وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لرله. په دغه غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحثونه وشول او ګاونډیو هېوادونو خپل نظرونه وړاندې کړل. په دې ټولو کې د روسیې او هند غبرګونونه او نظرونه د تامل وړ وو. هند د تېر په څېر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې روانه جګړه ددغه هېواد له پولو بهر رهبري کېږي او جنګیالي یې له افغان پولو بهر روزل کېږي. د هند سفیر سید اکبرالدین وویل، تر هغه چې د افغانستان له پولو بهر د ترهګرو فعال مرکزونه موجود وي دغه هېواد ته د ثبات او سولې راوستل ګران کار دی.
هغه یو ځل بیا پاکستان تورن کړ، چې دوی د ترهګرو ډلو له فعالیتونو او ځواکمنېدو ملاتړ کوي او د دوی ددغه ملاتړ له وجې، طالبان، داعش ډله، حقاني شبکه، لشکر طیبه، جیش محمد او نورې ډلې سر راپورته کوي. هغه دا هم وویل چې دغه ډلې له یوه ځایه اوبه څښي خو نومونه، فعالیتونه او د فعالیت سیمې یې مختلفې دي. اکبر پر ملګرو ملتونو هم غږ وکړ، چې د ستونزې اصلي جرړې په پاکستان کې دې نو ولې هسې خپله انرژي په دغه ډول جلسو ضایع کوي. دا خبره د افغان حکومت خبره هم ده، افغانستان په ځلونو ویلي چې دښمن یې په پاکستان کې دی، ترهګر د پاکستان له لوري تمویل کېږي، مرکزونه یې په پاکستان کې دي، خو امریکا او نور متحدین یې دلته د ترهګرو د له منځه وړلو خبره کوي.
نړیوال که رښتیا هم غواړي چې د افغانستان سوله او ثبات دایمي شي، نو ښه لاره همدا ده، چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. له دې پرته که شل کاله نوره هم دا جګړه اوږده شي، چې له پاکستان سره د امریکا مرستې وي، افغانستان ته به ثبات را نه شي. ځکه پاکستان د امریکا په پیسو ترهګرې ډلې پياوړې کوي او دغه ډلې چې د مالي او تجهزاتي شریانونو بندولو ته یې هڅه نه ده شوې، ټوله سیمه نا امنه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د تامل وړ نورې خبرې د روسیې د استازي واسیلي نبېنزیا وې. هغه وویل، چې داعش ډله په افغانستان کې ملاتړي لري او دغه ملاتړي یې ددوی په وده کې مرسته کوي. د روسیې استازي دا هم وویل، چې د معلوماتو له مخې یې په افغانستان کې لس زره داعشیان موجود دي. دا هغه شمېره ده، چې افغان حکومت یې په ځلونو کمه بولي. افغان حکومت د داعش د غړو شمېر تر دوو زرو ډېر نه ګڼي، خو دا خبره داسې مهال کوي، چې هره ورځ دغه ډلې ته د لسګونو مرګ ژوبلو د اړولو ادعا هم کوي. د روسیې استازي په وضاحت وویل، چې د داعش او متحدینو موخه یې منځنۍ اسیا ده او داعش دا هڅه هم کوي چې په ځينو برخو کې له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي. هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې که داعش د افغانستان په کومه برخه کې له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي نو دا به د ټولې سیمې په زیان وي.
له دې څرګندونو ښکاري، چې د سیمې هېوادونه په تېره ګاونډیان د افغانستان د ثبات او روان وضعیت په اړه اندېښمن دي. هند هم د پاکستان او نورو ترهګرو ډلو له فعالیتونو په وېره کې دی او غواړي دلته روانه ستونزه حل شي. روسیه چې ځان په سیمه کې پیاوړی ځواک بولي غواړي د افغانستان په مسئله کې دخیله وي او د همدې کار لپاره یې په ځلونو له طالبانو سره د سولې د خبرو وړاندیز کړی او یا یې کنفرانسونه جوړ کړي دي.
بل پلو ایران هم بیا له طالبانو سره دداعش د مخنیوي په موخه او همدا راز د اوبو بندونو د نه جوړېدو لپاره له طالب وسله والو سره خپلې اړیکې نږدې ساتلې دي. داسې ګڼ راپورونه خپاره شول، چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي. هو دا خبره هم باید هېره نه کړو، چې طالبان په دې وروستیو کې په سختو پرمختللو وسلو سمبال شوي دي. دوی پرمختللي مخابراتي سیستمونه تر لاسه کړي دي او تر څنګ یې سپکې او درنې وسلې هم لري، داسې وسلې چې پخوا یې نه لرلې.
اوس پوښتنه دا ده، چې دا کشمکشونه ولې را پیدا شول. هند، پاکستان، ایران، روسیه او نور هېوادونه ولې د افغانستان مسئلې ته دومره له بېلو عینکو ګوري. ددې ټولو علت د ملي یووالي حکومت په کمزورې بهرنۍ پالیسۍ کې دی. دغه حکومت بریالی نه شو، چې د ترهګرو د فعالیتونو او تګ راتګ په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو قناعت تر لاسه کړي. حکومت بریالی نه شو، چې د دغو ډلو واقعي تصویر د سیمې هېوادونو ته وړاندې کړي او همدا راز نړۍ ته دا وښيي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی او باید له دغه ملاتړه لاس په سر کړل شي. د ملي یووالي حکومت ځینې کارونه وکړل، د پاکستان په اړه یې شکایتونه وکړل، خو هغو ځای نه دی نیولی او پر پاکستان د اړین فشار سبب نه شول.
بل پلو په دې هم بریالی نه شو، چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د روسیې او ایران اندېښنو ته ځواب ووايي. له همدې امله دغه هېوادونه اړ شول، چې د حکومت پر ځای له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړي. دوی له طالبانو سره خواخوږي وښوده او تر ډېره اوس دا تورونه هم ورباندې دي چې د طالبانو مالي او تجهیزاتي ملاتړ کوي. وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې هم د افغانستان استازي د روان وضعیت په اړه لکه څومره چې اړتیا وه مهمې خبرې ونه کړې. د افغانستان لپاره په اوسنیو حساسو شرایطو کې تر ټولو مهمه اړتیا دا ده، چې بهرنۍ پالیسي قوي کړل شي او دغه مهمه دستګاه چې اوس د غیر مسلکي کسانو په لاس کې ده وړ کسانو ته وسپارل شي.
افغان حکومت په دې توګه کولی شي، ټولو ګاونډیانو ته په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو واضح تصویر وړاندې کړي او د دوی بېل لیدلوري دغه یوه لیدلوري ته را ټول کړي چې ترهګرې ډلې د هېچا په درد نه خوري او څوک باید له دغو ډلو د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره کار وانخلي. که داعش ډله په رښتیا پروژه نه ده، نو افغان حکومت دې مسکو په دې قانع کړي چې دا پروژه نه ده او یوازې یوه ترهګره ډله ده، چې ټولې سیمې ته خطرونه جوړوي. که همدغه ستونزې حل شي، نو ډېره به لرې نه وي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت رڼا څرکونه را برسېره شي.