د جولای ۱۱مه نېټه د چين د سمندري سفرونو له ورځې سره برابره ده. د ۱۶ کاله مخکې يعنې د ۲۰۰۵م کال د جولای ۱۱مه نېټه لويديځ ته د مشهور چينايي ديپلومات جنګ هه د سمندري سفر د يادونې له ۶۰۰ کليزې سره برابره وه او له همدې کال څخه د هر کال د جولای ۱۱مه نېټه د چين د سمندري سفرونو د ورځې په توګه ټاکل شوې ده.
د چين د سمندري سفرونو ورځې د فعاليتونو انتظامي کمېټې د جولای پر ۱۱مه ((د ۲۰۲۱م کال د چين د سمندري سفرونو ورځې اعلاميه)) خپره کړه. په دغه اعلاميه کې راغلي، چې چين د سمندري ترانسپورټ، د بېړيو د جوړونې، سمندري حاصلاتو او د بېړنيو د عملو شمېر په برخو کې د نړۍ مخکښ ځای نيولی او په ګرده نړۍ کې يې خپلې سمندري ترانسپورټي کرښې او خدمتي شبکې جوړې کړي دي.
چين د زياتو کلونو کوښښونو وروسته د سمندري ترانسپورټ د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي. چين د شانګهای بندر، دا ليان بندر، تيان جين بندر او چينګ داو بندر په شمول لوی او مهم بندرونه او نور عامه بندرونه جوړ کړي چې په دغو بندرونو کې د مالونو د حمل و نقل اندازه په نړۍ کې تر ټولو زياته ده. چين د بندرونو د اټوماتيکو چارو او د اړوندو ماشينونو او تجهيزاتو د توليد د تکنالوژۍ په برخو کې د نړۍ مخکښ دی. په چين کې د سيندونو د ترانسپورټي کرښو اوږدوالی له ۱۲۷ زرو کيلومترو څخه زيات دی او دغه اوږدوالی او د مالونو ترانسپورتي اندازه يې په نړۍ کې لومړی ځای لري.
په چين کې په لويه پيمانه د سمندري ترانسپورټ د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ زمانه پای ته رسيدلې او دغه هېواد په دې هڅه کې دی، چې د عصري او پرمختللې علمي تکنالوژۍ په مټ سمندري ترانسپورټ ته لوړ کيفيت او نوی پرمختګ ورکړي. برسيره پر دې، بندرونه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره له نړۍ سره د نښلولو مهم ملاتړ دی، نو په بهر کې د بندرونو جوړونه لا هم د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د عملي کېدو مهمه برخه او د چين د نړيوالې همکارۍ مهم ډګر بلل کيږي.
په ۲۰۲۰م کال کې کرونا وبا پر نړيوال اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې کړي، د دغو ستونزو پر وړاندې سمندري ترانسپورټ له مشکلاتو څخه د نړيوال اقتصاد د وتلو او د چين اقتصاد د احيا په بهير کې مهم رول لوبولی دی. د چين د ترانسپورټ وازرت د شمېرنې له مخې، تېر کال د نړيوالې سوداګرۍ په اندازه کې د سمندري ترانسپورټ ونډه له ۸۵ سلنې څخه ۸۶ سلنې ته لوړه شوې ده. تېر کال د سمندري ترانسپورټ په وسيله د چين د صادراتو اندازه ۶ اعشاريه ۷ سلنه زياته شوې او ۳ ميليارډه او ۴۶۰ مليونو ټنو ته رسيدلې، چې د سمندري ترانسپورټ د سوداګرۍ د نړيوالې اندازې ۳۰ سلنه برخه يې نيولې او د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو د مثبت زياتوالي لپاره يې ډېر مهم خدمت کړی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې د جنګ هه کيسې يادې کړې او دې ته يې اشاره کړې چې د جنګ هه سمندري سفر د قيمتي مواد وړونکې بېړۍ او دوستۍ په تکيه په تاريخ کې شهرت پيدا کړی، نه د پوځي بېړۍ او توپونو په تکيه. شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال په اپريل کې د سمندر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پېشنهاد وړاندې کړ او و يې ويل، چې انسانان په يوه آسماني رنګه کره کې ژوند کوي او د سمندر له خوا د ګډ برخليک ټولنې ته وصل دي چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک په خونديتوب او خطرونو کې سره شريک دي. د سمندر سوله او آرامي د ټولو هېوادونو له خونديتوب او ګټو سره تړاو لري او زموږ ګډو کوښښونو ته اړتيا لري.
د سمندري چارو په برخه کې د يو ځواکمن هېواد ابادي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ټينګه اراده او د چيني ملت د نسلونو هيله ده. چين د ”۲ سل کلنو موخو“ د پوره کولو په هڅه کې دی او د يوې لويې بېړنۍ په توګه د چيني ملت د بيا سمسورتيا پر لوري روان دی.