بايد پياوړی کړو.

لنډ ويلی شو، چې بشر ” پاکو اوبو او شنو غرونو” ته اړتيا لري، نو مونږ ټول بايد د اوبو سرچينو او ونو ساتنې او د  نيالګيو کېنولو ته ځانګړې پاملرنه وکړو. د ايکولوژيکي او شين چاپېريال د ساتلو لپاره اړ يو، چې ډېر نيالګي کېنوو.

چينايانو په لرغونې زمانه کې د چينګ مينګ فيسټيوال په شاوخوا ورځو کې يعنې هر کال د اپريل په پيل کې د نيالګيو کېنولو دود درلود.  چيني پوهانو په ۱۹۱۵ کال کې د نيالګيو کېنولو د ځانګړې ورځې وړانديز کړی و، خو په دغه هيواد کې  په  ۱۹۷۹ کال کې د مارچ ۱۲مه د نيالګيو کېنولو ملي ورځ  په توګه وټاکل شوه.

د چين دولت د ۱۹۸۲ کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه حکم وکړ، چې هر چيني وګړی، چې يوولس کلنۍ ته رسيدلی وي، شرايطو ته په کتو مکلف دی، چې په کال کې له ۳ څخه تر ۵ پورې نيالګي کېنوي او ساتنه يې وکړي.

د چين دولت له يا حکم سره سم، اوس هر کال په ټول چين کې د نيالګيو کېنولو فعاليت ترسره کيږي. له شمېرنې سره سم، د چين دولتي مشرانو او ملکي وګړو له ۱۹۸۲م کال راهيسې په رضاکارانه توګه نيالګي کينولي، چې شمېر يې کابو ۴۹ مليارډو او ۲۰۰ ميليونو ته رسيږي.

د چين د کمونېست ګوند مشر او د هېواد لوی رهبر شي جين پينګ د نيالګيو کېنولو چارو ته په درنه سترګه ګوري او هر کال د نيالګيو کېنولو فعاليت کې برخه اخلي.  شي جين پينګ د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په ۳مه نېټه د بېجينګ ښار په دا شينګ سيمه کې د عامو خلکو د نيالګيو کېنولو فعاليت کې ګډون وکړ او ويې ويل، چې د ونو کېنولو په ټولنيز فعاليت کې زموږ برخه اخيستنه، نه يوازې دا چې په واقعي کړنو سره د اقتصادي او ټولنيزو چارو د اعاده کېدو هڅونه کوو، بلکې خپل چاپېريال او طبيعت ساتو، درناوی یې کوو او پر همدغو چارو ټينګار کوو.

د چين بېلا بېلې دولتي ادارې، شرکتونه، مختلفې ټولنې، پوهنتونونه، منځني او لومړني ښوونځي د هر کال په پسرلي کې خپل پرسونل تنظيموي او د نيالګيو کېنولو فعاليت کې ګډون کوي.

په چين کې اوس انټرنېټي ټېکنالوژۍ چټکه پراختيا موندلې ده، نو له دې وروستيو کلونو راهيسې په دغه هېواد کې د انټرنېټ له لارې د ونو کېنولو بېلابېل فعاليتونه ډېر مروج شوي دي او انټرنېټ کاروونکي کولی شي، د ګرځنده ټليفون د ځانګړي اپليټ (Applet) له لارې د نيالګيو کېنولو کې مالي مرسته وکړي او د ګرځنده ټليفون له لارې وخت په وخت د ونو حالات وڅاري.

په چين کې د نيالګيو کېنولو ورځ په ۱۹۷۹ کال کې ټاکل شوې، له هغه وخت راهيسې ۴۲  کاله تېر شوي  او  ټول  خلک هر کال ونې کېنوي او پايلې يې ترلاسه کړې دي. د تېرې پېړۍ د ۷مې لسيزې په پيل کې،  په چين کې پر ځنګلونو د پوښل شوې ځمکې انډول ۱۲ اعشاريه ۷ سلنه و او دا په ۲۰۱۸ کال کې ۲۲ اعشاريه ۹۶سلنې ته لوړ شو. اوس د چين ۲۲۰ ميليونه هکتاره ځمکه پر ځنګلونو پوښل شوې، چې دا په نړۍ کې لومړی مقام نيسي.

۲۰۲۱ کال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۴م پېنځه کلن پلان لومړی کال دی. د دغه پلان په مسوده کې وړانديز شوی، چې د ايکولوژيکي تمدن په جوړولو کې دې نوی پرمختګ ترلاسه او د ځنګلونو د پوښښ کچه دې ۲۴ اعشاريه ۱ سلنې ته لوړه شي، د ايکولوژيکي چاپېريال د جوړولو لپاره دې دوامدارې هڅې وشي، د ايکلوژيکي چاپيريال د خونديتوب دېوال دې لا مضبوط او کلک شي او د ښاريانو او بزګرانو ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

 ملګري ملتونه وايي، چې د ځنګلونو، ايکولوژيکي توازن او دوامدار پرمختګ د ساتنې او د چاپيريال د ښه والي لپاره د افغانستان په ګډون د نړۍ څه د پاسه۵۰ هېوادونو د نيالګيو کېنولو ځانګړې ورځې ټاکلې دي.

افغان حکومت د هجري شمسي جنترۍ له مخې د هر کال د کب  ۲۰ مه نېټه د نيالګيو کېنولو ملي ورځ ټاکلې ده. د دغه هېواد په کونړ او نورستان ولايتونو کې پراخ او ګڼ ځنګلونه شته، خو د دغه هيواد په لوېديځ، جنوب او شمال کې لږ بارانونه کيږي، کله کله په دغو سيمو کې وچکالي وي او دښتتې شاړې پرتې وي، نو د نيالګيو کېنول يوه ملي واجيبه ده، افغان حکومت يې کلک ملاتړ کوي.

افغان ملګرو! پسرلی را روان دی، راځئ نيالګي کېنوو او خپل چاپيريال شين او سرسبز کړو!

Share9Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In