جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

مستقبل د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

اپریل 25, 2021
in پوهنتون
0 0

مستقبل د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۳ کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه په ۸۶مه ګڼه باندې د فعالیت جواز تر لاسه کړی دی. د یادې موسسې د علمي مرستیال، نجیب الله نصرت په وینا، دوی د پیل پر مهال دوه پوهنځي، انجنیري او حقوق او سیاسي علوم درلودل چې انجنیري پوهنځی یې د سېول یا ساختمان او مهنډسۍ ډېپارټمنټونه او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د ادارې او ډېپلوماسۍ او قضا او څارنوالۍ ډېپارټمنټونه لري. د نوموړي په وینا، د مستقبل د لوړو زده کړو موسسې د استادانو او مسوولینو د هڅو په پایله کې دوی د شرعیاتو پوهنځی هم د خپلو پوهنځیو په لېست کې ور زیات کړ، چې یاد پوهنځی هم دوه ډېپارټمنټونه، فقه او قانون او اسلامي تعلیمات لري. یانې اوسمهال مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د دریو پوهنځیو او شپږو ډېپارټمنټونو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي.

د ښاغلي نصرت په وینا، مستقبل د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ټولټال ۱۶۰۰ محصلین لري چې په دې ډله کې ۳۰۰ ښځینه محصلینې او پاتې نور یې هلکان تشکیلوي، چې د یادې موسسې په دریو پوهنځيو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

ښاغلی نصرت وايي، دوی تر دې دمه له خپلو دریو پوهنځیو څخه په پنځو دورو کې شاوخوا ۷۷۵ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال نجیب الله نصرت همدا راز وویل، دوی په خپلو دریو پوهنځیو کې د مختلفې علمي کچې لرونکي استادان لري چې ځینې یې د دوکتورا، ځینې یې د ماسټرۍ او ځینې یې هم د لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري. د نوموړي په خبره، د دوکتورا لرونکي استادان یې په شرعیاتو پوهنځي کې نسبت نورو پوهنځيو ته زیات دي، همدا راز په حقوقو او انجنیري پوهنځيو کې هم د دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو لرونکي استادان لري او پاتې نور یې د ماسټرۍ او لسانس تر کچو لوړې زده کړې لري.

ښاغلي نصرت همدا راز زیاته کړه، دوی په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ځینو پوهنتونونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري، داسې چې له هېواده د باندې د ترکیې هېواد له ځينو پوهنتونونو سره متقابلې او علمي اړیکې لري او همدا راز تمه ده چې د نورو ګاونډیو هېوادونو له پوهنتونونو سره هم د علمي متقابلو اړیکو او همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او په هېواد کې د ننه هم له ځینو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره نږدې علمي اړیکې او تفاهم لیکونه لري، چې پر بنسټ یې یو له بل سره علمي تجربې او سلا مشورې شریکوي.

د ښاغلي نجیب الله نصرت په وینا، دوی د مستقبل په لوړو زده کړو موسسه کې د محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري، چې شاوخوا ۵۰۰۰ جلده کتابونه لري چې محصلین کولای شي خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي. نوموړي همدا راز وویل، پر یاد کتابتون سربېره دوی د الکترونیکي کتابتون اسانتیا هم رامنځته کړې ده، چې ډېر کتابونه پکې شته او محصلین ترې وخت ناوخت د مطالعې لپاره ګټه اخلي.

ښاغلی نصرت وايي چې دوی د خپلو محصلینو لپاره ځینې نورې اسانتیاوې هم لري چې له هغې ډلې یې د ښځینه محصلینو لپاره ترانسپورټ، نارینه او ښځینه دواړو محصلینو ته د ګروپي مطالعې په موخه بېل او پرمختللی سیستم، د محصلینو لپاره د علمي زده کړو په موخه ځانګړو پروګرامونو او ورته نورو امکاناتو ته اشاره کولای شو.

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول زیاته کړه، دوی د خپلو محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی. هغه محصلین چې مالي او اقتصادي ستونزې ولري، د یادې موسسې د ادارې لخوا ځانګړی تخفیف ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، پر یاد تخفیف سربېره دوی له ځینو ادارو لکه د ځوانانو معینیت، مدني ټولنو او ورته نورو ارګانونو سره د متقابلو مرستو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي، چې پر بنسټ یې بېوزله او مالي ستونزې لرونکي محصلین دوی ته ورپېژندل کېږي او دوی ورته په تحصیلي فیس کې ځانګړی تخفیف ورکوي.

د ښاغلي نصرت په وینا، دوی خپلو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي. نوموړی زیاتوي چې د مستقبل د لوړو زده کړو موسسې اداره په یاده برخه کې پر وخت کوټلي ګامونه اخلي او د محصلینو له فراغت سره سم ورته تحصیلي اسناد چمتو کوي او دوی ته یې د لا ډېرې ګټې اخیستو په موخه سپاري.

ښاغلي نصرت وویل، دوی د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ کوم ځانګړی توپیر نه ویني، یوازې دومره ده چې د دولتي پوهنتونونو او علمي مرکزونو مالي ملاتړ د دولت لخوا کېږي، خو ښوونیز نصاب د دواړو دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لایحې او قوانینو سره سم ترتیبېږي او د تدریس لارښوونه یې کېږي.

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال ښاغلي نجیب الله نصرت وویل، دوی د ورځې په دریو درسي ټایمونو کې خپل محصلین د زده کړو لپاره را غواړي چې یوه یې سهارنۍ، بله یې له غرمې وروسته او درېیمه یې هم ماښامنۍ دوره ده.

ښاغلی نصرت زیاتوي چې دوی د موسسې د لا بډاینې لپاره په نږدې راتلونکي کې ځینې پلانونه لري، چې تمه لري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکړې پروسو له بشپړولو وروسته به یې پلي کړي. له دې ډلې کولای شو د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کولو، د موسسې موقعیت، امکاناتو او شرایطو ته په کتو د اقتصاد، کمپیوټر ساینس او معالجوي طب په ګډون، د نوو پوهنځيو رامنځته کولو او ورته نورو پروګرامونو ته اشاره وکړو.

په پای کې ښاغلي نجیب الله نصرت وویل، د مستقبل د لوړو زده کړو موسسې اداري هیئت او مسوولین له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو او لوړ زده کړو موسسو لپاره په ترتیب شوو لایحو، مقرراتو او تګلارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، د یادو موسسو او پوهنتونونو ستونزو ته رسیدګي وکړي، دا چې یاد مرکزونه له دولت سره همکار او همغږي دي؛ نو باید لا ډېره پاملرنه ورته وشي او په یادو برخو کې یې تر منځ انډول په پام کې ونیول شي. د نوموړي په وینا، له دولت څخه هم غواړي چې خصوصي سکتور په ځانګړې توګه علمي او اکاډمیکې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In