له طالبانو سره د ایران ټکر ۱۳۷۶ کال ته رسیږی، کله چې ایرانیانو له جنرال مالک او نظار شورا سره په یوه استخباراتی دسیسه کې زرګوونه طالبان په وروستي مظلومیت او وحشت سره شهیدان او قتل عام کړل.
وروسته له هغه کله چې شمال ته طالبانو د بیا پرمختګ په مهال مزار ښار ته ننوتل او په دي منځ کې د نامالومو جهتونو له لوری د ایرانی کنسولګرۍ ۱۰ ډیپلوماټان او ۲ خبریالان په مرموز ډول ووژل شول، نو دې دښمنۍ زور واخېست او ایرانیانو د خپل کساتګر او دسیسګر خاصیت له امله د دې پرځای چې د طالبانو له افغانشموله داعیی او په ثبات ولاړو موخو سره همکاری وکړې دښمني یې خپله کړه، د طالبانو څخه د انتقام په فکر کې شول، قومي، ژبنیز او مذهبي افتراقونو ته یې لمن ووهله، شورای نظار او اهل تشیعو ګوندونه یې پخپلو سیمو کې جګړې او د دوی په اصطلاح مقاومت ته وهڅول او حتا په نړیواله کچه یې د طالبانو د حکومت څخه د مشروعیت اخیستلو په لار کې له هېڅ ډول شومي توطیی او شرارت څخه مخ وانه ړول.
هغه چې ښه بېلګه یې په کال ۲۰۰۱ کې د امریکا له یرغل او اشغال سره سازش کول او له امریکایی استخباراتي منابعو سره د مالوماتو، امکاناتو او ډیپلوماټیکو هڅو شریکول وو.
مګر په نړیواله کچه د امریکا سره ټکرونه او په ځانګړی توګه په دوحه کې د افغان ـ امریکا جګړې د پای په لار کې له امریکا سره د طالبانو قوی ډیپلوماټیک تړون چې له پراخ نړیوال مثبت غبرګړن او ملاتړ سره هم مخ شوو، همدارنګه په نظامي ډګر کې د طالبانو برلاسي د دې سبب شو چې ایران د طالبانو وجود درک کړې او د سولې وروسته افغانستان د اصلي، اساسي او مهم طرف په توګه ورسره خبری اترې او اړیکي ټینګي کړې.
ایران ته د مولوی عباس ستانکزی صاحب په مشرۍ د طالبانو د پلاوی تازه سفر او د تهران له لوري د کابل ميشتو سیاستوالو او جهاتو د استازو ورسره کښینول د دې ښوودنه کوی چې د طالبانو سنتی او نه پخلاه کېدونکي مخالف ایران هم طالبان د تصمیم نیونکي افغاني طرف په توګه منلي، دوی په دي سره اعتراف وکړل چې له طالبانو سره له رغونکي تعامل څخه پرته یې په سیمه کې کردار په سرخوږی ورته اوړی او همدارنګه د تهران ناسته د دې ثبوت دی چې ښایی ایران نور د ملېشو جوړونکو پاټکیانو او په نوی جګړه کې د کابل واکو واکمنو سره ونه اوسي.
ځکه سیاست د ځواک له دریځ څخه د ګټو پاللو لوبه دی، او طالبان هغه یوازني افغان طرف دی چې د راتلونکي او نن افغانستان په سیاسي معادلاتو کې برخلیک ټاکوونکي، مشروع او په ستراتیژیک بیلانس ثابت کردار ترسره کولای شي.