ګوګل کمپنۍ د داسې خدمتونو پر وړاندې کولو باندې فکر کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ په کارولو سره د ګوګل لټون په مرسته له خلکو سره په مختلفو ژبو خبرې کول یا زده کول اسانه کوي. دي انفارمېشن د راپور پر بنسټ، دغه پروژه ټیوولي نومول شوې ده او کېدای شي سږکال کاروونکو ته معرفي شي. ویل کېږي چې په پیل کې به ټیوولي یوازې په متن باندې کار کوي چې د ګوګل لټون برخه به وګرځي، خو ګوګل هڅه کوي چې دغه خدمتونه د ګوګل اسېسټنټ او یوټیوب برخه هم وګرځوي. راپور کې همدا راز راغلي چې د ټیوولي مصنوعي ځیرکتیا خدمتونه له خلکو سره د ژبې زده کولو کې هم مرسته کوي او تر اوسه پورې یې ډېرې عادي تېروتنې کړې دي. له دې وړاندې ګوګل په هندوستان کې د بولو په نوم کاریال معرفي کړی و چې موخه يې ماشومانو ته د مختلفو ژبو زده کول وو، له هغې وروسته دغه کاریال د رېډ الانګ په نوم له ۱۸۰ څخه ډېرو هېوادونو کې کاروونکو ته وړاندې شو.