پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي ګټه وټه

د کاروبار یا نوي تولید پيلولو لپاره دا اووه مرحلې عملي کړئ

لیکنه: غازي عابد یاران ټکی کام

نوومبر 28, 2018
in ګټه وټه
0 0

دلته موږ پر دې بحث کوو چې کله یو کاروبار پيلوو او یا کاروبار لرو او غواړو په همدې کاروبار کې یو بل نوی تولید یا  مارکېټ بازار ته وړاندې کړو، نو اړینه ده چې یو څو پروسې تعقیب کړو، څو وشو کړای چې له تاواني عواقبو یې بچ شو.

ممکن په افغانستان او نوره نړۍ کې مو لیدلي وي، هغوی چې یو کاروبار شروع کوي یا یو نوی تولید غواړي بازار ته جوړ او وړاندې کړي، مخکې ورته ځینې لومړني ګامونه تعقیبوي. دا ډول خلک بیا له تاوانه بچ وي؛ ځکه ورته معلومېږي چې څه وکړي. ایا مخکې لاړ شي او که نه.

بل پلو به مو داسې کسان هم لیدلي وي چې کله یو کاروبار پيلوي یا نوی تولید بازار ته وړاندې کوي، پرته له دې چې دوی عیني شرایط، اړتیا او خپل وس او عواقب یې وسنجوي، کار پيلوي. بالاخره په پای کې له ناوړه نتایجو سره مخ کېږي او هغه شتمني چې لري یې، د دغه بې پلانه کار له امله یې له لاسه ورکوي.

هغه ټکي چې د یوه نوي تولید یا یوه کاروبار له شروع کولو یې وړاندې باید په پام کې ونیسئ، په لاندې ډول دي:

لومړی-  د نظریې راپيدا کول

که تاسې کوم کاروبار لرئ، ممکن لومړی مو په چاپېریال کې پر دې فکر کړی وي چې څه وکړی، څو ځانته یو مصروفیت او د ګټې وټې لاره پیدا کړی. ممکن په دغه څه کې مو له نورو هم مرسته غوښتې وي او که خوښ شوی مو وي، بیا مو پرې عملي کار شروع کړی وي.

کېدای شي دا اېډیا یا د نوي تولید نظریه مو له دې ډلو کسانو اخیستې وي:

۱- د بازار موندنې ماهرین: هغه خلک چې د کاروبار او بازار په برخه کې مهارت او تجربه لري، هغوی ته تر هر چا ډېره پته وي چې کوم څه خلک خوښوي او باید ورته تولید شي.

۲ – مصرفوونکي یا مشتریان: له خلکو په یو ډول نه یو ډول چې وروسته به پرې بحث هم وشي، باید وغوښتل شي چې څه ته اړتیا لري او څه خوښوي.

۳- لکه مخکې مو چې وویل، په خپله مارکېټ کې پلټنه کول او لیدل چې د څه شي اړتیا ده او په څه کې ګټه محسوسوئ.

۴-(Middlemen) یعنې پرچون پلورونکي، عمده پلورونکي، توضېح کوونکي، نماینده ګان او داسې نور. دغه خلک ښه پوهېږي چې پېرېدونکي او دوکانداران ترې څه غواړي، څه شي ته اړتیا ده او څه ښه تمامېدای شي. دوی پوهېږي چې مارکېټ څه ته اړتیا لري.

۵—(Suppliers) یا هغه خلک او کمپنۍ چې پاخه، خام یا نیمه خام مواد د کاروبار لپاره تولیدوي. دوی ته هم ښه پته وي چې هغه کوم شیان دي چې ډېر پیدا کېږي او تر ډېره دوی ته بیا ښه ترلاسه کېدای شي.

۶- میډیا یا رسنۍ: کېدای شي له رسنیو خبر شی چې څه شی ډېر مارکېټ لري او خلک څه غواړي. په همدې ډول داسې نور.

دویم–  د راټولو شویو نظریاتو او مفکورو شننه

کله مو چې له پورته خلکو او ادرسونو بېلابېل نظریات خوښ کړل؛ اوس باید په دې شننه وکړئ چې کومه ممکنه او مناسبه ده او کومه نه ده. دلته وګورئ چې په کومو لږ لګښت راځي، مارکېټ کې ورته تقاضا شته، په کم وخت کې جوړېدای یا اماده کېدای شي، حد اکثر څومره ګټه به وکړي او په عموم کې به یې تولیدول څومره ښه وشي.

درېیم–  د انتخاب شویو نظریاتو ارزیابي

دا د سوال پاڼې په ډول ترسره کېږي، په دې ډول چې له خلکو د تولید په اړه مشخصې پوښتنې کوی چې دا تولید یې خوښېږي که نه، ولې یې خوښېږي، ولې یې نه خوښېږي؟

دا پوښتنې کېدای شي تر خپله وسه چې څومره ممکنې وي، له ډېرو خلکو وکړای شی. که د خلکو نظریات مثبت وو، بیا نو مانا دا چې تولید ښه دی او باید جوړ شي، که مناسب نه وي او د خلکو ځواب نه وي، نور به مخته نه ځئ او لا ډېر تولید به نه کوئ. یعنې له لویو تاوانونو خو به بچ شی.

څلورم–  کاروباري پلان جوړول

په دې مرحله کې به خپله یو پلان ورته جوړوئ، د هغو نظریو په اړه چې خلکو مثبته رایه ورکړې، څومره مصرف به پرې راشي او له دومره مصرف سره به یې ګټه څومره وي. یعنې بیا موږ ته معلومېږي چې پر کومه نظریه باندې مصرف کم او ګټه ډېره راځي.

پنځم- پر نظریې عملي کار پیلول

په دې مرحله کې بالاخره تولید جوړوو، خو باید زموږ تولید هغسې سره سم وي، څه ډول چې له پورته مرحلو راتېر شوی وي. که داسې نه وي، ممکن موږ بې باوره شو او ټولې مرحلې مو ناکامې شي. په ټوله کې په دې مرحله کې باید خبره له تیوري څخه عمل ته ووځي.

شپږم– په بازار کې یې ازمایل

کله مو چې تولید اماده شو، نو همدا تولید د نمونې په شکل باید لومړی په لږه اندازه پروسس شي او بازار ته د سمپل په توګه وړاندې شي چې خلک یې اخلي او که نه. دا په کاروباري نړۍ کې خلک په بېلابېلو ډولونو سره کوي. لکه، ځینې ادارې دا نورو ادارو او خلکو ته وړیا ورکوي، څو د دوی تولید خلک وګوري، خوښ یې کړي او بیا یې ترې واخلي، یا یې په بېلابېلو میلیو او فیسټیوالونو کې په وړیا ډول وېشي.

اووم- بالاخره د کاروبار ډاډه پيل

که په پورته مرحله کې هم کامیاب شو، مانا دا شوه چې تاسې یو غوره کاروبار پيل کړی او باید مخکې لاړ شئ، نو بالاخره کاروبار مو دوامداره وساتئ او د بازار موندنې پراختیا ته مو کار وکړئ. یعنې اوس د سوداګرۍ او تجارت نړۍ ته ورشامل شوی چې هم سیالي کوی او هم د نورو پر نوښتونو فکر کوی.

له بریاليو مرحلو وروسته مو تولید تر خپله وسه هر ځای ته ورسوئ.

یادونه: کېدای شي ځینې دوستان فکر وکړي چې دومره مرحلې طی کوو، نو که په نږدې وروستۍ یا منځنۍ مرحله کې خلک منفي رایه ورکړي یا ناکام شي، نو هغه شوی تاوان به څنګه شي؟ ځواب دا دی که په منځنیو مرحلو کې تاوان وکړی، له دې خو ښه دی چې تاسې په بشپړ ډول ښه ډېر مصارف هم وکړی، تولیدات هم وکړی او په پای کې له تاوان سره هم مخ شی، نو که مخکې مو لږ تاوان کاوه، په دې ډول سره ښایي ټوله شتمني له لاسه ورکړی.

نو ښه ده چې خپلې شتمنۍ ته اور ورته نه کړی او په لږ مصرف سره پوه شی چې دا ډېره پانګه مو په دې کاروبار کې ولګوئ او که نه.

Share30Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

اپریل 23, 2026

د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

اپریل 23, 2026

اذربایجان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

اپریل 23, 2026

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In