جمال خاشقجي چې اصلي نوم یې معرب قاشقجي دی، په ۱۹۵۸ ز کال کې د سعودي په سپېڅلې خاوره مدینه منوره کې یې نړۍ ته سترګې وغړولې. قاشقجي ترکي کلمه ده چې په پښتو یې مانا قاشوق جوړوونکی ده. نوموړی په اصل کې د ترکیې له قیصریې ښار سره کورنی تړاو لري او نیکونه یې د عثماني خلافت په وروستیو کې مدینې ښار ته کډه شوي دي.
د هغه تره عدنان خاشقجي چې په ایران کې د مک فارلین په قضیه کې ډېر مشهور شو، له نیویارک ټایمز مجلې سره په مرکه کې ویلي چې د دوی د نیکه پلار په اصل کې یهودی و.
خاشقجي د سعودي په رسنیز ډګر کې په بېلابېلو مهمو پوسټونو کار کړی دی. جمال د خپل کار په لومړیو وختونو کې په سعودي کې له ځینو سیمه ییزو رسنیو سره د خبریال په توګه کار وکړ.
نوموړي له ۲۰۰۴ ز کال وروسته په سعودي کې د شهزاده ترکلي الفیصل سره چې په لندن او واشنګټن کې د سعودي سفیر و، د مطبوعاتي مشاور په توګه کار وکړ.
کله چې دی په سعودي کې د الوطن په نوم د یوې اصلاح طلبې ورځپاڼې مسوول مدیر و، په دې موده کې یې د ریاض په تصمیم نیوونکي ځای کې هم د یو پیاوړي کس په توګه خپل نوم پر خلکو ومانه.
جمال په ۱۹۹۹ ز کال په سعودي کې په انګریزي ژبه د خپرېدونکې ورځپاڼې، عرب نیوز مرستیال مدیر شو. په ۲۰۰۳ ز کال د الوطن ورځپاڼې مدیر شو، خو په دوو میاشتو کې دننه د یوې لیکنې د خپرېدو له امله له دندې ګوښه شو. ویل کېږي چې د سعودي مذهبي اسټبلېشمنټ په نښه کړی و. په ۲۰۰۷ ز کال بیا الوطن ورځپاڼې ته لاړ، خو درې کاله وروسته د نورو جنجالونو له امله بیا له دې ورځپاڼې ووت.
په ۲۰۱۱ ز کال یې عرب پسرلي غورځنګ کې د اسلامي توندلارو ملاتړ وکړ. دغه غورځنګ په څو هېوادونو کې واکمن شو. په ۲۰۱۲ ز کال سعودي عرب د العرب نیوز چینل مشر وګوماره، دغه چینل د قطر له الجزیرې سره د سیالۍ په خاطر جوړ شو؛ خو بحرین کې جوړ دا خبري چینل په ۲۰۱۵ ز کال د کار له پیلولو ۲۴ ګړۍ وروسته د مخالف ګوند د یوه مشر د بللو له امله بند شو. د سعودي پر چارو د نظر له امله جمال خاشقجي په نړیواله کچه مختلفو خبري چینلونو ته په خپلواک ډول نظر ورکاوه، خو د سعودي د اوسني ولیعهد محمد بن سلمان واک ته له رسېدو سره سم یې په سعودي کې حتی ژوند کول هم ګران شول.
جمال هغه عرب خبریال و چې د ژورنالېزم په ډګر کې یې د کار پراخه تجربه درلوده. نوموړي په سعودي عربستان کې له نامتو رسنیو سره کار وکړ او دغه راز د سعودي د اوسني نظام د کارونو سخت منتقد و.
جمال په دې وروستیو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره مقالې او کالمونه لیکل او دغه راز یې په ګڼو کورنیو ورځپاڼو کې مقالې خپرېدلې.
دی د روان ۲۰۱۸ ز کال د اکټوبر په دویمه د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته تر ننوتو وروسته تری تم شو چې تراوسه یې مړی نادرکه دی. د هغه د نادرکۍ په اړه ویل کېږي چې په همدې کونسلګرۍ کې وژل شوی او مړی یې تر ټوټه کېدو وروسته له همدغه ځایه ایستل شوی دی. د نوموړي د وژل کېدو په پېښه کې د سعودي ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز پړ بلل کېږي. دا چې ولې، د کارپوهانو په باور نوموړی د سعودي نظام د کړنو د ډول یو سخت منتقد و او هغه یې له دې امله وژلی چې له راتلونکي یې وېره لرله.
د چارو ځینې عرب کارپوهان بیا وایي چې نوموړی د خپل فکر قرباني شوی دی؛ ځکه د دوی په وینا هغه د یوې ماجرا جویې کورنۍ غړی و.
جمال سیمه ییزو ورځپاڼو ته پر افغانستان د شوروي د یرغل په هکله رپوټونه برابرول. هغه په ۱۹۸۸ ز کال کې له اسامه بن لادن سره لومړنۍ مرکه وکړه.
د افغان- شوروي جګړې پر مهال د سعودي په ګډون د بېلابېلو عرب هېوادونو وګړي هم د افغان مجاهدینو په ملاتړ جنګېدل. په دوی کې د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن چې یو وخت د افغان- شوروي جګړې جنګیالی و، تر ډلې جوړولو ورسېد. جمال خاشقجي د بن لادن څرګندېدل او ځواکمنېدل څارل او له نوموړي سره یې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ ز کلونو څو ځلې مرکې وکړې. وروسته یې عرب سیمه کې پر نورو مهمو مسئلو رپوټونه برابرول چې تر تولو مهم یې پر کوېټ د عراق برید و.
خواله رسنیو کې په ۱۹۸۸ ز کال کې د افغان-شوروي جګړې د عرب مجاهدینو یو انځور خپور شوی چې په اصل کې له یوې انګریزي ورځپاڼې اخیستل شوی دی.
په انځور کې د څو کسانو په منځ کې راکټ- لنچر په اوږه سړی جمال خاشقجي ښودل شوی دی.
د طلال عبدالله په نامه د یو سعودي شنونکي په باور، جمال کولی شوای په سعودي کې د نظام پر وړاندې ځینې واړه مزاحمتونه ایجاد کړي، خو دا څه چې د هغه پر وړاندې وشول؛ ډېر د اندېښنې وړ او شرموونکي دي.
نوموړی وایي: «خاشقجي د ملک عبدالله بن عبدالعزیز د دورې له پیاوړو کسانو یادولی شو، هغه یو پیاوړی او ځیرک ژورنالېست و، په ورته وخت کې هغه په ډېرو مسایلو چې ده له نږدې څارلي وو، ښه خبر او پوهېده. له هغه سره ډېر شواهد او ډېری داسې موارد وو چې کولی یې شوای په یو ډول نه یو ډول د اوسني نظام لپاره سرخوږی جوړ کړي.»
د عبدالله بن عبدالعزیز په وخت کې نوموړی د یو پیاوړي سعودي خبریال په توګه وپېژندل شو. دی پر کار پوه انسان و؛ ځکه خو پاچا هم په ځینو بهرنیو سفرونو کې له ځان سره ملګری کړ او هلته یې هم جمال د یو ځيرک خبریال په توګه معرفي کړ. د سلمان په وخت کې هم دی پر خپل دریځ پاتې شو او خپلو کارونو ته یې دوام ورکړ، خو کله چې ولیعهد محمد بن سلمان واک ته ورسېد، ماجرا توپیر وکړ. کله چې سلمان واک تر لاسه کړ او له امریکا سره یې کار کولو ته اوږه ورکړه، نو د محمد هم ورته حوصله تنګه شوه؛ ځکه د محمد نه خوښېدل چې څوک یې د کار مزاحمت وکړي. هغه د خپل کار په لومړیو کې ځینې تغیرات رامنځته کړل او غوښتل یې چې په ډېرې چټکۍ سره لوی ګامونه واخلي، نو یې له خپلې مخې ځینې واړه خنډونه لرې کړل. په دې وختونو کې جمال په ځینو انتقادي لیکنو کې د هغه د سیاستونو پر څرنګوالي ځینې نیوکې هم وکړې، خو محمد ظاهراً ورته حوصله وکړه.
نوموړي دغه راز په منځني ختیځ کې د ټرمپ پر سیاستونو هم ځینې انتقادي لیکنې وکړې او ځان یې د یوې لویې بلا خولې ته ورکړ.
د محمد بن سلمان له خوا د میلیاردر شهزاده ولید بن طلال له بندي کېدو وروسته، ده هم په سعودي کې خپل رسنیز فعالیتونه بند کړل او د یو څه مودې لپاره یې رسنیزې کړنې ودرولې چې بالاخره یې تېر کال په خپله وغوښتل چې په داوطلبانه توګه په واشنګټن کې جلا وطنی واوسي.
هغه له جلا وطنۍ وروسته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په تېره سپټمبر کې په یو کالم کې لیکلي وو چې هغه او څو نور ملګري یې د نیول کېدو له وېرې په خپله خوښه جلا وطني شول.
کور او کورنۍ مې پرېښودل، څو خپل غږ اوچت کړم. که د دې خلاف کار مې کولی، له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی و چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی.
نوموړي پر محمد بن سلمان چې خپل هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز سمون پلان لري، تور پورې کړ چې په لسګونو کسان یې نیولي دي.
د سعودي پر حکومت یې دا تور هم ولګاوه چې الحیات ورځپاڼه کې یې د ده د کالم پر خپرېدلو بندیز لګولی و او خپلو یو اشاریه اته میلیون څارونکو ته له ټوېټ کولو هم منعه شوی.
ده په واشنګټن کې له پاتې کېدو سره سم د شهزاده محمد بن سلمان پر کورنیو او بهرنیو سیاستونو هم نیوکې پیل کړې او د یمن په جګړه کې یې د نوموړي رول ته په ښه سترګه ونه کتل. د جمال دا او ځینې نورې لیکنې په نامتو رسنیو (شپیګل، او فایننشل ټایمز) کې هم چاپ شوې دي.
هغه په خپله یوه مقاله کې لیکلي وو:«د سعودي نوی ولیعهد محمد بن سلمان په دې هڅه کې دی چې هېواد یې له وهابي دیني افراطیته وژغوري او له خپله ځانه د یوه نوي جوړ کړي افراطیت په ډنډ کې یې وغورځوي؛ ځکه زندانونه له خلکو ډکوي او د غږ پورته کوونکو خولې تړي».
په واشنګټن پوسټ کې د خاشقجي وروستۍ لیکنه د سپټمبر پر ۱۱مه خپره شوې ده چې یمن کې یې د سعودي پر ښکېلتیا نیوکې کړې دي.
۵۹ کلن خاشقجي د اکټوبر پر دویمه د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته لاړ، څو له خپلې پخوانۍ سعودۍ مېرمنې د طلاق کارونه بشپړ او له ترک کوژدنې خدیجې چنګېز سره د واده سندونه بشپړ کړي.
خدیجه چنګېز وايي، کونسلګرۍ ته تللو کې زړه نازړه و او هغې ته یې ویلي وو، که را نغی د ترکي ولسمشر له مرستیال سره دې خبره شریکه کړي.
نوموړی ورک شو. ترکي چارواکي وايي، کونسلګرۍ کې وژل شوی، خو سعودي تر ډېره پورې نه منله چې بیا د ترکیې له جنجالونو وروسته ځینو نورو هېوادونو هم پر سعودي غږ وکړ چې د هغه په اړه دې څېړنې وکړي او قاتلین دې پیدا کړي.
خو په دې وروستیو ورځو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ومنله چې جمال په ترکیه کې د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی او دوی به په دې اړه له څېړنو وروسته له قاتلینو سره حساب کتاب وکړي. خو امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د جمال خاشقجي د وژنې امر شهزاده سلمان ورکړی دی، خو سلمان بیا دا ادعاوې رد کړې دي.