۱ـ د خوړو په ډول او اندازه کې احتیاط وکړئ
ستاسو عمومي روغتیا د خوړو په ډول او اندازې پورې تړلې ده؛ څه خوری؟ څومره خوری او کله يې خوری؟ دا ټول ستاسې په عمومي روغتیا اغېز لري.
د تغذیې متخصصین سپارښتنه کوي چې د خپلې اشتها له اندازې څلورمه برخه کم خوراک وکړی؛ یعنې که تاسو د څلورو نمړیو اشتها لری، ۳ وخوری او له څلورمې تېر شی، دا ستاسو پر عمومي روغتیا ډېر مثبت تاثیرات لري.
له خوراک سره هممهاله اوبه مه څښئ؛ له خوراک څخه یو ساعت وړاندې او یو ساعت وروسته اوبه څښی، ډوډۍ په خپل او مناسب وخت خوری.
۲ـ تمرین وکړئ
هره ورځ او منظم تمرین مو ځواکمنوي او د وجود معافیتي سیستم مو هم قوي کوي. له خوراکه سمدستي وروسته دروند کار او فزیکي تمرين مه کوئ، کله چې تمرین کوی، لومړی مو ځان ګرموی او وروسته تمرین پیل کوئ.