که چېرته خپه او ناهیلي یئ، سهار وختي پاڅېدل مو له دې خطرناکې ستونزې څخه ژغورلی شي. په دې څېړنه کې اته لکه او څلویښت زره کسان تر څېړنو لاندې نېول شوي وو، چې له پایلو یې معلومه شوه، که چېرته هر سهار وختي پاڅئ، نو د ژور خپګان خطر مو تر ۲۳ سلنو پورې کموي. څېړل شوي ټول کسان پر وخت ویده کېدل او بېرته به پر وخت راپاڅېدل او په رواني توګه د ژور خپګان ښکار هم وو. د خپل نوعیت له مخې په دې لومړنۍ څېړنه کې د دماغي او رواني روغتیا د بدلون لپاره لږ یا ډېر بدلون وڅېړل شو. له دې وړاندې له څېړنو موندل شوې وه چې هغه کسان چې ټوله شپه ویښ پاتې کېږي، د هغو کسانو په پرتله چې سهار ژر پاڅېږي، د ژور خپګان خطر پکې دوه برابره ډېر وي. څېړونکي وایي چې له ټاکلي وخت په یو ساعت وړاندې پاڅېدلو سره د ورځې روښنایي یا رڼا تر لاسه کېږي، چې بیا ذهني فشار کموي او د ژور خپګان خطر یې شاته کېږي، خو په دې اړه وروستی ځواب تفصیلي څېړنو ته اړتیا لري.