دا چې عمران خان په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په ګډون بنګالیانو ته د تابعیت د ورکړې ژمنه کړې، نو دا موضوع په موږ پورې ارتباط پیدا کوي، ښه ده چې پوه شو چې د پاکستان د دغه تصمیم تر شا کوم احتمالي اهداف نغښتي دي.
پاکستان په نړۍ کې یوازې د ترورېزم د ملاتړ په خاطر بدنام نه دی، بلکې دغه هېواد د انسانانو اساسي حقونو ته هم ژمن نه دی، په نړیواله کچه پرې نیوکې موجودې دي او له دغه هېواده د انساني حقونو ډېر بد تصویر نړۍ ته وړاندې کېږي. زما له نظره د عمران خان د کراچۍ د وینا علت په نړیواله کچه د خپل تصویر ښه کول او بېرته نړیوال باور ترلاسه کول دي.
پاکستان د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه منلې او د سیاسي او مدني حقونو له نړیوال کنوانسیون سره یو ځای شوی دی، خو د دغو نړیوالو تړونونو مواد یې نه دي عملي کړي او هر کال چې په ملګرو ملتونو کې د بشر د حقونو په شورا کې له هېوادونو راپورونه ترلاسه کېږي، پاکستان پکې ټیټې سترګې نیولې وي، ځکه هلته د بیان د ازادۍ حق، په زوره د نه تري تم کېدو حق، د ازاد تګ راتګ حق، د زندانیانو حق، د اقلیتونو حقوق او بالاخره د تابعیت لرلو حق په څېر زیات حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د پاکستان حکومت به ممکن څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې همدا خبره ډېره راپورته کړي او ښکاره به کړي چې دوی نړیوالو نورمونو، پروتوکولونو او بشري حقونو ته ژمن دي او زیاته تبلیغاتي استفاده به ورنه وکړي.
د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې پنځمه ماده وايي، افراد د تابعیت له حقه برخمن دي او هېڅوک له دغه حق څخه په خپلسري ډول نه محرومېږي، د همدې اعلامیې په رڼا کې دا حق په نورو نړیوالو کنوانسیونونو کې په تفصیل سره ذکر شوی دی، مثلاً د ماشوم د حقونو په نړیوال کنوانسیون کې راغلي دي چې هر ماشوم له زېږېدو وروسته سمدلاسه د تابعیت د لرلو حق لري. د نړۍ په کچه د تابعیت لپاره له دوو اصلونو پيروي کېږي، یو وینه ده او بل خاوره. په پاکستان کې هم د وینې په اساس تابعیت ورکول کېږي یعنې هغه څوک چې پاکستانۍ مېرمن، مېړه، یا یو میراث ولري، هغه ته تابعیت ورکول کېږي، خو په نورو هېوادونو کې بیا د خاورې اصل په نظر کې نیول کېږي چې څوک چېرته زېږېدلی دی، حق لري چې د هماغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي.
افغانستان هم د وینې له اصل نه پيروي کوي او د افغانستان د تابعیت په نوي قانون کې هغو بهرنیانو ته چې د افغانستان لپاره یې فوق العاده کار او خدمت کړی وي، هغه ته افتخاري افغاني تابعیت ورکول کېږي، خو تر لسو کلونو پورې سیاسي ګوند نه شي جوړولی.
عمران خان دا خبره په کراچۍ کې کړې ده او هلته د بنګله دېش له جلا کېدو وروسته زرګونه بنګالیان بې تابعیته ژوند کوي چې بهر ته سفر نه شي کولی. له کلونو راهیسې بېوزله ژوند لري او له ډېرو اساسي حقونو محروم دي.
په برما کې روهنېګیایي قوم هم له دغه برخلیک سره مخ دی. د وینې د اصل له مخې د تابعیت ورکړه دا بدي لري چې د دغه هېواد په قلمرو کې مېشت بې تابعیته انسانان له یو نسل نه تر بل نسله پورې بې تابعیته کوي او دغه کار له پاکستان مېشت مسلمانو بنګالیانو سره څلوېښت کاله روان دی.
اوس به پاکستان د تابعیت په قوانینو کې تغییر راولي او د وینې اصل پر ځای به د خاورې اصل ومني. که قانون یې داسې بدل شي، بیا په پاکستان کې ټول زېږېدلي خلک حق لري چې د هغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي، چې دا کار ماته ناممکن ښکاري. فکر کوم یوازې بنګالیانو ته به دغه استثنا ومني او لا هم زیات وخت په کار دی چې دوی هلته مېشتو زېږېدلو افغانانو ته تابعیت ورکړي. که افغانانو ته دوی تابعیت ورکول پیل کړي، په کور دننه له ستونزو سره مخ کېږي. مثلاً په بلوچستان کې زیات افغانان مېشت دي، که دوی پاکستانى تابعیت ترلاسه کړي، نو هلته د بلوچانو نفوس نور هم کمېږي او هغوی به یې مخالفت وکړي. دغه راز په کراچۍ ښار کې به افغانانو ته د تابعیت په ورکولو سره د کراچۍ اردو ژبي مخالفت وکړي. نو دا کیسه ماته دومره اسانه نه ښکاري، په راتلونکو یو یا دوه کلونو کې ممکن یوازې بنګالیانو ته تابعیت ورکړي او ښه تبلیغاتي استفاده به ورنه وکړي. د افغانانو نوبت چې راځي هلته به حکومت بدل وي. پاتې شوې دا نورې خبرې چې وايي له دې سره به ګلخانان زیات شي، یا به له افغانانو نه ابزاري استفاده وکړي، هغه کار خو یو شمېر افغانان بې له تابعیته هم ورته کوي او خپلو نږدې کسانو ته د خپلو قوانینو خلاف هم تابعیت ورکوي او ډېرو اخیستی هم دی.