په اوسني وخت کې د سیاسي ګټو په محور ډول ډول تروریستي اعمال تر سره کېږي، چې همدا تروریستي اعمال د سیاسي قدرت د لاستهراوړلو، ملتګرایۍ یا ناسیونالیزم او یا هم کله ناکله د ظلم، وحشت، بې عدالتۍ، له اقلیتونو سره تبعیض، تاوتریخوالي او غچ اخیستنې په منظور تر سره کېږي، نو داسې هم نه ده چې موږ دې ټولو ته تروریست ووایو او یا دې ورته د تروریزم لفظ استعمال کړو.
که چېرې په هند کې په هندي مسلمانانو ظلم او زیاتی کېږي او هغه د خپل ځان دفاع کوي، نو داسې نه ده چې نړۍ دې ورته تروریست ووایي او یا کله چې په چین کې د چین حکومت د ایغور پر مسلمانانو ظلم او زیاتی کوي، نو نړیواله ټولنه دې ورته د تروریست لفظ استعمال کړي.
همدارنګه ډېرې بېلګې شته، کله چې اسامه بن لادن په افغانستان کې د شوروي پر وړاندې جهاد کاوه، نو ټولو ورته لبیک ویلو او کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه پېښه رامنځته شوه، نړیوالې ټولنې هغه نړیوال تروریست ونوماوه.
داسې هم نه ده چې د حق لاستهراوړلو لپاره دې هر کس تروریست وبلل شي. که چېرې فلسطینیان د خپلې اشغال شوې خاورې دفاع کوي او اسراییل د بل پر ځمکه ټتر لګوي، سلیم عقل باید اشغالګر ته تروریست او د ځان دفاعکوونکي ته مبارز ووایي.
تروریستي اعمال د مختلفو ډلو ټپلو، مذهبي ګروپونو، ان خپله ځینې دولتونه د تروریزم په تولید کې پوره رول لري او عملاً دا کار کوي.
نن ورځ تور سیاست د نړۍ پیچېده او له مغلقو پدیدو څخه ګڼل کېږي، کوم چې نړیوالې سولې ته یې زیان اړولی دی. نن هېڅ فرد په امن کې نه دی. تور سیاست دی چې نړیوالې اړیکې شلوي؛ د نړۍ مشران ترور کوي؛ نړیوالو او ډیپلوماټیکو اړیکو ته زیان اړوي او زیاتره د تروریستي اعمالو قربانیان له بده مرغه بې ګناه خلک دي.
نن نړۍ د زیاتو لاستهراوړنو تر څنګ په جنګ کې ښکېل ده، هغه هم په داسې جنګ کې چې په خپله یې جوړ کړی. یانې امریکا راغله، په ۲۰۰۱ کال کې یې پر افغانستان بريد وکړ، په زرګونو بې ګناه خلک یې ووژل، مګر دوی داسې څه ونه کړل چې زموږ هېواد ته یې لږ زره خیر هم رسېدلی وي. داسې یو ډول تور سیاست و، چې امریکا په افغانستان کې استعمال کړ چې په اړه يې څوک فکر هم نشي کولای.
امریکا د اسامه بن لادن په پلمه افغانستان ته راغله، اسامه هم په افغانستان کې نه و، هغه د پاکستان په ایبټ اباد کې و، مګر زموږ د هېواد کلچر، اقتصاد، امنیت او صنعت هر څه ته یې زیان واړاوه، لیکن دوی ادعا کوي چې موږ په افغانستان کې سوله او امنیت راوستل، څه یې کړي دي؟
مګر ډیموکراسي یې دومره عامه کړه، چې دا ډول هېڅکله هم نه وو شوي.
نو موږ د دې پر ځای چې په جنګ سره بوخت شو یا تور سیاست پر موږ تحمیل شي، د داسې کړنو ښکار شوو چې هم د هېواد سقوط وکړي او هم دې بیا د اقتصاد بیارغول ډېر ستونزمن وي. ښه خبره دغه ده چې د یو بل منافع په قتل او قتال کې ونه لټوو، بلکې له سولهییزې لارې کولای شو خپلې ګټې سره شریکې کړو او که چېرې ستونزې راشي، نو د حل لارې دې ولټول شي. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو سازمان، د عدالت نړیوالې محکمې او د نړۍ د بېلابېلو ادارو له لارې دې خپل مشکلات حل کړو.
د تور سیاست په اړه چې نن ورځ یې د نړۍ پرمختللي هیوادونه څنګه کار وي؟ له دې لارې خپلې ګټې څنګه په لاس راوړي او څنګه نور سیال هیوادونه پرې له پښو غورځوي؟ په دې کتاب کې پوره پوره معلومات شته.
مینهوال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.