د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ پرون په رسمي ډول پای ته ورسېده.
دغه بهیر شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پیل شوی و چې په ترڅ کې یې څه باندې ۵.۲ میلیونه کاغذي تذکرې پر رایه ورکوونکو باندې وېشل شوې دي.
د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ريیس همایون محتاط پرون خبریالانو ته وویل چې د دې ادارې یو شمېر ډلې په ځینو ولسوالیو کې تر راتلونکو څو میاشتو د بېځایه شویو کډوالو لپاره د تذکرو د ورکولو ماموریت ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه: «د پروسې له پیل څخه تر نن ورځې شاوخوا ۶۳۸۹ د اساس کتابونه چې په هر کتاب کې په اوسط ډول ۸۲۰ ریکارډ راجسټر کېږي، په دغه کمپاین کې راټول شوي دي».
د ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ په داسې حال کې پرون پای ته ورسېده چې یو شمېر سیاسي ګوندونو په دغه بهیر کې د پراخو جعلکاریو ادعا کړې ده.
د افغانستان د ستر ملي ائتلاف په نوم یو شمېر سیاسي ګوندونو، په روانه میاشت کې لسګونه زره اسناد چې پکې سټېکر لرونکې تذکرې هم شاملې وې له رسنیو سره شریک کړل او ادعا یې وکړه چې دا اسناد ټول جعلي دي او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په همکارۍ خلکو ته ورکړل شوي دي.
دغه ائتلاف ویلي چې د ټاکنو کمېسیون له خوا د څه باندې ۹ میلیونو رایه ورکوونکو نوملیکنه نه مني او باید دغه بهیر له سره په بایومېټریکه بڼه ترسره شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د وږي په ۱۳مه نېټه د یو فرمان په صادرولو سره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارله چې له ۱۳۹۶ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د تابعیت تذکرو د وېش په بهیر کې د جعلکارۍ د څرنګوالي هر اړخیزه څېړنه وکړي.
محتاط د دغه پلاوي لومړنیو موندنو ته په اشارې وویل چې جعلي تذکرې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له خوا نه دي وېشل شوې.
هغه له سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل، چې خپل ټول اسناد له څېړونکي پلاوي سره شریک کړي څو تور له سپین څخه جلا او د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.