کله کله موږ له نورو څخه د یو کار د کولو تمه لرو، یا دا چې چلند یې له موږ سره سم شي. په ځينو وختونو کې زموږ دا کړنه سهي ده سمه به وي، خو په ډېری وختونو کې دې شیانو ته خپل وخت ضایع کول، بې ځایه دي او ستاسي د ناهیلي کېدو سبب کیږي او له نورو سره زموږ اړیکو ته زیان رسوي. باید په دې وپوهیږو چې ټول شیان زموږ په کنټرول کې نه دي، له نورو باید دومره هیله ونه لرو چې زموږ له خوښې سره سم ټول کارونه تر سره کړي.
موږ په همدې مقاله کې درته ۱۶ هغه کارونه ښيو چې که پرې کنټرول ونه لری او پرې یې نږدئ، هر وخت به له نور خپه او ګوښه وی:
۱ـ له نورو دومره تمه مه لری چې تل ستاسي له ټولو خبرو سره همغږي وي
که له دې ډلې کسانو څخه یاست، چې نور خلک که هر څه وایي او تاسو یې ورسره منی، دا مو تېروتنه ده. هر څوک خپل فکر او ځانته عقیده لري او دا کار مو بې ځایه دی چې که تاسو هر څه وايی او یا هغه هرڅه وايي، تاسې یا هغه یې دې درسره ومني.
۲- کله چې ملامت یاستی، له نورو د قدر تمه مه کوئ
انتظار مه کوئ چې نور له تاسو سره داسې چلند وکړي چې ګواکې تاسې ارزښتمن کس یاست، هر انسان ستونزې لري، نو نه باید د هغو ستونزو په خاطر خپل ځان وځورو؛ بلکې د اصلاح لپاره یې هلې ځلې وکړو. کله چې درنه کومه تېروتنه وشوه، له نورو د قدر او بیا هم د ستاینې تمه مه لرئ، کوښښ وکړئ چې دا وخت ځان وهڅوئ او له ځان سره پرېکړه وکړئ چې بیا به درنه دا تېروتنه نه کېږي.
۳- کله چې د خپل ځان احترام نه شی کولی، له نورو خو بیخي دا تمه مه کوئ
احترام لومړی له ځانه شروع کیږي، نو که غواړی په ټولنه کې یو ښه او محترم شخص واوسی، باید لومړی خپل ځان ته احترام ولرئ. که مو ځان ته په ښه سترګه ونه کتل او ځان تر نظر سپک او بې ارزښته درغی او یا مو په دغه سترګه ځان ته وکتل، نور خو به د باد بڼکه درنه جوړه کړي. که مو ځان ته په ارزښت قایل شوی، هغه ده چې نور به هم ارزښت درکړي. کوښښ وکړئ چې تر هرچا دمخه خپل ځان ته ارزښت ورکړئ.
۴- کله چې پر خپله غوښتنه نه پوهېږی، له نورو یې دې په ګوته کولو تمه مه لرئ
که تاسو غواړی چې په ژوند کې اعتبار ولری او د خپل زړه په غوښتنه عمل وکړی، نو تاسو باید له نورو څخه دا تمه ونه لری چې تاسو څه غواړی. ستاسې غوښتنې باید خپلې وي، نه داسې چې د نورو د غوښتنو پوره کولو لپاره کار کوی. ګوښي په یوه کوټه کې له ځان سره کېنئ، خپل زړه ته غوږ ونیسئ او له هغه واورئ چې څه غواړي، بیا د هغه د تر لاسه کولو لپاره لاس پکار شئ.
۵ ـ هېڅ وخت له ځان دا تمه مه کوئ چې تاسې دې د ټولو لپاره د خوښې وړ کس واوسئ
ځينې کسان مو ژوند ته راځي او تر ډېره درسره پاتې کېږي، خو زیاتره بیا داسې کسان دي چې ژوند ته مو یوځل راځي او بیرته ژر ځي. پرېږدئ هغه کسان چې نه غواړي له تاسو سره واوسي، اجازه ورکړئ چې لاړ شي. په مخه یې ښه. هغه کسان چې له تاسو سره غواړي پاتې شي، هيڅکله مو په ښه او بده ورځ دواړو کې یوازې نه پرېږدي.
۶- له نورو دا تمه مه کوئ چې وګوري تاسې دې څه په اړه فکر کوی
کله چې نشی کولای خپل فکر مو بیان کړی، له نورو خو یې د بیانولو او یا دا چې تاسې د څه په اړه فکر کوی، بیخي تمه مه کوئ. کوښښ وکړئ چې د خپلو غوښتنو او موخو په اړه خپله فکر وکړئ، ځکه یوازینی کس چې ستاسې د غوښتنو پر پوره کولو او لاسته راوړلو ښه پوهېږي؛ هغه تاسې خپله یاستی، نو بیا څه اړتیا ده چې له نورو دا تمه ولری چې تاسې د څه په اړه فکر کوی او هغه تاسې ته څومره مهم دي.
۷ – که د خپلو ستونزو پر حل کولو بریالي نه شی، له نورو یې د حل هېڅ تمه مه کوئ. هغه کسان چې ستاسې ستونزې ویني، اتیا سلنه پرې خوشالېږي او ۲۰ سلنه پرې خندا کوي؛ خو یوازینی کس چې د دې ستونزې د حل وړتیا لري، بیا هم یوازې تاسې یاستی، نو بیا څه اړتیا ده چې نورو ته د خپلو ستونزو په اړه ووایی.
۸- کله چې ځان ته بښنه نه شی کولی، له نورو خو یې بیخي تمه مه کوئ
که له نورو د بښنې هیله لری، خو خپل ځان نشی بښلی، په هېڅ وخت به مو نور هم ونه بښي. لومړی ځان وبښئ او بیا له نورو د بښې تمه وکړئ.
۹- له نورو دا تمه مه کوئ چې تاسو ته انګیزه درکړي
هیڅوک نشي کولای تل تاسو وهڅوي، ممکن کله کله تاسو ډېر غمجن یاست، یو ملګری مو کولای شي ستاسو حالت بدل کړي، ولې هر وخت نشي کولای تاسو ته خوشالي در کړي، ځکه ژوند دومره مصروف دی چې ایله هرڅوک خپل بار تر منزله یوسي. خپله تاسو یاست چې د ځان لپاره مو موخې ټاکی او ورته د رسېدو هڅه به کوی.