له هغه وروسته چې ولسي جرګې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون د بیا کتنې پرېکړه وکړه، تمه وه چې ددې بیا کتنې عملي کار به پیل شي. پرون یو ځل بیا ځینو وکیلانو په دې تړاو خبرې وکړې او د تړون د بیا کتنې او ځینو یې د لغوه کولو غوښتنه وکړه. داسې وکیلان هم وو چې تړون یې سم ګاڼه او د هغه پر دوام یې ټینګار کاوه.
اوس پوښتنه دا ده چې ولسي جرګه د امنیتي تړون په اړه ولې یوازې خبرې کوي او څه وخت به عملي بیا کتنه پيلوي؟
پر دې نږدې ټول افغانان موافق دي چې امنیتي تړون افغانستان له نويو او جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته داعش وزيږېد او وحشتونه یې وکړل. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته طالبانو په لومړي ځل ولایتونه لاندې کړل او خپله جغرافیه يې پراخه کړه. نا امني زیاته شوه او خپله حکومت او امریکايي ملاتړي یې وايي چې په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې فعالیت کوي. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته بې کاري زیاته شوه، زموږ اقتصاد خراب شو، د افغانۍ ارزښت کم شو، پانګونه کمه شوه او افغانان له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ شول. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته سیاسي بې ثباتي هم زیاته شوه او د امنیتي تړون لپاره او د امنیتي تړون په وجود کې جوړ شوی حکومت تر پایه هم تکمیل نه شو. کله یې د ولسمشر او اجرائیه رییس لانجه وه، کله یې د ولسمشر او لومړي مرستیال او کله یې هم د ولسمشر او وزیر غږ پورته شوی دی. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته په کور دننه د نفاق له زیاتېدو ور هاخوا افغانستان په سیمه کې هم منزوي شوی دی. اوس افغانستان د سیمې له هېوادونو سره هغه اړیکې نه لري چې له ۲۰۱۴ کال وړاندې یې لرلې او د سیمې مهم هېوادونه د حکومت پر ځای د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.
د همدغو او ګڼو نورو دلایلو پر اساس خلک پر امنیتي تړون د بیا کتنې او یا ددغه تړون د لغوه کولو غوښتنه کوي. ولسي جرګې هم همدا غږ پورته کړ، چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شو. که څه هم د وکیلانو په اړه ویل کېدل چې دوی د تړون لغوه کولو او بیا کتنې ته ژمن نه دي او یوازې د امریکا له سفارت څخه د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره دا غږ پورته کوي، خو بیا هم ترې هیله پوره نه وه شلېدلې. پر امنیتي تړون د بیا کتنې له پرېکړې وروسته یوه اونۍ تيریږي، خو د بیا کتنې لپاره تر خبرو ور هاخوا کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی. همدا چاره پر ولسي جرګه شکونه او تورونه زیاتوي. پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د امریکا سفارت لابي پیل کړې او ځینو وکیلانو ته یې امتیازات ورکول پیل کړي دي. که څه هم ددې خبر پخلی نه دی شوی، خو که ولسي جرګه رښتیا د امنیت او د افغانستان د ګټو لپاره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي، نو پکار ده چې تر خبرو ور هاخوا عملي کارونه پیل کړي. له دې پرته یوازې خبرې دا شکونه او تورونه تاییدوي چې وکیلان یوازې د معاملې لپاره دا خبرې کوي. که دا معامله رښتیا وي، نو دا بیا تر ټولو چټله او ناوړه معامله ده چې د خلکو پر وینو، غوښو، هډوکو او ددې وطن پر عزت، حیثیت او خپلواکۍ کيږي او وکیلان دې د بد انجام انتظار کوي.