د کرونا ویروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه شکایت لري او ځینې خو بیا دا هم وایي چې دوی یو ډول بد بوی حس کوي، چې دې کیفیت ته (پیروسمیا) یا (اولفیکټري هیلوسینیشتز) ویل کېږي او پر دې کیفیت اخته کسان د ژور خپګان ښکار ګرځیدلی شي. د سیدیتي ورځپاڼې د سایکالوژۍ ټوډي ویبپاڼې په حواله لیکلي چې د حافظې له لاسه ورکولو په سبب احساسات او خاطرې هم زیانمنې کېږي، چې په ځانګړې توګه اوږدمهاله حافظه زیانمنوي. د دماغ په مخکینۍ برخه کې د اولفیکټري په مرسته خوشبو پېژندل کېږي او له دې ځایه خوشبویي د دماغ هغې برخې ته ځي چې له احساساتو او حافظې سره تړاو لري، همدا سبب دی کله چې یو څوک ځانګړې خوشبویي حس کړي، نو ځینې خاطرې ور په زړه شي. له یوې څېړنې څخه معلومه شوې چې د بویولو د حس او خپګان تر منځ اړیکه شته، ځکه چې د بویولو حس له لاسه ورکول د خپګان احساسات تېزوي او خپګان د بویولو له حس څخه د محرومۍ په سبب رامنځته کېږي.