دوشنبه, مارچ 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

اوبه خوندي کړئ چې ژوند مو خوندي شي

محمد داوود

مارچ 28, 2021
in لیکنې
0 0

افغانستان د اوبو له کبله يو غني هيواد دی چې د اوبو کلنی جريان يې ۷۵ ميليارده مترمکعب ته رسيږي. څيړنې ښيي چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندونو او کانالونو ډېره ګټه پورته کيږي. د افغانستان ولاړې اوبه ډېرې په مرکزي او يا غرنيو سيمو او په غربي دښتو کې بهېږي. د افغانستان د اوبو سرچینې او اوبه اخیستونکې حوزې د هندوکش لړۍ او د هغه لوړې څوکې جوړوي، په تيره بيا هغه تلپاتې واورې چې د واخان، پامير، ختيځ او لوېديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه پرتې وي. په پسرلي او دوبي کي ويلې کيږي او په بېلابېلو حوزو کې بهېدونکې اوبه منځته راوړي. همدا اوبه او سيندونه د پسرلي او دوبي په موسمونو کې دومره زياتې او طوفاني کيږي، چې د کافي نباتاتو د نشتون له کبله د ځمکو د ويجاړۍ او ښويېدنې لامل ګرځي، چې کرنيزې ځمکې هم له ځان سره خرابوي. په ټوليیز ډول د افغانستان د سيندونو د اوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان له لوړو څوکو څخه سرچينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بل پلوه د سيندونو تل په ټوليیزه توگه کوچنۍ او تنګې بڼې لري، چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي. د هېواد له ټولو اوبو څخه یوازې ۳۰ سلنه د هېواد په داخل کې کارول کيږي، نورې اوبه زموږ ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته بهیږي. په هيواد کې له سیندونو څخه د برېښنا د توليد، د کرنې د اړتیا، د باغونو او ځنګلونو د سمسورتیا او د حیواناتو د روزنې لپاره کار اخیستل کيږي. د تفريح ځايونو، چمنونو، زينتي ونو او ګلانو پراختيا ليدونکو (سياحانو) توجه هم راجلبوي.

دا چې افغانستان له ايران پرته له خپلو نورو ګاونډيانو سره د اوبو د وېش پر سر تړونونه نه لري او هر وخت چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت موضوع رامنځته کيږي، نو د ګاونډیو هېوادونو له لوري ګواښونه نور هم ډېرېږي او په افغانستان کې د روان جنګ یو سبب هم همدا اوبه دي؛ خو که چیرې افغانستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د ویش تړونونه لاسلیک کړي، نو اوبه به د دغو هېوادونو تر منځ د کړکیچ لامل نه؛ بلکې د همکارۍ لامل شي. خو له بده مرغه اوسمهال زموږ ګاونډي هیوادونه په خپل سر دغو اوبو ته بندونه جوړوي او په خپله خوښه بې له دې چې افغان لوری وپوښتي، ګټه ترې پورته کوي. څرنګه چې د دوی ګټه پورته کونه په ځينو مواردو کې د اوبو له نړيوالو حقوقو سره سمون نه خوري، نو د دې لپاره چې نامشروع ګټې ته ادامه ورکړي او په راتلونکي کې دا ګټه لا زیاته کړي، نو په افغانستان کې د اوبو د پروژو په تخريب کې برخه اخلي. اوبه د هيواد په اقتصاد کې خورا مهمه ونډه لري. لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه افغانستان له ایران پرته له نورو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو اړوند تړونونه نه لري؛ نو غواړم دلته یوازې د ایران په اړوند د اوبو مسایل له تاسې سره شریک کړم.

له ایران سره تر امیر دوست محمد خان وروسته د سیستان او د اوبو ستونزه د هلمند- هریرود سیند په هکله څو ځلې راپورته شوه؛ ځکه هلمند سیند چې د بابا له غره څخه پیلېږي، ټولټال د ۱۱۵۰ کیلومتره په اوږدوالي چې د ارغنداب سیند هم ورسره یوځای کیږي، تر سیستان جهیل پورې ځي او بیا راتاویږي او د مارګو له دښتې څخه د نمیروز تاسوکي او ګوډ زره پورې ځي. حتی که اوبه طوفاني وي، تر بلوچستان پورې هم ځي او یوازې د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي له ایران سره شریکې کیږي. لومړی ځل په ۱۸۷۱ کال د انګریز یو افسر د «ګولډاسمید» په نوم چې سیستان یې زمونږ او فارس تر مینځ تقسیم یا وویشه؛ د سیستان جهیل یې فارس ته ورکړ؛ مګر نهر جوړول یې منع کړل. دویم ځل په ۱۹۰۵ کال کې بیا د انګریز بل جنرال د «مکمهن» په نوم د لانجې د حل لپاره سیمې ته ولاړ؛ خو نوموړي داسې پرېکړه وکړه چې یوازې هغه اوبه چې سیستان سیمې ته ځي، هغه د هغه سیمې د لګښت لپاره دي. دا لانجه بیا د محمد ظاهرشاه په وخت کې راپورته شوه، ځکه مخکینۍ پرېکړې استعماري ښکیلاک یا پردیو کړې وې؛ خو داځل په قانوني او رسمي توګه په ۱۹۷۲ کال د مارچ په میاشت کې افغان استازي لومړي وزیر محمد موسی شفیق او د ایران استازي لومړي وزیر امیر عباس هویدا تر مینځ د اوبو د نړیوالو اصولو پر بنسټ یو تړون لاسلیک شو، چې د تړون په دویمه ماده کې داسې راغلي: ټولې هغه اوبه چې د هلمند له سیند څخه ایران ته ورکول کيږي، په نورمال او غیر نورمال کال کې په منځني ډول په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه دي؛ خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب له کبله څلور مترمکعب اضافه ورکوي، چې ټولې ۲۶ متره معکب کيږي. په همدې ډول د یاد تړون پنځمه ماده وايي: افغانستان هوکړه کړې چې ایران هغه مقدار اوبه چې افغانستان ورکړې، د دې تړون د درېیمې، دویمې او څلورمې مادې له مخې ایران ترې محروم نه کړي. افغانستان حق لري چې د ټولو حقوقو په نظر کې نیولو سره له پاتې اوبو څخه چې څنګه غواړي، هغسې ګټه پورته کړي او ایران له دې اوبو څخه پرته د نورو اوبو د اخیستلو حق نه لري او نه هم ادعا کولای شي. که پورتني تړون ته وکتل شي، نو هرڅه پکې روښانه دي او اړتیا نه لیدل کيږي چې ایران یا افغانستان د هلمند سیند پر سر ستونزې را پيدا کړي؛ خو ایران د نړیوالو او د همدې تړون خلاف لومړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چې ۵۵ مترمکعب اوبه په هره ثانیه او اوس نهه نهره د تړون خلاف جوړ کړي دي، چې ۱۵۰ مترمکعب اوبه په هر ثانیه کې زېرمه کوي. بل دا هغه اوبه چې دوباره نیمروز ته راتللې، هغه یې هم بندې کړې دي؛ ځکه دا اوبه تر زاهدان او کرمان پورې هم رسيږي. پر واټرپمپونو سربېره، زمونږ اوبه په ډالرو پر کویټ، قطر او په دوبۍ هم پلوري او د کوهک په نوم یې د برېښنا بند هم جوړ کړی، چې همدا برېښنا زمونږ په نیمروز او هلمند ځینو سیمو هم پلورل کېږي. ایران د شوي تړون خلاف چې پكې درې سيمې د اوبو اخیستلو لپاره ټاكل شوې، له ۳۰ تر۴۰ سيمو څخه اوبه اخلي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې، ايران د هلمند سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. د ياد تړون په هيڅ ماده کې افغان حکومت له ايران سره داسې تعهد نه لري، چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند څخه واخلي. خو له بده مرغه چې د راپورونو له مخې، همدا اوس هم د تړون خلاف زاهدان ته ۳۷ میليون متر مكعبه اوبه د هلمند له سيند ورکول کيږي او هڅه کوي چې په افغانستان کې هغه بندونه چې د دې سیند پر سر جوړېږي، مخه یې ونیسي. ښه بېلګه یې د بخش اباد د بند جوړېدل دي او غواړي دا سیمې په یوه نه يو ډول سره نا امنې کړي. دا چې ایران ولې دا کار کوي، سبب یې دا دی چې ایران ځکه داسې کوي چې اټکل شوی ایران به تر ۲۰۲۵ کال پورې د اوبو له کمښت سره مخ شي. ایران د خپلو ټولو اوبو ۹۲ سلنه په کرنه کې مصرفوي او له ټولو ځمکې لاندې اوبو څخه یې ۷۷ سلنه استفاده کړې ده. په همدې حال کې په ۱۳۹۳ کال واشنګټن پوسټ هم راپور ورکړ او وویل چې ایران د اوبو د کمښت له خطرناک حالت سره مخ دی. په ایران کې د اوبو د کمښت عوامل د نفوسو وده، ناګټوره کرنه، د اوبو د ښه مدیریت نشتون او نړیوال بندیزونه دي.

لکه څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه افغانستان د خپل ښه ګاونډيتوب له کبله له تړون څخه څلور مترمکعب ډېرې اوبه ایران ته ورکړې او ایران د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې هم ډېر ملګری پاتې شوی، چې یوازې په تیرو کې له یوه میلیارد ډالرو څخه د ډېرې سوداګرۍ تر څنګ یې برېښنا هم وارد کړې او ایران چې د نړۍ له بندیزونو سره مخ دی، په چابهار کې هم افغانستان پانګونه کړې ده چې دا د افغانستان د ښه ګاونډيتوب ښکارندوی دي. د تړون له مخې، افغانستان کولای شي چې له خپلو ټولو اوبو څخه ګټه واخلي، نو افغانستان همدې اصل ته په پام، د سلما او کمال خان بندونه ورغول .

دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصادي وده یې هم ډېره پر کرنې متمرکزه ده، نو د دې ډول بندونو جوړېدل د هېواد پر اقتصاد باندې مثبت اغېز لري. د کمال خان بند په رغیدو سره به موږ وکولای شو چې ۱۷۰ زره هکتاره ځمکه تر کښت لاندې راولو او هغه توکي چې موږ پخوا له بهر څخه راواردول، اوس به يې په خپل هېواد کې تولید کړو، چې د سوداګرۍ پر بېلانس به هم مثبت اغېز ولري او هغه اسعار چې موږ د توکو واردولو په موخه بازار ته لیلام کول؛ هغه به هم سپما کړو او زموږ اسعاري شتمنۍ به هم لوړې شي. نیمروز چې په اقتصادي لحاظ د هېواد له وروسته پاتې سیمو څخه ګڼل کيږي، نو په اقتصادي لحاظ به پرمختګ وکړي، چاپېریال به یې سم شي او د خلکو ژوند کچه به ورسره لوړه شي. پر ایران چې د برېښنا زموږ څومره برخه تکیه ده، هغه به راکمه شي، ځکه د دې په وسیله ۹ میګاواټه برېښنا هم تولیديږي.

دا چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره اړ دی، څو د ګاونډيو هېوادونو له بندرونو او سړکونو ګټه واخلي؛ نو اوبه زموږ یوازینۍ د فشار هغه وسیله ده که ګاونډي هېوادونه زموږ د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي، د اوبو د کنټرول او مدیریت له لارې کولای شو چې موږ هم پر دوی فشار راوړو او ستونزه حل کړو.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې

مارچ 15, 2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده

مارچ 15, 2026

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۱۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

مارچ 15, 2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In