امريکا تل غير لويديځو هېوادونو ته د دوی په بڼه ډيموکراسۍ خپروي او د دې چارې لپاره دوې لارې لري: هغو هېوادونو ته چې نظامي چارې یې قوې دي د تبليغاتو، سياسي غوښتنو او د نظريو د توپيرونو له لارې په سوله ايزه توګه ډیموکراسي خپرول غواړي او هغو هېوادونو ته چې ضعيف دي، د زورزياتي له لارې ورته پوځونه ليږدوي.
متاسفانه، افغانستان د امريکا د تش په نامه ډيموکراسۍ لابراتور ګرځېدلی دی . د امريکا په اند، سره له دې چې د افغانستان په سياسي چاپيريال کې د مذهبي ډلو او د مختلفو ډلو تر منځ د نظريو توپيرونه شتون لري، خو په دغه هېواد کې د لويديځو هېوادونو په شکل ټولټاکنې باید تر سره شي، د امريکا په خيال به ډيموکراتيک هېواد جوړ شي. خو امريکا د ډيموکراسۍ په نامه د افغانستان د بېلا بېلو قواوو او ډلو تر منځ تضاد جوړ کړ، نو له ډېرو کلونو وروسته په دغه هېواد کې د مختلفو خواوو تر منځ اړيکې ترينګلې وې او د پخواني حکومت د کارونو موثريت ټيټ و او د فساد مسئله سخته وه.
امريکا په افغانستان کې د شلو کلونو لپاره د نظامي اشغال او د تش په نامه د ډيموکراتيک حکومت د جوړولو له لارې زياتې پيسي او کسان کارولي دي. امريکا مخکې دا فکر کړی، چې په بريالي ډول په افغانستان کې ډيموکراسي خپره کړي. د ۲۰۲۱ کال په جولای مياشت کې د امريکا ولسمشر جو بايډن په ټينګار سره ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته طالبان دغه هېواد نه شي نيولی، ځکه چې دوی د امريکا تر روزنې لاندې دری لکه غښتلي حکومتي عسکر لري. خو د اګست په ۱۵مه نېټه طالبانو په چټکۍ سره کابل ته ننوتلي او د افغانستان پخوانی حکومت سمدستي سقوط شو.
امريکا له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په بهير کې تل خپلې ګټې او ستراتيژي په فکر کې نيولې ده چې هدف يې د افغانستان له جنګي ډګر څخه دندې کمې کړي، خپل نظامي او ډيپلوماتيکې قواوې تنظيم کړي، په افغانستان کې مېشت عسکر او پانګې بېر ته تر لاسه کړي، تر څو په ټوله نړۍ کې خپله بادارۍ غوښتنه پراخه کړي. کله چې امريکا غواړي خپله ستراتيژي بدله کړي، په افغانستان کې ډيموکراسۍ دومره مهمه نه وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پريس کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته وويل، چې له دغه هېواد څخه د محمد اشرف غني له وتلو وروسته ورسره تماس نه دی نيولی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دايمي مرستيالې وينډي شيرمان ويلي، چې محمد اشرف غني په افغانستان کې يو اغېزمن کس نه و. امريکا سمدستي د افغانستان ډيموکراتيک حکومت له لاسه ورکړ . امريکا په خپله خوښه په افغانستان کې ډيموکراسي پيله او ختمه کړه.
په افغانستان کې د امريکا نظامي اشغال او ډيموکراتيکه ستراتيژي دواړه ناکام شول. د امريکا په بڼه ډيموکراسۍ ډېرې کمزوري دي. خو د امريکا تيروتنې د افغانستان د خلکو لپاره په شلو کلونو او حتې لا نور اوږد وخت کې تر دې اغيزې لاندې وي. خو امريکا دغې دندې پرېږدي او په دې اړه خپلو تېروتنو ته نه ګوري.
په افغانستان کې د امريکا د ډيموکراسۍ له ناکمۍ څخه څرګنديږي، چې د امريکا په خوله کې ډيموکراسي هېڅ اصول نه لري. که يو معيار شته، نو ويلی شو، چې يو هېواد چې د امريکا له ګټو سره سمون لري، نو ډيموکراسۍ بللی شي. خو که يو هېواد د امريکا له ګټو سره سمون نه لري، سره له دې چې په کې اقتصاد پرمختګ کوي او خلک د نېکمرغۍ احساسات لري، خو ډيموکراسي نه بلل کېږي. نو ښايي چې دغه تش په نامه ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره شي، خو ريښتنې ډيموکراسي نه وي او د نړيوالو لپاره باوري نه وي.