موږ غواړو په دې مطلب کې د چین د کمونېست ګوند په اړه او تر څنګ یې په افغانستان کې د یوه ملي او ځواکمن ګوند پر اړتیا خبرې وکړو.
د چین پېژندلو لپاره تر ټولو لومړۍ او مهمه خبره د چین کمونېست ګوند (Chinese Communist Party or Communist Party of China)، CCP یا CPC په اړه معلومات درلودل دي.
که څه هم په چین کې له سي سي پي پرته اته نور سیاسي ګوندونه فعالیت لري، خو د چین کمونېست ګوند تر ټولو پیاوړی او تقریباً د دغه هېواد ټول واک په لاس کې لري.
د ګوند کانګرېس چې مرکزي کمېټه پکې ټاکل کیږي، هر پنځه کاله وروسته تر سره کیږي او پکې دوه زره د ګوند استازي ګډون کوي. په دې کانګرېس کې ۲۰۴ غړي د مرکزي کمېټې لپاره انتخابیږي، چې له ډلې یې اووه غړي د سیاسي بیوریو غړیتوب لري.
د چین کمونېست ګوند په لومړي ځل په ۱۹۲۱ کال کې په شانګهای کې تاسیس شو، چې ۵۷ غړي یې درلودل او ډېر ژر یې په چینایي ټولنه کې د خپل قوت ریښې وغځولې.
د دغه ګوند لومړنیو مشرانو هماغه مهال له شوروي سلاکارانو مرستې او لارښوونې تر لاسه کولې او ډېر یې د ښوونې او روزنې لپاره دغه هېواد ته لاړل. په لومړیو وختونو کې سي سي پي د شوروي طرزالعمل پر اساس د فکري او ښاري کارمندانو لخوا رهبري کېده.
په ۱۹۴۹ کال کې د چین خلکو جمهوریت له رامنځ ته کېدو راهیسې، لا هم دغه ګوند د یوازیني حاکم ګوند په توګه له پالیسۍ جوړولو تر نظامي چارو، د هېواد ټوله اداره په لاس کې لري او د یوه ګوند دولت بلل کیږي.
د احصایو له مخې، د ۲۰۱۹ کال تر پایه د سي سي پي د غړیو شمېر ۹۱ میلیونه، ۹سوه او څوارلس زرو تنو ته رسېده، په دې مانا چې د ټول نفوس شاوخوا ۶،۴ سلنه خلک د دغه ګوند غړي دي او د دنیا له غټ ترینو ګوندونو حسابیږي.
د ګوند جوړښت د هرم په څېر دی، چې په راس کې یې ولسمشر شي جین پېنګ دی. له ولسمشر را ښکته د سیاسي بیوریو نهه کسیزه ډله د واک او تصمیم نیولو ډېر صلاحیت لري او درې مهم ارګانونه تر کنټرول لاندې لري:
۱ـ دولتي شورا؛
۲ـ د نظامي چارو مرکزي کمېسیون؛
۳ـ او د خلکو ملي کانګرېس یا پارلمان.
د چین کمونېست ګوند څلور اساسي اصول «خپلواکي، بشپړه برابري، متقابل درناوی او د یو بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه» تعقیبوي او په نړۍ کې د سولې او عدالت د راوستلو لپاره پر انټرنېشنالېزم ټینګار کوي.
د یاد ګوند غړي د چین د نفوس په هره طبقه کې شته، خو ډېری غړي یې عام خلک دي او عادي ژوند کوي.
کله چې په هېواد کې ناورین راځي او خلک له ستونزو سره مخامخ کیږي، نو په لومړي سر کې د دغه ګوند غړو ته لارښوونه کیږي، چې د خلکو خدمت ته راووځي، ښه بېلګه یې د ۲۰۲۰ کال د کرونا وبا وه، چې د چين د کمونېست ګوند ۳۹ ميليونو او یو سلو ۴۴ زرو غړو یې پر وړاندې مبارزه وکړه.
دا په لومړي حد کې د ګوندي فعالیت او خدمت او دغه راز د اشتراکیت یا Collectivism د کلتور یوه ښه نمونه ده، چې په ټولیز ډول د اجتماع اوسېدونکي د خپلې ټولنې د رفاه لپاره لاس پکار کیږي.
پر دې سربېره، د حکومت او په خاص ډول د یاد ګوند د هڅو پایله وه، چې له اتو کلونو پرلهپسې زیار وروسته یې ۱۰۰ میلیونه وګړي او په ټولیز ډول په تېرو څلورو لسیزو کې اووه سوه میلیونه انسانان له فقر را وایستل او په خپل هېواد کې یې په مطلق ډول بېوزلي ختمه اعلان کړه.
له دې بریا وروسته د چین حکومت اعلان وکړ، چې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامداره پرمختګ د اجنډا موخه، لس کاله دمخه پوره کړې ده.
د چین کمونېست ګوند ایډیالوژي له پیله تر اوسه څو ځلې بدله شوې ده. په مارکسېزم-لنېنېزم کې چې لا هم ادعا کیږي د دغه ګوند اصلي ایډیالوژي ده، په تدریجي ډول د اقتصادي مارکېټ اصول داخل شوي دي او دې کار له ۱۹۷۸ کال راهیسې دوام کړی.
اوس د چین سیاسي جوړښت یا سیستم د سي سي پي لخوا «د چینایي خصوصیاتو درلودونکی سوسیالېزم» تعریفیږي.
موږ څه وکړو؟
د چین کمونېست ګوند د بنسټ اېښودلو پر مهال په دغه هېواد کې ملوک الطوایفي حاکمه وه او د مختلفو جنګسالارانو لخوا اداره کېده. دغه راز ټولنه له سختو ستونزو سره مخ وه او په ټولو عایداتي او مهمو سرچینو فاسد چارواکي حاکمان وو.
یاد ګوند د همدغو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره د ټولنې له منځه راوټوکېد او ټول چینایي ملت یې سره یو موټی کړ.
د چین د خلکو او په ځانګړي ډول د همدې ګوند د هڅو او زیار پایله وه، چې دغه هېواد د نړۍ په دویم لوی اقتصاد بدل شو.
د افغانستان په معاصر تاریخ چې ډېر وخت پکې د جګړو داستانونه بیانیږي، ښایي د سیاسي او ملي ګوندونو څرک ډېر کم ولیدل شي. ډېر وخت پکې د تاریخ اتلان هغه کسان دي، چې د قدرت تر لاسه کولو لپاره یې خپل ملت ځپلی او وژلی وي.
د تېرو ۱۰۰ کلونو په ترڅ کې او په ځانګړي ډول له ۱۹۶۴ کال راهیسې، چې د افغانستان اساسي قانون سیاسي احزابو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړه، لا هم په دې هېواد کې د ملي عقایدو او ملتپالنې پر ستنو ولاړ سیاسي ګوندونه رامنځ ته شوي نه دي. ډېر وخت دوی ته ایډیالوژۍ له بهر واردې شوې یا هم د ژبنیو او سمتي تعصباتو ښکار شوي دي. همدا علت دی چې کمزوري شوي او له منځه تللي دي.
اوس چې افغانستان په یوه نوي سیاسي بهیر ورګډېږي، افغانانو ته پکار ده چې د خپلو ملي او کلتوري خصوصیاتو په نظر کې نیولو سره، د یوه واحد ملت لپاره هېواد شموله داسې ګوند یا ګوندونه جوړ کړي، چې په رښتیا هم د خلکو هوساینه او د افغانستان پرمختګ او یو موټی کول یې ارمان وي.