ښه او مناسب خواړه د هر عمر لرونکو اشخاصو ته اړین وي، خو د منځني او د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره بیا بېخي اړین ګڼل کېږي. د خپل ځان د ښه او صحت مند ساتلو لپاره ښه خواړه کلیدي رول لوبوي. د خوراکي توکو د مخکینیو عادتونو پرېښودل، خوراکي توکي بدلول او د فکر کولو او احساسولو په ډول کې د بدلون په راوستلو کې باید ځنډ رانشي. ښه خواړه دفاعي سیستم پیاوړی کوي، د رامنځته کېدونکو ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي، وزن کموي، د زړه ناروغۍ، فلج، لوړ فشار، شکر، د هډوکو کمزوري او د سرطاني ناروغیو خطر کموي، دغه راز د صحت مند اوسېدلو ترڅنګ د عمر په ډېرېدو کې هم مرسته کوي. هغه کسان چې د اومېګا ټري فیټي اسید درلودونکي خواړه خوري؛ لکه سابه، مېوې او د ماهیانو غوښه، نو د تمرکز د ښه والي لامل یې کېږي او د الزایمر یعنې د حافظې د ناروغیو خطر یې کمېږي. د ښو خوړو په سبب انسان ډېره انرژي لاسته راوړي او تر ډېره تازه پاتې کېږي، چې بیا یې طبیعت هم ښه وي، په ځان به باور هم لري او خپل ځان به ښه او خوشحاله احساسوي.