حساسیتي غبرګون هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې بدن له کوم بې ضرره شي څخه د خطر احساس وکړي، لکه ځینې د خوراک او څښاک توکي، ګرد او د حیواناتو لمس کول. روغتیایي کارپوهان وایي چې د بدن دفاعي سیستم دغه سخت غبرګون ځکه له ځان څخه ښکاره کوي څو د یادې شوې مادې له زیان څخه خوندي وي. حساسیتي غبرګون یوازې پوستکی نه اغېزمنوي، بلکې پوزه، ستونی، سږي، غوږ، هډوکي او کولمې هم تر خپل اغېز لاندې راولي. د پوستکي حساسیت د اندېښنې وړ ګڼل کېږي چې باید له نظره ونه غورځول شي او دغه حساست عموماً په درې ډوله وي: ایکزیما چې د غټانو پر پرتله ماشومان زیات وي، ویل کېږي دغه حساسیت شل سلنه ماشومان تر اغېز لاندې راولي او یوازې تر درې سلنو پورې بالغ کسان تر خپل اغېز لاندې راولي. نښې یې دا دي: خارښت، حساس پوستکی، سپور پوستکی، سوځېدونکی پوستکی، رنګین پوستکی او پړسېدلی پوستکی. دا حساسیت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې له حساسیتي مادو سره اړیکه پیدا کړو، چې متحرک کوونکي یې دا دي: شامپو، میک آپ او ځانګړي د سینګار توکي.