نن” د مارچ 18مه” په مسکو کې د روسيې په کوربه توب د افغان سولې په اړه غونډه جوړېږي او پر افغان حکومت او طالبانو سربېره د چین ، امریکا ، پاکستان ، تاجکستان استازي هم ګډون لري.
د افغانستان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی او د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر اخند په مشرۍ لس کسيز پلاوی مسکو ته رسېدلی.
رويټرز خبري آژانس د خبر له مخې د بایډن حکومت د روانې میاشتې په پیل کې د افغانستان د سولې په اړه يوه طرحه وړاندې کړې، چې سرتاسري اوربند، موقت حکومت رامنځته کېدل او د دوه کلنې لنډ مهالې دورې وروسته د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو تر سره کېدل پکې شامل دي.
روسیې د دې وړانديز هرکلی کړی. د آزادۍ راډيو خبر ورکړ چې که څه هم امریکا او روسيې په نورو برخو کې ژور اختلافات لري ، خو څرګنده ده چې دواړه خواوې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ ته کېدو پر سر توافق لري.
افغان حکومت او طالبانو د امريکا د نوې طرحې په اړه بېلا بېل غبرګونونه خپل کړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه وویل، که طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر شي، دی د ټاکنو لپاره چمتو دی. له ټاکنو پرته خپل ځای ناستې ته د واک پرېښوولو ته حاضر نه دی. له دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ويلي و چې د امریکا لخوا وړاندې شوی پلان د افغانستان او افغانانو له گټو سره سمون خوري او اړوندې خواوې اوس مهال د دې پلان په اړه مفصل بحثونه او مشورې ترسره کوي.
د مارچ په ۱۴مه نېټه ځينو رسنيو ادعا وکړه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د امریکا طرحې په ځواب کې ويلي چې ”دا ډول حکومتونه اغېزمن نه دي. موږ د دې لپاره چې د هېواد ستونزې مو حل شي، يو اسلامي نظام غواړو چې غښتلی او خپلواک وي او ستونزو ته پکې ځواب وويل شي.“ خو ډاکټر نعيم بيا د رسنيو دغه خبر رد کړ او پر خپله ټويټر پاڼه يې د يوه پيغام له لارې وويل چې طالبانو د امریکا لخوا دا وړاندیز ترلاسه کړی او تر غور کولو وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.
زما په باور سوله د هر څه لپاره شرط او اساس دی، د افغان مسئلې په اړه اړوندې خواوې باید لومړی جګړه او تاوتريخوالی بند کړي او هر اړخیز اوربند وکړي، د خبرو اترو په میز کې په بشپړه توگه مشوره وکړي او سیاسي او ډیپلوماتیک حل ولټوي. تاوتریخوالی یوازې نفرت زیاتوي، ستونزه پیچلی کوي او افغاني ټولنه سره ويشي.
چین د افغانستان دوست ګاونډی دی ، چینایان تل د افغانانو ښه ملګري دي. چين د افغانستان په مسئله کې هیڅ ډول شخصي ګټه نه لري او تل د دغه هېواد د سولې او بیا رغونې د پروسې ملاتړ کوي. په افغانستان کې د چین سفیر وانگ یو د مارچ په ۱۴مه نېټه د افغانستان له خارجه وزیر حنیف اتمر سره د کتنې په وخت کې وویل چې چین به د افغانستان مسئلې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې گډې نظریې رامنځته کولو لپاره کوښښ وکړي. له دې دمخه ، سفیر وانګ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال د چین دریځ هم تکرار کړ. هغه وویل چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې اوسنۍ پروسه په مهم پړاو کې ده، فرصتونه او ننګونې دواړه شتون لري. چین تل د “افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت” د سولې او پخلاینې پروسې ملاتړ کړی او کوي يې او لا فعال رول به ولوبوي. چین به په پر له پسې توگه د افغانستان د پخلاینې پروسې ملاتړ کوونکی ، منځګړی کوونکی او د اسانتیا برابرونکی وي په دغه هېواد کې ژر سوله او ثبات تر سره شي.
د يو بل خبر له مخې د امريکا په وړانديز او د ملګرو ملتونو په مشرۍ په افغانستان کې د ملي پخلاینې هڅولو په هدف یو بل نړیوال کنفرانس به په راتلونکې مياشت کې ترکیه کې جوړ شي.