د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد جنوب ختيځ فو جيان ولايت ته سفر وکړ او هلته یې له ځينو سيمو څخه کاري ليدنې وکړې. نوموړی پخوا هم په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۸ کاله اوسيدلی او هلته یې د ژوند چارې پرمخ وړې دي.
د وو يي غرونو دولتي پارک د فوجيان ولايت په وو يي شان ښار کې دی او د رئیس شي جين پينګ د دغه سفر لومړی تمځای هم همدغه ښار و.
د ملګرو ملتونو يونيسکو سازمان په ۱۹۹۹م کال کې د چين وو يي غرونه د تاريخ او کلتور د نړيوالو ميراثونو په دوو ليستونو کې شامل کړل. د وو يي شان ښار د ايکوسيستم عمومي توليدي ارزښت (GEP) په ۲۰۱۸ کال کې ۲۵۶.۲ ميليارډو يوانو ( کابو ۳۹ميليارډه امريکايي ډالر)څخه اوښتی و.
زما ټاټوبی هم د فو جيان ولايت مرکز فو جو ښار دی، چې وو يي غرونو ته کابو په ۳۵۰ کيلومترۍ کې واقع دی. په ماشومتوب کې به مې له خپلې مور او پلار سره د وو يي غرونو سيل کاوه، نو په دغه ليکنه کې به تاسو ته وو يي غرونه معرفي کړم.
وو يي غرونه د فو جيان اوسېدونکو، حتی د چينايانو لپاره د وياړ ځای دی. د دغو غرونو منظره لرونکې سيمې عمومي مساحت زر کيلومترو مربع ته رسېږي، چې ۹۶.۷ سلنه ځمکه يې ځنګلونو پوښلې ده. د جغرافيايي پوهانو په نظر، دغه غرونه څه باندې ۸۰ ميليونه کاله مخکې د اور غورځوونکي غرونو د ښوييدنې او د سختې زلزلې له امله رامنځته شوي، نو اوس ځکه ډېرې ځانګړې او لږې ليدونکې طبيعي منظرې لري. د وو يي غرونو په منظره لرونکې سيمې کې کوږ ووږ سيند تېر شوی، سيلانيان په کښتيو کې سپريږي او د سيند د دواړو غاړو په اوږدو کې له په زړه پورې منظرو څخه خوند اخلي او هم په غرونو کې چکر وهي. د غرونو په منځ کې ډېر ځايونه ابشارونه هم تر سترګو کيږي. په دوبي کې دلته د هوا درجه مناسبه وي او ډېری سيلانيان ورځي او له ښې او سړې هوا خوند اخلي. وو يي غرونه نه يوازې زيات شمېر چينايان، بلکې بې شمېره بهرنيان راجلبوي. د وو يي شان ښار د کلتوري، سپورټي او سيلانيزو چارو ادارې په ۲۰۱۸ کال کې خبر ورکړ، چې دغه ښار په همدې کال څه باندې ۱۵ ميليونه سيلانيان راجلب کړي وو.
وو يي غرونه خورا زياتې طبيعي سرچينې لري. دلته د نړۍ په همدې عرض البلد کې د ځنګلونو تر ټولو بشپړ او لوی مساحت لرونکی ايکوسيستم ساتل شوی، دلته په ځمکې کې تر ساتنې لاندې د ۱۱۴ ډولو قيمتي نباتاتو په شمول ۲۷۹۹ ډوله ګرانبيه نباتات کرل کېږي او د ۵۵۹ ډولو وحشي فقاريه حيواناتو په شمول ۵۱۱۰ ډوله حيوانات ژوند کوي. د بيولوژۍ پوهان په دې نظر دي، چې وو يي غرونه د مرغانو جنت، د ښامارانو دولت او د حشراتو او چينجيو نړۍ ده.
وو يي غرونه د حيرانتيا وړ ښکلې طبيعي منظرې لري او هم ډېر خوندور او مشهور چای پکې کرل کيږي او دلته په چين کې د چای ډېر مشهور توليدونکی ځای دی.
رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۲مې نېټې په مازديګر د وو يي غرونو په شاوخوا د يان ځه که په نوم د چای باغ ته ورغی او د چای له کرلو او چمتولو څخه يې ليدنه وکړه. دغه چای باغ څه باندې ۶۶۷ مربع متره پراخوالی لري، چې د شوی شيان او ژو ګوی په نوم دوه ډوله چيني چای پکې کرل او چمتو کېږي.
برسېره پر دې، په دغه باغ کې لوبيا او ډول ډول سبزۍ هم کرل کېږي او يو مخ په ښه والي ايکولوژيکي دوران پکې رامنځته شوی دی.
دغه راز د دغه باغ د چای توليدي اندازه پر له پسې زياتېږي او کيفيت يې هم لوړېږي.
په وو يي غرونو کې د چين تر ټولو غوره تاريخي کلتورونه هم احساسېږي. کله چې وو يي غرونه د نړيوالو کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل کېدل، يو مهم لامل يې دا و، چې دغه ځای په چېن کې د فلسلفي افکارو زانګو ياديږي. جو شي د چين په تاريخ کې د کنفوسيوس افکارو يو ډېر مشهور او وتلی فيلسوف و او له ۱۱۳۰م کال نه تر ۱۲۰۰م کال پورې يې ژوند کړی دی. دغه فیلسوف ۷۱ کاله عمر درلود، چې کابو ۴۰ کاله يې په وو يي غرونو کې تېر کړي دي. رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه جو شي پارک ته ورغی، فيلسوف جو شي۸۰۰ کاله مخکې په همدغه ځای کې خلکو ته درسونه ورکړي او ليکنې او کتابونه يې ليکلي دي.
تاسو څه اند لرئ؟
ايا دغه شان غرونه، چې په زړه پورې طبيعي منظرې، ځانګړې اقتصادي چارې او غوره تاريخي کلتورونه لري، ۳۹ ميليارډه ډالره ارزښت نه لري؟
راځئ! د وو يي غرونو سيل وکړئ…..