پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

علامه عبدالحی حبيبي

حکمت ارین

سپتمبر 18, 2018
in څېره
0 0

ارواښاد لوي استاد علامه پوهاند حبيبي د ١٣٢٧ هـ ق کال د ربيع الثاني په ١٧د پنجشنبي په ورځ (١٢٨٩هـ ل) د کندهار د ښار باميزو په کوڅه کې زيږيدلی او په خټه کا کړ و. ده خپلې مړنۍ زده کړې د کندهار په ابتدائي ښوونځيو کې تر پنځم ټولګي پوري سرته رسولي دي تر پنځم ټولګي ورسته په ١٣٠٦ هـ ل کال هم هلته د ابتدائي ښوونځي ښوونکي مقرر شو. علامه عبدالحى حبيبي يې دويم زوى او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه. ( بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمد رسول پښتون باركزي مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكی ښاغلی نصير هنر پښتون د دغې پښتنې مېرمنې زوى دى) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه.
زده کړي
عبدالحی حبيبي لومړنۍ زده کړې د کور و کلي له ديني پوهانو څخه وکړی. په ( ۱۲۹۹ل) کال د شالیمار په لومړني ښوونځي کې شامل او په ۱۳۰۴ لمريز کال کې د نوموړي ښونځي برېليک تر لاسه کوي او په همدغه کال (په ۱۵ کلنۍ په عمر) همدې ښوونځي کې د ښوونکي سپېڅلې دنده پیلوي.
ادبي ژوند
علامه حبيبي د خپل پير پر مروجو بېلابيلو علمي څانگو برلاسي درلوده، خو د ژبپوهني، ټولنپوهنې، ادب پوهنې ؛دين پوهنې او تاريخپوهنې په برخو کې يې وړتيا هغه پوړيو ته رسيدلې وه چې نه يوازې د افغاني پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکې ټولو بهرنيوڅيړونکو ته هم د يوې ډاډمنې سرچینې په توگه منل سوې و. دهيواد د ستر مورخ په توگه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چې د نوموړي په زيار تاليف او تدوين سويدي ، چې په مرسته به يې د ليکلو سبک، د څيړنې ليدلورې او هم يې د خوښۍ وړ پير و پېژندلای شو .
علامه مرحوم لـه وړكتوب څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكتوب زمانه د اعليحضرت امير امان الله خان لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيوزده كوونكو څـخه و او پـه (۱۲۹۹ل) د كندهار په مكتب تجار كې شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (۱۳۰۴ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توگه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوى مولوي عبدالواسع اخندزاده شهيد (۱۳۰۸ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي ” … از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين
( كلكته) و كتب مرحوم محمود طرزي مدير ( سراج الاخبار ) كه در كابل طبع شده بود چيزى دېر بارث نبردم. مثنوى مولوى بلخى و ديوان خواجه حافظ شيرازى و گلستان و بوستان شيخ سعدى از كتابهاى بود كه در همان سن طفوليت چشم من به آن آشنا شده بود. هڼاميكه در مكتب ابتدايى درس ميخواندم كتاب ابتدايى صرف و نحو عربى و رياضى و هيات و فقه و اصول فقه و منطق مير و مبادى بلاغت و عروض و قافيه را از عمزاده خود مرحوم مولوى عبدالواسع شيهد فراگرفتم وى در تدريس راه خاص و اسلوب مستقيم و كوتاهى داشت و مرا در يكسال به مبادى آشنا ساخت.” ( ژوندون مجله. شماره اسد، ۱۳۶۱ش) علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ كې د مولوي ابو الوفا كندهاري ( ۱۹۷۵ مړ ) نوم اخلي او ليكي چې دغه مولوي مرحوم د دوى په كورني مسجد كې اوسېدى او ده ورڅخه ” ادبيات او د قرات علم او هغه كتابونه و لوستل چې منتهيان يې لولي”.

علامه حبيبي د احاديثو په علم كې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځـان اسـتادان بـولي. ( هماغه مجله ) دغه راز د خپل ژوند پـه وروستي اثر ” جنبش مشروطيت در افغانستان” كې ارواښاد شهيد عبدالرحمٰن خان لودين هم په خپلو استادانو كې شمېري (جنبش مشروطيت… ۶۵مخ- چاپ ۱۹۹۹) دغه راز يې په استادانو كې د حجت الاسلام شيخ محمدطاهر كندهاري نوم هم ياد سوى دى. ( افغاني شمه- ۵۵ مخ ) لـه خپلو استادانو څخه د درس لوستلو تر څنـگ يې د كابل د نويو ښوونځيو مضامين لكه جغرافيا و طبيعيات و حساب او نور هم مطالعه كول، دى ليكي ” در همين هڼام كه درپيچ و خم صغرى و كبرى منطق و اشكال اقليدس و جازولا يجوز در حجرات مساجد و مدارس قديم سرگردان بودم. جغرافيا و طبيعيات و حساب مكاتب جديد كابل را هم مطالعه كردم و سراج الاخبار و جبل المتين را ميخواندم، بالاخره از كاوه و ايرانشهر و ارمغان و ا لهلال سودها بردمى و حظها اندوختمى…” (هماغه مجله)
علامه مرحوم په ۱۷ كلنۍ كې (۱۳۰۶ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توگه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انگرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم محمودخان شېراني په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په ۱۳۵۵ ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه
(Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله )
علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډگر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په ۱۳۱۹ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توگه و ټاكل سو او پر څنـگ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توگه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (۱۳۲۳ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توگه ولېږل سو (۱۳۲۵ل). پر ۱۳۲۶ل كال لـه علمي او فرهنگي وظيفو څخه گوښه كړه سو او په چمن كې د افغاني سوداگرو د ” وكيل التجاره” په توگه يې كار پيل كړ. پر ۱۳۲۷ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توگه وټاكه ( د ښاغلي عبدالرحيم هاتف د خولې خبره ده چې وايي ” هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چې وايي :

” من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب” ( افغاني شمله- ۶۴مخ) حاجي اختر محمد خان باركزي د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم شته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـگ پر څنـگ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په ۱۳۳۰ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې ” ښاغلي اجمل خټک د علامه مرحوم پر قبر څو تاريخي خبرې وكړې چې زه (هوتك) يې شاهد وم. ده وويل چې ” دا موقع نه بيا ماته ميلاوېږي او نه يې تاسي موندلې شئ… فكر وكړئ د افغانستان لـه حكمرانانو نه خپه راغلى و د پاكستان حكمرانانو ورته د سرو او سپينو فرشونه جوړول، دده په وياړ يې جشن جوړ كړ لېكن تاريخ گواه دى، د پېښور مددخان جومات گواه دى، د پېښور محب وطن ولسونه گواه دي چې حكومت زور وكړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه يوست. زه يې گواه يم، زه ورسره سكرټر وم د حكومت لـه خوا ورسره موْظف وم ده ويلي وو چې ما سره دى ولېږئ نو هم هلته يې ده ته هر څه وركول. خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم خلاف يوه خبره ونه كړه. دا يو بېل باب دى. پر دې بندي سو، په دې ووهل سو، په دې و رټل سو خو هغه يې ونه كړه.” ( افغاني شمله- ۱۳۲- ۱۳۳مخونه). پر ۱۳۴۱ل كال بېرته هېواد ته راستون سو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام وركړ. په ۱۳۴۴ل كال يې د كابل پوهنتون لـه خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه كړه. ورپسې د انجمن تاريخ د موْسسې رئيس وټاكل سو (۱۳۴۵ل ) تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنگي سلاكار او وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنگي مشاور په توگه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.
علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنگي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتگرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنگي ډگر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د گوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرگ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه ” … آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟… په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده.” ( د اُستاد ياد- د مقالو مجموعه- ۱۹۵مخ كابل- ۱۳۶۴ل) وايي چې علامه مرحوم تر وفات يوه ورځ مخكې يو عربي شعر په پښتو ترجمه كړ. علامه مرحوم په نړيواله سطح يو پېژندل سوى عالـم و. د يونسكو د نړيوالې موْسسې نښان يې د كور پر دروازه نصب سوى و چې دا وياړ د هېواد د بل پوه په برخه نه و. علامه حبيبي مرحوم د پښتو او پاړسي فرهنـگ دغه لاندي برخې د لومړي ځل لـه پاره پيل كړې دي:

سرچينې:
پوهنوال رسول باوري. مدنيت های اوليه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ۱۳۷۵ .: پيرنيا ، حسن . تاريخ قديم ايران . تهران . پوهتنو ن تهران . ۱۳۴۶ .
حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتي . ۱۳۴۶ .

د دې لیکنې سرچینې هم که ورسره پاتې شې ښې به وي.

Share15Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026

دوه پاکستاني ستورمزلي به د چین په روزنيز کورس کې برخه واخلي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In