زه په دغه مقاله کې د راوړلو شوو مسایلو په اړه ډېر حساس یم؛ ځکه ستاسې په څېر د باهوښه کسانو په څېر زه هم د مسوولیت احساس کوم. ما ۵۰ کاله د دې لپاره کار وکړ چې ژوند مې ښه شي او وشم کولای چې له نورو سره هم یو څه مرسته وکړم. له نورو سره د مرستې کولو په پرتله بل هېڅ شي هم ډېره خوشالي نه ده راکړې. دا خبره درته په صداقت کوم، باور پرې وکړئ. د دې کتاب له لیکلو مې یوازینۍ موخه ستاسې پرمختګ ده، څو وشی کولای له خپلو وړتیاوو په ښه ډول استفاده وکړی.
خو دا پوښتنه لا پر خپل ځای ده چې څه د دې لامل شول چې په دې اړه له تاسې سره په دې مقاله کې دا خبرې وکړم. د دغه مقالې د لیکلو ایډیا مې هغه وخت ذهن ته راغله کله چې د یو ښه کار یانې له خپلو ملګرو سره د ډوډۍ خوړلو او ګف شپ لګولو په حال کې وم. یوه ملګري مې د انسان د بالقوه وړتیاوو او دا چې څنګه کولای شي هغه ته لار ومومي، خبرې پيل کړې. دا وخت مې له ملګرو سره د دې موضوع په اړه څه کم دوه ساعته خبرې وکړې. هماغه وو چې د دوی له مجلس ګوښه او د میز پر سر ايښي کمپيوټر ته کېناستم. یوه ملګري مې راته وویل: ما تر اوسه خپلو بالقوه وړتیاوو ته د رسېدو او د هغه د پېژندلو په اړه کوم کتاب نه دی لوستی.
دې خبرې ما ته هغه ایډیا راکړه چې دوه کاله مې یې ذهن مصروف ساتلی و. دا چې د انسانانو د وړتیا او ظرفیت موضوع مې څو ځله په ذهن کې تاو راتاو کړه، نو هماغه وو چې په دې هکله مې له خلکو پوښتنې پيل کړې او د هغوی خبرې مې په ډېرې ارامۍ سره واورېدې. رښتیا چې له دې لارې مې ډېر څه زده کړل. بالاخره هماغه وو چې د وړتیاوو ننګولو موضوع مې په ذهن کې پخه شوه.
د وړتیاوو ننګونه
کله چې په ښه ډول اګاهي تر لاسه کړی، خپلې وړتیاوې لا پياوړې کولای شی او په ښه ډول انتخابونه کوی، کولای شی خپلو بالقوه وړتیاوو ته لار پيدا کړی.
همدا ننګونه ده چې په دې مقاله کې تاسې ته پرې لږ څه رڼا اچوم. که غواړی چې یوې پایلې ته ورسېږی، هغه مرحلې تعقیب کړئ چې زه یې تاسې ته ښیم.
د خپلو وړتیاوو د ننګونو لومړۍ مرحله په ښه ډول د ځان پېژندنه ده. په ښه ډول د ځان پېژندل هغه لومړی ګام دی چې زه یې خپلو وړتیاوو ته په کمه سترګه له کتلو راګرځولی یم او له نیکه مرغه دې کار مې په شخصي ژوند کې ډېر ژر خپل اغېز ښکاره کړ. هغه وخت مې یو روحاني لارښوود هم درلود، د هغه دنده د میږو پوول او د هغه ساتنه وه. دا ډېر مهم مسوولیت او ما هم وپتېیله چې باید هغه زده کړم یانې وکولای شم چې یوه ډله څاروي په ښه ډول رهبري کړم. خو هغه وخت مې د المر تاونز (هغه امریکايي کلیساوې چې چټک پرمختګ یې کړی) کتاب مطالعه کړ. د کتاب موخه له ډېرو کسانو سره د اړیکو ټینګول او په ښه ډول د یوې کلیسا رهبري وه. دا کتاب او پکې راغلې کیسې دومره په زړه پورې او خوږې وې چې د اېښودلو هېڅ موقع یې نه راکوله.
بالاخره د دغه کتاب له لوستلو وروسته اړ شوم چې د هرې کلیسا له روحاني مشر سره وګورم او په دې اړه ورسره ښې ډېرې خبرې وکړم. خو څنکه مې دا کار کولای شوی؟ هغوی یوه هم زه نه پېژندم او دا چې هغوی به له ما سره خبرو کولو ته وخت ورکړی وی او که نه، دا چانس هم ډېر کم و. دا وخت مې ذهن ته یوه نوې ایډیا راغله. له هغوی سره د خبرو کولو لپاره مې هغوی ته ټلیفون وکړ او د ۳۰ دقیقو لپاره مې ۱۰۰ ډالر ولګول. دا کال مې له هغوی سره د ټلیفونې اړیکې په ټينګولو ۴۲۰۰ ډالر ولګول. د دې لپاره چې پوه شم څه د هغوی د پرمختګ لامل شوي، ډېرې سختې مې وګاللې؛ خو بیا مې هم یوه ښه پایله په لاس رانه وړه. کله چې له هغوی دوو کسانو د خپلې بریا د راز په اړه زما پوښتنې مثبت ځواب راکړ، که رښتیا درته ووایم هغه وخت په کالیو کې نه ځایېدم.
کله چې هغوی زما بلنه ومنله، ژر مې د هغو پوښتنو په لیکلو شروع وکړه چې باید له هغوی مې پوښتلې وی. پوښتنې مې بیخې ډېر وې، دومره ډېرې چې پنځه پاڼې مې پرې ډکې کړې. له هغوی سره د مخ کېدو پر مهال مې ډېره هڅه دا کوله چې باید ټولې پوښتنې ترې وپوښتم. خو ومې نه شوای کولای چې ټولو پوښتنو ته ترې ځواب پيدا کړم، هغه چې راته یې ځواب کړې وې، رښتیا چې زما په ژوند کې یې یو نوی بدلون رامنځ ته کړ. یو لوی کشف چې راته وشو هغه دا و چې دې روحانیونو هېڅ وخت له خلکو سره موعظه نه وه کړې، بلکې ټول وخت یې د هغوی اصلاح او تجهیز ته ځانګړی کړی و.
لومړی مې د دې کار منظور نه شوای درک کولی او مجبور وم چې په دې اړه له هغوی بیا بیا وپوښتم. خو وروسته بیا پوه شوم چې موعظه له خلکو سره د هغوی د کمزورو وړتیاوو په پياوړي کولو کې مرسته کوي. ولې اصلاح او تجهیز بیا هغوی اړ باسي څو د خپلو بالقوه وړتیاوو پر را ژوندي کولو باندې کار وکړي. وروسته یې په ترتیب سره راته واضح کړه چې کله خلک پر خپلو پياوړو نقطو متمرکز شي، هغه ده چې بیا په اسانۍ سره کولای شي له خپلو بالقوه وړتیاوو په اسانۍ سره استفاده وکړي. داسې چې پر کمزورو ټکو د تمرکز په وخت کې بیا داسې پرمختګ نه شي کولای. دا روحانيون په اصل کې د هغو شپنو په څېر نه وو چې دنده یې یوازې د مېږو پوول ده؛ بلکې هغوی رهبران او سمه لارښودونکي وو. هغوی په پوره ډول انسان پېژندلی و، داسې چې ویل یې د انسان پر مخ د پرمختګ هېڅ محدودیت نشته. هغوی خلک دې رته رابلل څو د هغه په نسبت چې دوی یې په اړه فکر کوي، لوی لوی کارونه وکړي او د هغه موقف په پرتله چې دوی یې په ټولنه کې لري، ځان لوړ موقف ته ورسوي. هماغه وو چې دوی د یو او بل په مرسته کلیسا پر خپلو پښو درولې وه او ډېر خلک یې تر اغېز لاندې وو.
هماغه ورځ پوه شوه چې په هره برخه کې د لازمې اګاهۍ درلودل له انسانانو سره څومره د خپلو بالقوه وړتیاوو په پيدا کولو کې مرسته کولای شي. یوازې هغه لار چې له مخې مې یې کولای شوی د نورو کسانو یوڅه یاري او مرسته وکړم، دا وه چې هغوی د کمزور نقطو پر ځای د خپلو پياوړو نقطو پر لا پياوړي کولو متمرکز وساتم. په دې اړه د ښې اګاهۍ له تر لاسه کولو وروسته پوه شوم چې زه یو ښه انګېزه ورکوونکی کس یم. له هغه وروسته مې ځان او مسوولیت په بله بڼه لیدل. زه له دې وروسته هغه رهبر شوم چې نږدې د ټولې کلیسا مشري مې کوله.
کلونه کلونه مې په سیمنارونو او کنفرانسونو کې د دې کال کیسه خلکو ته کوله او ډېری وخت به خلکو نه راپوښتل: له هغو دوو رهبرانو سره تر خبرو وروسته هغه مهم څه وو چې له دوی دې زده کړل؟
ما به ځواب ورکاوه: «اګاهي» هر وخت به مې له ځان سره په دې اړه فکر کاوه، که مې له هغو دوو رهبرانو سره خبرې نه وی کړې، تر کومه به مې خلکو ته د الهام او انګېزې پر ځای موعظه ورکوله. نن ورځ په دې پوه شوی یم چې له موږ هر یو د بل کس مرستې او هڅونې ته اړتیا لرو، څو وشو کولای ورځ تر بلې پرمختګ وکړو او خپلې پياوړې نقطې وپېژنو.
زموږ هدف هم دا دی چې له هرڅه مخکې په ښه ډول ځان وپېژنئ او د هغه کار او دندې په اړه چې تاسې یې کوی، پوره اګاهي تر لاسه کړئ. کېدای شي دا خبره تاسې هم اورېدلې وي چې وايي: «که هر وخت هغه کار تر سره کړی چې هره ورځ یې کوی، هماغه پایله به لاسته راوړی چې هره ورځ مو درلوده.» زه غواړم تاسې ته په دې اړه جرئت او ډاډ درکړم چې تاسې کولای شی نوي کارونه تر سره کړی او نوې پایلې لاسته راوړی؛ خو هغه وخت دا هرڅه ممکن دي چې تر هرڅه مخکې خپل ځان وپېژنئ.
ځان وپېژنئ، چې نړۍ مو وپېژني!!