د اروپایي اتحادیې مشرانو هغه دوه مهم سندونه تصویب کړل چې له مخې یې راتلونکی کال برېټانیا له دې اتحادیې وځي.
د دې شورا مشر ډونالډ توسک په بروکسل کې وویل چې دغه موافقه د اروپایي اتحادیې نورو ټولو ۲۷ غړو هېوادونو هم تصویب کړه.
تر غونډې وروسته د لېتوانیا ولسمشرې دالیا ګریباوسکیات وویل، د بریکزیت موافقه تایید شوه، خو د بریکزیت د وتلو پروسه به ډېر وخت ونیسي.
د برېټانیا لومړۍ وزیرې تریزامې وړمه ورځ د اروپایي کمېسیون له مشر ژان کلاود یونکر او د اروپایي شورا د مشر ډونالډ ټوسک سره وکتل او دواړو مشرانو ډاډ ورکړی چې د اروپايي اتحادیې مشران به دغه تړون تصویب کړي.
که څه هم د اروپايي اتحادیې ټولو ۲۷ غړو هېوادونو دغه سندونه تصویب کړل، خو دا مسئله د برېټانیا د پارلمان منظورۍ ته هم اړتیا لري.
په پارلمان کې د مې د محافظه کاره ګوند په شمول یوشمېر غړو بیا ویلي چې دوی به د دغه سند پرضد رایې ورکړي.
تریزامې په یوه لیک کې له ولسه هم په مستقیم ډول غوښتي، څو د هغې موافقې ملاتړ وکړي چې حکومت یې د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره کړې ده.
مې وویل، دغه موافقه د برېټانیا لپاره یوه روښانه راتلونکې خوندي کوي او له اروپایي اتحادیې وتل به یې د ټول هېواد د روغې جوړې او نوي کولو لپاره یوه نوې مرحله وي.
د بروکسل سرمشریزه وروسته له هغې ډاډمنه شوه چې په وروستیو شېبو کې د مادرید د غوښتنو په اړه چې د جبل الطارق د راتلونکي په اړه دې خبرې وشي، یوه موافقه ترلاسه شوه.
تر دې موافقې وروسته د هسپانیې لومړی وزیر له خپلې هغې خبرې په شا شو چې ګواښ یې کړی و چې که د جبل الطارق د راتلونکي په اړه خبرې و نه شي، دی به د بریکزیت موافقه ویټو کړي.
په شوې موافقه کې برېټانیا او د اروپایي اتحادیې چارواکو په دې اړه هسپانیې ته لیکلي ضمانتونه ورکړي دي.
جبل الطارق چې څه کم اووه کلیومتره مساحت لري او د ایبریا د ټاپو په جنوبي څنډه کې پروت دی، څه باندې درې سوه کاله مخکې برېټانیا له هسپانیې د جګړې په ترڅ کې لاندې کړی دی.